زما ګرانې ادکې مورې !
اوس چې په دې نړۍ کې نه یې زه څومره ستا ارمان کوم.زما هغه دماشومتوب ورځې له یاده نه دي وتلي چې زه به دې نازولم . پر ما به دې لوریینه درلودله.زما دښوونخي بکس به دې زما تر شا تاړه چې ښوونځي ته لاړشم او دعلم او کمال خاوند شم.دښوونخي نه به چې راغلم زه به دې په خپلې غیږه پورې کلک ونیولم جار او قربان به دې راته ویل او تر ټولو ښه خواړه به دې ماته ساتلي وو. پوهیدم چې تابه ښه شیان نه خوړل خو ماته به دې پټ ساتلي وو. کله به چې ناروغه شوم نو ټوله شپه به راسره وی…ښه وی او سترګې به دې له او ښکونه ډکې وې . تا به په اخترونو کې نوې جامې نه درلودلې خو ماته به دې نوې جامې جوړولې تر څو دکوڅې دنورو همزولو دسیالۍ نه ونه غورځیږم او تل دې هڅه کوله چې زما جامې پاکې وي .کله چې لوی شوم نو خوشاله شوې چې زما زوی ښوونځي بشپړ کړ . هغه ورځ مې ښه په یادده چې دژمي ورځ وه او زه دتل لپاره درنه جداشوم، ته دکور دتوت دونې تر شا ودریدلې او په زوره زوره دې چیغې وو هلې چې زویه دپردیو وطنونو مساپر شوې زه به بیا تا وګورم او که نه ؟ او همداسې هم وشول بیا ما خپله مور په ژوندانه کې هم ونه لیدله ، خکه زه داووغرونو نه پنا ه شوم. په پای کې مې په پردیسۍ کې دهغې دمړینې خبر واورید او نن چې دمور ورځ ده دهغې هغه ژړاګانې مې لاهم په ستر ګو کې دی اوهمدا شیبه دهغې مهربانې مور په یاد اوښکې تویمه اووایمه چې ای زما ادکې مورې خدای دې جنتونه درکړي چې زه دې وروزلم خو ما ونه شو کړای چې ستا دمهربانیو یوه لږه برخه هم ادا کړا ی شم . مورې ارواه دې ښاده او روح دې ارام اوسه .!
(ستا داووغرونو نه پناه مساپر ز وی یاد)