زما د فولبرایت بورس او امریکا سفر -عبدالله وردک
د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، زما د امریکې د تحصیلي بورس په هکله، ٔچې د انګریزي ژبې زده کول وو، یو څه معلومات وړاندې کړم.
د ۱۳۵۴ لمریز کال د عقرب په میاشت کې، زه د کابل د انجینرۍ د پوهنځۍ د درېیم تولګی څخه، چې د داود خان وخت و، د شپږو میاشتو لپاره امریکې ته، د زده کړې لپاره واستول شوم. د کابل د پوهنتون، د ټولو پوهنځیو د درېیم ټولګي، اول نمره، دویم نمره، او درېیم نمره محصلینو، د فولبرایت په آزموینه کې ګډون وکړ، او په پای کې له ټول پوهنتون څخه، پنځه کسه تعین، او امریکې ته د شپږو میاشتو لپاره واستول شول.
پدغه پنځو محصلینو کې، زه د انجینرۍ له پوهنځۍ، دوه د زراعت له پوهنځۍ، یو د طب له پوهنځۍ، او بل د فارمسی له پوهنځۍ څخه وو.
ددغه محصلینو په انتخاب کې، د انګریزي د ژبې امتحان، او انترویو، شامل وو. کله چې د انګریزی د ژبې، د امتحان نتیجه اعلان شوه، نو له پنځو څخه زیات نفر کامیاب شوي وو. زه د الله(ج) په فضل سره، پدغه ازموینه کې اول نمره کامیاب شوی وم. زما دویم نمره، او درېیم نمره هم پدغه ازموینه کې کامیاب شوي وو.
وروسته له ازموینې څخه یې، دغه کامیاب محصلین انترویو ته وغوښتل. د انترویو دپاره، ټول کامیاب محصلین، د پوهنتون په یوه لوی سالون کې، چې په هغو کې د انټرویو د هیٔت غړي هم وو، راغونډ شول.
پدغه وخت کې چې مونږه ټول د انټرویو، دپاره په همدغه لوی سالون کې ناست وو، د پوهنتون د یوې څانګې رىٔیس، چې ددغې انټرویو مسىٔول هم و، د یوې پوهنځۍ یو محصل یې مخاطب کړ، او هغو ته یې په لوړه لهجه وویل، چې فلانیه! که ته انتخاب شې، نو ته به له دغه شپږمیاشتني تعلیمي بورس څخه څه ګټه واخلې!؟ د ستا انګریزي ژبه، ښه زده نده، او ته به له دغه شپږمیاشتنې بورسه، څه ګټه پورته کړې!؟
دغه رىٔیس، بیا ماته اشاره وکړه، او زما نوم یې واخیست، او ویې ویل، چې که چېرې عبدالله ولېږل شي، نو د هغه خو، تیاره انګریزي ژبه زده ده، او هغه به له دغه پروګرام څخه ډېره زیاته ګټه پورته کړي!
ددغه رىٔیس له خبرو څخه، ټولو ګډونوالو ته، دا له ورایه معلومه شوه، چې زما کار کیږي. نو بیایې له پوښتنو وروسته، مونږه ټولو ګډونوالو ته وویل، چې دوی زمونږه تعلیمي اسناد امریکې ته لیږي، او د هرچا چی ok راغله، هغه به امریکې ته ځي. هغه و، چې په پای کې د پنځو نفرو ok راغله، چې پدغه پنځو تنو کې، ۲ نجونې، او ۳ هلکان وو.
زمونږه د درېیم ټولګي، کلنۍ ازموینه یې، له نورو محصلینو څخه مخکې واخستله.
زمونږه د سفر کارونه، ټول د پوهنتون د مسىٔولینو له خواه برابر شول.
د سفر الوتکه، له کابل څخه پورته، او د استانبول په هوایي ډګر کې د ۴۵ دقیقو لپاره تم شوه، او بیا له هغه ځای نه، راساً لندن ته لاړه. په لندن کې مو هواىٔي ډګر ته نیږدې په یوه هوټل کې شپه تېره کړه.
هېره د نه وي، چې زمونږه دپاره، یو امریکاىٔي نفر، د سفر د کارونو په هکله، له مونږه سره په سفر کې ملګری و.
کله چې په سبا، زمونږه د سفر الوتکه، د امریکې په هواىٔی ډګر کې کېناستله، نو زما د کالیو بکس نه و راغلی. مونږه ټولو ته، د ټاکل شوي کورونو غړي، د هرکلی دپاره راغلي وو. ماته د کور، مور، زوی، او دوې لوڼې، میدان ته راغلي وو.
کله چې زه له دوی سره یوځای په موټر کې، د دوی د کور په لاره په حرکت وم، نو زه ډېر خفه وم. یو مې د کالیو بکس نه و راغلی، او بل چې ما ددغه کور، نجونې ولیدې، نو زه ډېر زیات خفه شوم، او په موټر کې چپ ناست وم. ما په زړه کې له ځانه سره دا ویل، چې زما دویم نمره، او درېیم نمره هم ټولګي به څومره خفه وي، چې دوی ولې، امریکې ته رانغلل!؟ ما له ځانه سره، ډېر ډول ډول چرتونه وهل. د کور غړو دغه فکر کاوه، چې زما انګریزی زده نده، او دوی ته ویل شوي وو، چې زه د پولیتخنیک محصل یم.
دغه زما خفګان ماته ډېره ګټه ورسوله. کله به چې د دوی خپلوان د زما د لیدلو لپاره راتلل، نو هغوی ته به ویل کېدل، چې زه په انګریزی ژبه نه پوهېږم، نو دوی به هر څه ویل، او زه خو په هرڅه پوهېدم. پدغه کې به هم د الله(ج) حکمت و، چې ماته ددغه کور، ټول راز ډېر ژر معلوم شو.
دوې ورځې وروسته یې، له مونږه ټولو څخه د انګریزی ژبې، د سویې ازموینه واخستله. پدغه ازموینه کې، ما یوځل بیا، الحمدلله، لوړې نمرې تر لاسه کړې وې.
هغه و، چې کور ته تلفون راغی، او د کور نجلۍ هغه پورته کړ، او زه هلته ناست وم، چې مقابل نفر ورته وایي، چې ستاسې مېلمه خو باالکل ډېرې لوړې نمرې ګټلې دي!
د کور مشرې نجلۍ، چې هغه هم د سیاسی علومو محصله وه، په ځواب کې یې ورته وویل، چې نقل خو به یې نه وي کړی!؟
پدغه وخت کې، ما مداخله وکړه، او د کور د نجلۍ سره مې په انګریزی خبرې وکړې، او ما ورته وویل، چې ته ولې داسې فکر کوې، چې زما انګریزي نده زده!
دې نجلۍ راته وویل، چې دوی ته ویل شوي وو، چې زه د پولیتخنیک نه راغلی یم، او په انګریزي ژبه نه پوهېږم!
له دغه وروسته به چې څوک د دوی کور ته راتلل، نو دوی به دروازې ته منډه وکړه، او هغوی ته به یې ویل، چې ګورئ، څه ونه وایئ، نفر په انګریزي ښه پوهیږي!
هېره د نه وي، چې د درس په لومړی ورځ، ددغه کور مشرې نجلۍ، زه پخپل موټر کې پوهنتون ته رسولم. زه ددې د موټر په څټ کې کېناستلم، او چې هرڅومره یې ټینګار وکړ، زه د مخ په سیټ کې ورسره کېنه ناستم. همدغه وه، چې سره پوه شولو، او له هغې ورځې وروسته به زه هره ورځ، د کور د مور په موټر کې له هغې سره یوځای، سبق ته تلم.
کېدای شي، چې الله(ج) به زما دغه دعا قبوله کړې وي، چې یا الله(ج)! ته هر وخت د بدو کارونو، د سرته رسولو توفیق مه راکوې. کنه، انسان ډېر ضعیف دی.
د یادونې وړ ده، چې د پېتسبورګ د پوهنتون، د انجینرۍ د پوهنځۍ مشر، ددغه امریکاىٔي فامیل، چې زه ورسره اوسېدلم، ملګری و، او هغو ماته اجازه راکړې وه، چې زه په پخری توګه، د انجینرۍ د پوهنځۍ په ټول درسي پروګرام کې برخه واخلم.
کله چې زه بېرته افغانستان ته راتلم، نو زه ددغه رىٔیس دفتر ته ورغلم، او له هغو څخه مې مننه کوله، هغه ماته وویل، چې زه تا ته تحصیلي بورس درکوم، او خپل درس دلته خلاص کړه، او بیا خپل ملک ته لاړ شه. ما یوځل بیا، مننه ترې وکړه، او په ځواب کې مې ورته وویل، چې ډېره مننه، زه بېرته خپل وطن ته ځم.
کله چې زه بېرته راتلم، نو ددغه امریکاىٔي کور، غړي ډېر خفه معلومېدل، او په خاصه توګه، ددغې کورنۍ مور ډېره خفه ښکاره کېده. ما چې هرڅومره کوښښ کاوه، چې نزاکتاً خپل خفګان وښیم، لېکن زه ډېر خوشحاله وم، چې خپل وطن ته بېرته ځم.
هېره د نه وي، چې ددغه کور پلار، له پخوانۍ چکوسلواکیا څخه ډير پخواه امریکا ته مهاجر راغلی و، او ښځه یې امریکاىٔۍ وه. ما به زیاتره وخت، د کور د پلار سره، د روسانو په هکله خبرې کولې.
د یادولو وړ ده، چې ما ځینې افغاني توکي، له ځانه سره وړي وو، او هغه مې ټول د کور غړو، او ددوی خپلوانو ته، د تحفې په توګه ورکړل. همدارنګه، دغه کور هم په بدله کې زما دکور ټولو غړو ته، ډېرې ښې ګلالۍ تحفې اخستې وې.
یوه خبره باید ټولو ته واضح شي، چې زیاتره پلرونه او میندې، ولو که مسلمان هم نه وي، د خپلو لوڼو په هکله، بې ناموسي خوند نه ورکوي.
زه الحمدلله، الله(ج) له دغه ستر مرض څخه، پاک وساتلم، او ما ته، ددغه کور مور، او پلار، خاص احترام درلوده، او زه پر دوی دواړو ډېر ګران وم.
هېره د نه وي، چې په ریښتیا سره، د اخلاص لمنځونه، او کلک عزم، یو مسلمان، له فحشاء او بدو کارو څخه، پاک او منزه ساتي.
زه اوس هم، هر وخت د الله(ج) شکرانه اداء کوم، چې زه یې په هغه ځوانۍ کې الحمدلله، له بې ناموسۍ، او فحشاء څخه پاک وساتلم.
د پام وړ ټکي:
اسلامی ملکونه باید د ځوان نسل د تعلیم په هکله، ډېره پاملرنه وکړي. په خاصه توګه، غیر اسلامی ملکونو ته، د ځوان نسل استول باید ډېر جدي ونیول شي. یا په بل عبارت، کم عمره ځوانان، باید په یوازې توګه، د زده کړې لپاره بهرنیو غیر اسلامی ملکونو ته ونه لېږل شي. دا پدې معنا، چې کله ځوان نسل د تحصیل دپاره، غیر اسلامی ملکونو ته استول کیږي، نو له دوی سره باید خپلې شرعی نکاح شوې ښځې هم ولېږل شي.
کېدای شي، دغه خبره ځینو لوستونکو ته د عملي کېدو وړ معلومه نشي، لېکن، دغه کار، که مشکل هم دی، ډېرې دنیوي او اخروي ګټې به له ځانه سره ولري.
د بېلګې په توګه، د ظاهرشاه په وخت کې د حربی ښوونځۍ فارغان، چې تنکي ځوانان به وو، هغوی به د وخت روسیې ته، د لوړو زده کړو لپاره استول کېدل، او ددغه کار نتیجه ټولو افغانانو، پخپلو سترګو ولیده. نو د اسلامی ملکونو دپاره لازمه ده، چې د ځوانانو سره، خپلې ښځې هم ولیږي.
د ځوان نسل، تعلیم او تربیه، د هغه ملک په راتلونکي ژوند، ښه او بده اغیزه کولای شي. نو د یوه ملک، مسىٔولینو ته، دا لازمه ده، چې دوی د ځوان نسل، په تعلیم، او تربیه کې، ډېره پاملرنه وکړي.
همدارنګه، ډېره هڅه وشي، چې ځوان نسل، په اسلام ښه وپوهول شي، چې تر څو وکولای شي، له اسلامه په سمه توګه، دفاع وکولای شي.
په شپږمه برخه کې به ان شاءالله، قدرمنو لوستونکو ته د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د خپلې معلمۍ په هکله، پوره معلومات وړاندې کړم.