روژه کې کوم کارونه روا دي؟

هغه کارونه چې روژه نيونکي ته روا دي:

۱- د شپې له خوا خوراک، څښاک او جماع:

د الله پاک ددې فرمان له امله:

=آیت =

ژباړه: د روژې په شپه له خپلو ښځو سره نژدېوالی (کوروالی) درته حلال شوی ….. او خورئ څښئ تر هغو چې د سبا سپينه کرښه له تورې کرښې درته راڅرګنده شي.

۲- د سهار تر اول وخته د پېشمني وروسته کول:

تېر ايت، او د سهل بن سعد رضي الله عنه دا وينا چې وايي: ما به په کور کې پېشلمی کاوه او بيا به په تلوار نبوي جومات ته تللم چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لمونځ وکړم. (۱)

له دې حديث څخه دا هم معلومه شوه چې صحابه کرامو به په پېشنمي کې تاخير کاوه او په روژه کې به يې د سهار لمونځ وختي کاوه.

۳-  که د ورځې معلومه شي چې رمضان دی، د ورځې نيت کولای شي:

حضرت سلمه بن الاکوع رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د عاشورا په ورځ يو سړی ولېږه چې په خلکو کې اعلان وکړي چې که چا خوراک کړی وي هغه دې روژه پوره کړي او که چا خوراک نه وي کړی هغه دې په خپل حال پاتې شي او خوراک دې نه کوي”  (۲)

په ابتدا کې پر مسلمانانو د عاشورا د ورځې روژه فرض وه؛ له دې حديث څخه دا معلومه شوه چې که چا د شپې له خوا د روژې نيت نه وي کړی او د ورځې څرګنده شي چې دا ورځ د رمضان لومړۍ ده؛ نو له ورځې څخه يې نيت کولای شي.

خو دا په دې صورت کې چې تر هغه وخته يې خوراک، يا څښاک، يا جماع نه وي کړي او که يې کړي و، بيا هم پرې لازمه ده چې په همدې ورځ تر ماښامه داسې کار ونه کړي چې روژه پرې ماتيږي او بيا به له رمضان وروسته د همدې ورځې قضايي راګرځوي. (۳)

۴-  هغه چې پر ځان کابو لري، له مېرمنې سره لوبي کولای شي:

حضرت عائشه رضي الله عنها وايي : ” رسول الله صلی الله عليه وسلم به په روژه کې له خپلو مېرمنو سره مباشرت (له جماع پرته ساتيري) کاوه او هغه تر هر چا په خپل شهوت کابو درلودی”  (۴)‌

۵- په سفر کې د روژې خوړل:  

حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: حضرت حمزه بن عمرو اسلمي رضي الله عنه به ډېرې روژې نيولې، يوه ورځ يې پيغمبرصلی الله عليه وسلم نه پوښته وکړه ویل يا رسول الله! په سفر کې روژه ونيسم که نه؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ” که خوښه دې وي ويې نيسه او که نه، ويې خوره “. (۵)

۶- پوره اودس کول خو په مضمضه او استنشاق کې احتياط کول:

عاصم بن لقيط بن صبره رحمه الله د خپل پلار له خولې په يو حديث کې وايي چې ما يوه ورځ له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه: يارسول الله! د اوداسه په اړه که معلومات راکړې!! راته يې وفرمايل: پوره اودس کوه، ګوتې خلال کوه او له روژې پرته په نورو وختونو کې په مضمضه او استنشاق (خولې او پوزې مينځلو) کې ښه کوشش کوه” (۶)


۱- صحیح البخاري، حدیث رقم ۱۹۲۰
۲- صحیح البخاري، حدیث رقم ۱۹۲۴
۳- مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک ، مسائل روزه
۴- صحیح البخاري ، حدیث رقم ۱۹۲۷
۵- صحیح البخاري ، حدیث رقم ۱۹۴۳
۶- سنن ابي داود، حدیث رقم ۱۴۲

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب