د احاديثو تقسيم د قبول او رد په اعتبار| علم حدیث ۵

احاديث د صحيح والی او ضعيف والی يا قبول او رد په اعتبار په دوه ډوله دي قبول او مردود.

اول قبول :

قبول احاديث په دوه ډوله دي صحيح او حسن او بيا هر يو يې په دوه ډوله دی لذاتة او لغيره:

۱- صحيح حديث :

هغه حديث دی چې عادل او ضابط  راوي له بل همداسې (عادل او ضابط ) راوي څخه پيوسته نقل کړی وي چې سند يې تر آخره پورې متصل وي او هيڅ شذوذ او علت په کې نه وي .

يعنې د صحيح حديث د پاره دا شرطونه ضروري دي چې بايد په پوره توګه موجود وي چې هغه دادي :

الف ) د سند اتصال : په دې معنی چې هر راوي بايد د پورته راوي څخه پخپله دا روايت اخيستی وي د سند د اول نه تر آخره پورې دا شرط موجود وي .

ب ) د راوي عدالت : بايد هر راوي مسلمان ،عاقل ،بالغ وي نه فاسق وي او نه هم د مروة خلاف وزري کونکی وي .

ج) د راوي ضبط : د سند راوي بايد د کلکې حافظې لرونکي وي يا په سينه کې او يا هم په ليکلي بڼه .

د) عدم او عدم العلة : عدم شذوذ دا چې نومړی حديث شاذ نه وي شاذ په دې معنی چې (ثقه ) باوري راوي د (اوثق ) ډير باورې راوي څخه مخالفت نه وي کړی ، او عدم علة چې نومړی حديث څه معلول نه وي علت پکې نه وي  (العلة ) پټ سبب ته وايي اګر که په ظاهره څه عيب پکې نه وي .

د صحيح حديث حکم :

د ټولو محدثينو او فقهاؤ په دې اتفاق دی چې صحيح حديث باندې عمل واجب دی او صحيح حدیث د شريعت له دلايلو څخه يو دليل دی .

هغه کتابونه چې صرف صحيح احاديث پکې جمع شوی دي صحيح البخاري دی او بيا صحيح المسلم دا دواړه تر ټولو کتابونو صحيح دي پس له قرآن څخه ددې دواړو کتابونو په منلو د امت اتفاق دی  همدارنګه د صحيح احاديثو نور کتابونه  : موطا امام مالک ، صحيح ابن حبان او صحيح خزیمة  دي .

د علماؤ په نزد صحيح احاديث په اوو مرتبو ويشل شوی دي .

۱- متفق عليه : هغه احاديث دي چې بخاري او مسلم ورباندې متفق وي دا تر ټولو لوړه مرتبه ده .

۲- بيا هغه چې يوازې بخاري نقل کړی وي

۳- بيا هغه چې يوازې مسلم روايت کړی وي .

۴- بيا هغه احاديث چې د دواړو (بخاري او مسلم ) په شرايطو برابر وي خو دوی نه وي روايت کړي .

۵- بيا هغه احاديث چې يوازې د بخارې د شرط موافق وي خو بخاري نه وي روايت کړي .

۶- بيا هغه احاديث چې يوازې د مسلم  د شرط موافق وي خو مسلم نه وي روايت کړي .

۷- بيا هغه چې د نورو علماؤ په اند صحيح وي لکه د ابن خديمة او ابن حبان مګر د بخاری او مسلم د شرط موافق نه وي .

علاوه د هغو کتابونو څخه چې يوازې صحيح احاديث پکې ذکر شوی د احاديثو په نورو کتابونو لکه امام ترمذې ،ابؤداود ،ابن ماجه ،نسائي او د احاديثو په نورو کتابونو کې هم صحيح احاديث شته مګر دومره ده چې دغو کتابونو کې صحيح ،حسن او ضعیف هم نقل شوي دي چې هغه د علماؤ د دقيقو څیړنو په وسيله په نښه شوی دی چې کوم یې صحيح او کوم حسن او ضعيف دي .

هغه څوک چې يوازې د صحيحينو په کتابونه باور کوي او سنتو نورو کتابونو ته اهميت نه ورکوي نو هغه يقيناً د نبي صلی الله عليه وسلم په احاديث کې ګماه شوی دی .

الصحيح لغيره :

مخکې مو چې د صحيح حديث کوم تعريف وکړ هغه هغه حديث ؤ چې پخپل ذات سره درجې د صحت ته رسيدلی وي بې له دې څخه چې پر بل څه تقويه شي چې علماء ورته صحيح لذاته وايي ، او کوم چې صحيح لغيره دی دا هغه حسن لذاته روايت چې د حسن درجې څخه د صحيح درجې ته پورته شوی وي چې په همدې وجه ورته صحيح لغير وايي چې د صحت سند يې ذاتاً نه وي بلکي د بل په ملګرتيا ورته قوت حاصل شوی وي .

د صحيح لغيره مرتبه او حکم : صحيح لغيره د صحيح لذاته څخه ښکته او خپل د حسن يا حسن لذاته څخه پورته دی  اوحکم يې قبول صحيح حديث درجې ته ورپيوسته شوی دی .

۲- حسن حديث :

حسن په لغت کې ښکلي ته وايي او په اصطلاح کې حسن حديث د صحيح او ضعيف تر مينځ مرتبه ده .

د امام ترمذي تعريف : د کوم حديث په راويانو کې چې په دروغو بدنام شخص نه وي او هم دا حديث شاذ نه وي او دې ته ورته په بله طريقه هم نقل وي نو حسن بلل کيږي .

د حسن حديث حکم : حسن حديث اګر که د صحيح حديث څخه په قوت کې کم دی ،مګر قابل د استدلال دی ،ځکه فقهاوو ورباندې استدلال او عمل کړی دی .او ځنې علماء حسن د صحيح يو ډول شميرلی لکه حاکم ،ابن حبان  او ابن خزيمة  سره ددې چې د وړاندې بيان شوی صحيح څخه يې کم ګڼي .

نو د اکثريت علماؤ رايه داده چې حسن قابل استدلال دی غير له ځنو سخت دريزه بيل لارو چې قابل استدلال يې نه ګڼي .

الحسن لغيره :

دا هغه ضعيف روايت دی چې په ګنو سندو او لارو نقل شي او سبب د ضعف يې د راوي فسق او کذب نه وي .

يعنې ضعيف روايت د حسن لغيره درجې په لاندې شرايطو پورته کيږي :

الف) : داچې دا روايت په يوه بله طريقه يا ډيرو طريقو نقل شي چې دا لومړي ته ورته یا ترې قوي وي .

ب : داچې د ضعف سبب يې د حفظ کمزوري يا په سند کې انقطاع نه وي او يا خو په راويانو نامعلوموالی وي .

مرتبه او حکم د حسن لغيره : مرتبه له حسن لذاته څخه ښکته ده ، حکم يې قبول دی قابل استدلال دی .

د قبول حديث بيان پای ته ورسيد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب