روژه: څنګه د تندې مخه نیولای شو؟

روژه: څنګه د تندې مخه نیولای شو؟

سږ کال یو ځل بیا روژه په سخته ګرمۍ او د کال تر ټولو په اوږدو ورځو کې ده. روژتیان تر لوږې زیات تنده تکلیفوي او له همدې کبله په روژه ماتي کې ټول اتکا په شربت او اوبو کوي، خو دا چې پرته له دې ډیرې اوبه وڅکو یا ډیر تږي شو، ځينې کارونه باید وکړو څو د تندې مخه په خپله ونیسو.

  •  په پېشنمي کې تازه مېوې او سبزيجاتو خوړل، ځکه دغه غذاوې داسې اوبه لري چې تر ډیره په کولمو او معده کې پاتې کیږي او پر مټ یې انسان د لوږې او تندې کم احساس کوي.
  •  له هغو خوراکونو ځان ساتل چې ډيرې مسالې په کې استعمال شوي وي، همدا راز له اچارو خوړولو ځان ژغورل، ځکه دغه خوراکونو تر خوړو وروسته د انسان بدن ډیرو اوبو ته اړتیا پیدا کوي او ورسره روژه‌تي تږی کیږي.
  •  په روژه کې باید د مصنوعي جوسونو له څښلو څخه هم بايد ځان وژغورل شي، څکه داسې جوسونو کې له خوږو څخه ډيره ګټه پورته شوې وي او دا هم د تندې عامل ګرځي، اوسني طب ثابته کړيده چې په ځانګړې توګه ماشومانو ته مصنوعي جوس ډير تاوان لري، داسې جوسونه ماشومانو ته حساسيتونه پيدا کوي، د دې پرځاي ډاکټران توصيه کوي چې د تازه ميوې له جوس څخه دې ګټه پورته شي.
  •  په پیشنمي کې له کبابونو او سره کړو خورواکونو څخه باید ځان وژغورل شي.
  •  له داسې فعالیتونو او سپورتي تمرینونو ځان وساتئ چې له سړي په کې ډيره خوله ځي.
  •  څېړنې وايي چې هندواڼه تر لسګونو مېوو او غوښو په روژه کې ګټوره ده، دغه مېوه په معدې نه درنیږي ؛ همدا راز داسې مواد لري چې د انسان اوبه، ویټامینونه ورسره پوره کیږي. هندواڼه د تندې په لرې کولو کې ستر رول لوبوي.
  • پیشنمي کې یو لیتر په انداز اوبه څکل، تر دې زیاتې اوبه زیانمنې دي او ګردې د لږ وخت وروسته دغه اوبه ضایع کوي.
  •  پیشنمی ناوخته کول، څو بدن په ورځ کې تر ډيره د تندې سره مقاومت وکړي.
  •  لامبا د تندې په لرې کولو کې ښه رول لوبوي.
  •  له روژه ماتي وروسته هر ساعت یو ګیلاس اوبه څکل.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب