روژه ماتی په خُرما سره کول؛ اسلام او ساینس

روژه ماتی په خُرما سره کول:

فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم د روژه ماتي حکم په خُرما او اوبو سره فرمایلی دی. دا چې خُرما یو انسان ته څومره ارزښت لري او ولې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورباندې ټینګار کړی دی؛ نو دا موضوع به څه وروسته جوته شي. اوس دلته موږ غواړو چې خُرما په قرآن‌کریم، احادیثو او ساینس کې وڅېړو، ترڅو د خُرما په ارزښت ځانونه پوه کړو.

خُرما په قرآن کې:

د خُرما ذکر د قرآن‌کریم په ډېرو مختلفو ځایونو کې راغلی دی، چې لړلیک یې داسې دی:

أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَنْ تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ (البقره: ۲۶۶)
۱: آیا له تاسو څخه کوم یو دا خوښوي چې د خُرما او انګورو باغ ولري، چې تر ونو لاندې یې ویالې بهېږي او هر ډول مېوې پکې وي؟

وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ (الأنعام: ۱۴۱)
۲: او دی هغه ذات دی چې څپر لرونکي باغونه او بې‌څپره باغونه یې پیدا کړي دي، او د خُرماوو باغونه او کښتونه یې د بېلابېلو مېوو سره، چې له زیتون او انار سره ورته دي او یا ورته نه دي، پیدا کړي دي.

وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ (الأنعام: ۹۹)
۳: او له خُرما څخه د هغې له غوټۍ څخه (د ډېر حاصل له کبله) ځمکې ته نژدې وږي راباسو.

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا (الکهف: ۳۲)
۴: او دوی ته د دوو سړیو بېلګه بیان کړه، چې یوه ته مو د انګورو دوه باغونه ورکړل او هغه مو د خُرماوو په ونو سره چاپېره کړل، او د دغو دواړو ترمنځ مو کښت پیدا کړ.

وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ (الشعراء: ۱۴۸)
۵: او په دغو کښتونو او د خُرماوو په بڼونو کې چې وږي یې له مېوو ډک دی.

وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَهَا طَلْعٌ نَضِيدٌ (ق: ۱۰)
۶: او د خُرماوو دنګې دنګې ونې مو پیدا کړې دي، چې د هغو له مېوو ډک وږي یو پر بل پراته وي.

فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ (الرحمن: ۱۱)
۷: په هغې کې (بېلابېلې) مېوې او د خُرماوو غوټۍ لرونکې ونې دي.

فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ (الرحمن: ۶۸)
۸: په هغو کې هر ډول خوندورې مېوې، خُرما او انار دي.

وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا (عبس: ۲۹)
۹: او زیتون او خُرما.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب