رومیان د نړۍ تر ټولو غوره مېوه وګڼل شوه

یوې پیژندل شوې امریکایي ویب پاڼې کې د یوه نشر شوي راپور پر اساس د امریکایي څیړونکو سپړنې ښيي چې رومیانو کی موجود آکسیډنټ او لایکوپین نومي مواد هډوکي تقویه کوي او په ښځو کې د هډوکو درد له منځه وړي.

رومیان په بدن کې کولیسټرول کنترولوي او له نورمال حالته زیاتیدو ته یې نه پریږدي؛ نو په همدې اساس د زړه د ناروغۍ مخنیوی کوي.

رومیان د بدن اضافي وازدې ختموي او د چاغېدو مخه نیسي.

هغه نارینه چې په هفته کې ۱۰ رومیان خوري په بدن کې یې د سرطان خطر ۲۰٪ نسبت هغو کسانو ته چی تازه رومیان نه استعمالوي کموي.
ساینسپوهان وایي چې د رومیانو ډیر استعمالوونکی کس د ډیر عمر زیاتوالي سره به د الزایمر (الزایمر یو ډول ناروغي ده چې انسان کې د عمر د زیاتوالی له امله پیدا کیږي او د انسان حافظه له منځه وړي، چی ناروغ کس بیا ځان او خپل اولاد هم نه پیژني.) په ناروغۍ اخته نشی او په دې وسیله به د سرطان له ډیرو ډولونو څخه خوندي وي.

د سختو او خطرناکو ناروغیو د مخنیوی په اساس رومیانو د نړۍ د غوره میوې لقب حاصل کړی؛ خو رومیان باید تازه د سلاد په شکل وخوړل شی.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب