روماتيزم

په روماتيزم اخته ناروغان دي له مستو، اچار، شړمبو، ډېرو سړ واوبو، رومي بانجانو او زياتو غوړو له خوړلوډډه وکړي.

روماتيزم يوه داسې ناروغي ده،چې دهرسن اوهرجنس خلک ورسره مخ کيدي شي او پېښې يې په ټوله نړۍ کې ليدل کيږي.
ډېری کسان، په ځانګړې توګه ميندې، له دېرش کلنۍ وروسته پدې ناروغۍ اخته کيږي. روغتيايي کارپوهان وايي کيدای شي په ټوله نړۍ کې (۲٪) کسان روماتيزم ولري.
دهډوکودناورغيو پروفيسور، ډاکتر محمداسمعيل وردک دروماتيزم نښې نښانې دلاسونو ، پښو ، عضلو او بندونودرد وباله.
ډاکتران لارښوونه کوي، چې په روماتيزم اخته ناروغان دي له مستو، اچار، شړمبو، ډېرو سړو اوبو، رومي بانجانو او زياتو غوړو له خوړلوډډه وکړي.

د کابل په علي آباد روغتون کې موظف ډاکتر واحد الله کوشان ، د روماتيزم دناروغۍ اصلي لامل تر دې دمه ناڅرګند وباله.
د ا ناروغي دوينې له معاينې له مخې او د هغې له نښونښانو پېژندل کيدای شي. که چېرې دروماتيزم د ناروغۍ پخپل وخت درملنه ونشي، دنورو ستونزو دپيدا کېدو لامل کيږي.

ددې له پاره، چې له دې ناروغۍ مو ځان ساتلی وي، غوره ده په نمناکوځايونوکې له کېناستلواو ويده کېدو ډډه وکړو.
ددې ترڅنګ پرله پسې ورزش هم ددې ناروغۍ په مخنيوي او درملنه کې کې لازمه مرسته کوي

پښتنه پوپلزۍ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب