د آخرت د ورځې محاسبه مه هیروئ!- حدیث

ابی عسیب چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم آزاد سوئ مریئ وو فرمایی: یوه شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم زما، ابوبکر اوعمر رضی الله عنهما سره را ووتئ او دیوه انصاری باغ ته داخل سو. انصاری ته یې وویل موږ ته یوڅه خرما راکړه هغه یو ډونډورئ دخرما راوړئ او زموږ په مابین کی یې کښیښودئ موږ ددې ډونډوری څخه خرما وخوړل بيا يې اوبه را وغوښتلې اوبه مو هم وچیښلې بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ارومرو به ستاسو څخه ددغه نعمتونو په اړه پوښتنه کیږی حضرت عمر رضی الله عنه دخرما ډونډورئ واخیستئ او پرمځکه یې وښوروئ ترڅو یوڅو خرماوی ځینی ورژیدلې بیا یې وویل یا رسول الله آیا زموږ څخه ددې نعمتونو په اړه پوښتنه کیږی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو دهرشی پوښتنه کیږی تنها د درو شیانو پوښتنه نکیږی : 

۱ – هغه ټوکر چی انسان خپل عورت په پټوی.
۲ – هغه ټوټه ډوډې چی انسان خپله لوږه په لیری کوی.
۳ – هغه کوچنئ ځای چی انسان ځان دګرمۍ او یخ څخه په ساتی.
یعنی د انسان څخه دهر شی په باره کی پوښتنه کیږی او په اړه یې محاسبه ورسره کیږی تنها ددغو درو شیانو په اړه ورڅخه پوښتنه او محاسبه نکیږی ځکه چی دغه درې شیان د انسان دضرورت په خاطر ورته عفو دی.
ددې حدیث څخه له ورایه ښکاری چی إنسانان په دنیا کی هرشئ خوری ، راټولوی، جوړوی او اغوندی دټولو په اړه به ورسره محاسبه کیږی که ډول ډول کالی اغوندی، که رنګارنګ خواړه خوری، که په مختلفو ګاډو او موټرانو کی سوریږی، که په ښائسته کورونوکی اوسیږی اوکه د نورو دنیوی اسبابو او آلاتو څخه ګټه پورته کوی دټولو په اړه به ورڅخه سوال اوپوښتنه کیږی.
که یې دحلالی لاری څخه لاسته راوړی وی، اسراف یې نوی کړئ، هرشئ یې پر خپل ځای اومورد باندی لګولئ وی، دهرشی په کارولو کی یې دالله پاک خوښه په پام کی نیولې وی، آخرت یې نوی هیرکړئ او په هرشی کی یې دنورو مسلمانانو اړتیا ته کتنه کړېوی نوخیردئ الله پاک به یې په حساب کی بریالئ کړی کنه نو دداسی ډیرو شیانو محاسبه ورکول آسانه کار ندئ.
الله پاک دی موپه خپل فضل او احسان سره دآخرت په حساب کی بریالی کړی.
مولوی نورالحق مظهری
ـــــــ
أَخْبَرَنَا أَبُو عَبْدِ اللهِ الْحَافِظُ، وَأَبُو بَكْرِ بْنُ الْحَسَنِ، حدثنا أَبُو الْعَبَّاسِ مُحَمَّدُ بْنُ يَعْقُوبَ، حدثنا مُحَمَّدُ بْنُ إِسْحَاقَ الصَّغانِيُّ، حدثنا يُونُسُ بْنُ مُحَمَّدٍ، حدثنا حَشْرَجُ بْنُ نُبَاتَةَ، عَنْ أَبِي نَصْيرَةَ الْبَصْرِيِّ، عَنْ أَبِي عَسِيبٍ مَوْلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: خَرَجَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيْلًا، فَمَرَّ بِي فَدَعَانِي فَخَرَجْتُ إِلَيْهِ، ثُمَّ مَرَّ بِأَبِي بَكْرٍ فَدَعَاهُ فَخَرَجَ إِلَيْهِ، ثُمَّ مَرَّ بِعُمَرَ فَدَعَاهُ فَخَرَجَ إِلَيْهِ، ثُمَّ انْطَلَقَ يَمْشِي حَتَّى دَخَلَ حَائِطًا لِبَعْضِ الْأَنْصَارِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِصَاحِبِ الْحَائِطِ: ” أَطْعِمْنَا بُسْرًا ” فَجَاءَ بِعِذْقٍ فَوَضَعَهُ، فَأَكَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَصْحَابُهُ، -ثُمَّ دَعَا بِمَاءٍ فَشَرِبَ، ثُمَّ قَالَ: ” لَتُسْأَلُنَّ عَنْ هَذَا النَّعِيمِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ” فَأَخَذَ عُمَرُ الْعِذْقَ فَضَرَبَ بِهِ الْأَرْضَ حَتَّى تَنَاثَرَ الْبُسْرُ، قِبَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ قَالَ: يَا نَبِيَّ اللهِ إِنَّا لَمَسْئُولوُنَ عَنْ هَذَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ؟ قَالَ: ” نَعَمْ، إِلَّا مِنْ ثَلَاثٍ، خِرْقَةٍ يَسْتُرُ بِهَا الرَّجُلُ عَوْرَتَهُ، وَكِسْرَةٍ يَسُدُّ بِهَا جَوْعَتَهُ، أَوْ حجْرٍ يَدْخُلُ فِيهِ مِنَ الْحَرِّ وَالْقِرِّ “.[شعب الإیمان4281]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب