روزنه، د اسلامی حرکت اساسي خښته

مسلمان دعوتګر تل خپل ځان ته پاملرنه كوي ترڅو يې د يوه روزنيز پروګرام مطابق منظم او په داسې ډول روزنه وكړي چې د ژوند ټول اړخونه پكې رعايت شوي وي. د ژوند مشغولیتونه یې د هيرې لامل نه ګرځي او نه يې يو اړخ په بل غالب كيږي، په دې سره يې شخصيت برابريږي، او په عين حال كې خپل معنوي فيوضات په نورو هم اوروي.
که څه هم په وروستيو كلونو كې يو څه كتابونه په دې ډګر كې لیکل شوي چې د اسلامي روزنې، د نښانو، موخو او وسائلو په اړه بحث كوي او دا پخپله يوه مثبته څرګندونه ده. خو بيا هم په دې اړه مختلف نظرونه شته چې دا كتابونو له متفاوتو نظرياتو سره دا قضيه روښانه كوي او مختلف اړخونه يې واضح كوي.
مخكې له دې نه چې د اسلامي خوځښت روزنيز پروګرامونه د څيړنې او مناقشې لاندې واچوو لازمه ده چې بايد د مسلمانانو د قضيې په اړه يو لنډ فكر وكړو تر څو پوه شو چې مونږ چيرته يو او په كوم ځاى كې بايد ودريږو؟ ځكه ذاتي پيژاندنه بايد د پلان جوړولو نه وړاندې وي او د ناروغۍ پيژاندنه بايد د دارو له تعين نه مخكې وي. نو څنګه مونږ كولى شو چې مناسب روزنيز منهجونه مقرر كړو مخكې له دينه چې خپاره مرضونه مو لا نه دي تشخيص كړي؟
همدا منهجونه دي چې مسلمان فرد جوړوي او د دې اهل يې جوړوي چې د اسلامي امت ناروغيانې په مختلفو پړاوونو كې په خپله مع

الجه كړي، نو د هر څه نه وړاندې بايد دا پوښتنه مطرح شي چې نن ورځ د مسلمانانو قضيې كومې دي؟

د اسلامي نړۍ مهمې قضيې

اسلامي نړۍ نن په داسې پړاو كې ژوند كوي چې د بې وزنۍ پړاو ورته ويلى شو سره له دينه چې جغرافيي پراختيا او بې شماره ثروتونه د ټولو نه غوره استراتيژيك موقعيتونه په لاس كې لري، اوسيدونكي يې د د نړۍ له څلورمې برخې نه زيات نفوس تشكيلوي، پرته د ځينې ځمكو نه لكه فلسطين چې اوس هم تر اشغال لاندې پروت دى، نورې اكثره اسلامي ځمكې په ظاهره توګه له سياسي ازادۍ نه برخمنې دي او په ملل متحد كې يې چوكۍ نيولي دي خو د دې سره سره بياهم په مختلفو ډګرونو كې د پرديو تر تاثير لاندې شپې سبا كوي.
د  تبشیر تر ګوزار لاندې

تبشيري لښكرې (د عيسويت لور ته مبلغين) د اسلامي ځمكو په طول او عرض كې موجودې دي او د كار بنسټ يې هماغه قاعده ده چې د مبشرينو مشر”زويمر”په قدس كې جوړ شوي نړيوال تبشيري كنفرانس كې اعلان كړه او وې ويل:
“له مانه دا پوښتنه مه كوئ چې څومره مسلمانان دې عيسويان كړل؟ بلكې دا پوښتنه رانه وكړئ چې نن څومره مسلمانان د اسلام پر ضد كار كوي ”
هر کال په ملياردونو ډالر دې لښكرو ته چې د اسلام پر ضد يو او بل وخت كار كوي او په دې كار كې بريالي شوي وركول كيږي او كله نا كله د

د جمعيت اصلاح درې ورځنی تربيتي سيمينار

مسلمانانو پر ضد حركتونه په كار اچوي او هيڅ فرصت نه وركوي تر څو په اسلامي هيوادونو كې امنيت او سوكالي رامنځ ته شي او يا پرمختګ وكړي. د “بيافرا” جنګونه په “نايجيريا” كې د سوډان د جنوب جنګونه او د هند جنګونه، د اندونيزيا، لبنان، قبرص، چاد او همدا ډول نور جنګونه د همدوي د فعاليتونو بيلګې دي.
نو كله چې تبشير د صليبي استعمار د مهمو پايو څخه حسابيږي د استعمار وجود او د عقيدو خپرول يې تضمينوي، د تعليم او روزنې نظام د دوى په ټولو پړاوونو كې د مهمترينو وسائلو څخه دى چې صليبي مبشرين اكثره پرې باوركوي او ډيرې برياوې يې له همدې لارې نه لاس ته راوړي. دوى د معهدونو او پوهنتونونو له لارو نه د اسلامي شخصيت په مسخ كولو كې دومره برياوې لاسته راوړي چې نظامي قوت يې د لاسته راوړلو نه عاجز وه.

د استشراف فتنه

په تبشير پسې، استشراق صحنې ته راغى تر څو ثقافتي او فرهنګي خاليګاه په هر ډګر كې ډكه وساتي تر كوم ځاى پورې چې اسلامي كتابتونونه تر اوسني دور پورې د داسې طبقې تر سيوري لاندې داسې افكار خپاره شول ترڅو پاتې اسلامي ارزښتونه هم له منځ نه ويسي او ځاى يې غربي سيكولاريستي افكار ونيسي.
دغه افكار وه چې زمونږ معهدونو، پوهنتونونو، روزنيزو مركزونو او زمونږ رسنيو يې خپرول په غاړه واخيستل او دومره پرمختګ يې وكړ چې اسلام نا اشنا وګرځيدل او له لاسونو وغورځيد ان خبره ديته راورسيده چې ډير پوه پوه خلك په دې شرميږي چې اسلام ته منسوب شي. د دې فكر شكست پايلې هماغه ډول شوې څنګه چې غاصبو او استعمارګرو ځواكونو غوښتل او مسلمانان چې يو امت وه يوه پر بل پرته د تقوا او صالح عمل نه هيڅ برتري نه درلوده، اوس د اسلام د راتګ نه د مخكينيو فرهنګي ميراثونو په لټه كې دي او هر چا د جاهليت د دور په اثارو پسې ځان اچولى ان تر دې چې كوم قومونه دا ډول ميراث نه لري، د هغوى لپاره يې له ځان نه ميراث او تاريخ جوړكړ ترڅو هر قوم په خپلو قومي ميراثونو افتخار وكړي او نور ورته را وبلي او خبره ديته را ورسيده چې دا كوچني دولتونه، د اسلام جهاني فكر او تصور د خپلو جغرافي ملي او قومي و جود او كيان لپاره خطر ګڼي.
د دې انحرافي افكارو په سيوري كې اسلامي خلافت را وغورځيد او ممتلكات يې كوچنيو متخاصمو او متحاربو دولتونو ته وويشل شول هر يوه دولت د بل پر ضد جګړه وكړه هريوه هڅه وكړه چې په يوه ستر ځواك بدل شي.
طبيعي خبره ده چې دا ضعيف او محكوم دولتونه دا وس نه لري چې سياسي، اقتصادي او يا علمي نهضت رامنځ ته كړي او كه احيانا د دې ډول تحركاتو په فكر كې شي، نړيوال استكباري قوتونه ورته په سياسي، فكري، سرحدي او منطقيي اوضاعو كې ستونزې رامنځ ته كوي ترڅو بيرته د وحشت او پيروۍ دور ته مخ ور وګرځوي.
څنګه يې چې د مسلمانانو مليت او قومي فكر، ټوټه ټوټه كړى دى، همدا ډول يې د مسلمانانو مذهبي او فكري اختلافات هم مختلفو ډلو او اديانو ته ويشلي يو پر بل د كفر فتوا وركوي!

د سیکولریزم دام

د اسلامي شريعت ځاى د غرب جوړ كړو سيكولاريستي قوانينو ونيولو، او كه چيرې د دې هيوادونو په اساسي قوانينو كې واړه مواد لكه “د اسلام د دولت رسمي دين “يا “اسلامي شريعت يوازنى مصدر د قانون دى” ليدل كيږي، دا ټول د خلكو په سترګو كې خاورې اچول دي هيڅ علمي ارزښت نه لري فقط څه نصوص دي ترڅو پرې اساسي قوانين ښائسته وي.
سيكولر بې دينه ټولنيز روابط زمونږ ټولنيز ژوند ته ور داخل شول او د ښځې د ازادۍ تر نامه لاندې نغمې اورو او حال دا چې د دوى اساسي هدف ترې د كورنۍ ورانول او د اسلامي ټولنې بنسټ له منځ نه وړل دي.
په اقتصادي اړخ كې، سودي بانكونه، لكه نړيوال بانك زمونږ په اقتصاد باندې حاكم دي په نتيجه كې يې زمونږ ټولې شتمنۍ ضايع شوې او طبيعي منابع په اكثرو سيمو كې زمونږ د بدبختۍ او مصيبت په اسبابو بدل شول.

دا وو د مسلمان حالت

دا د مسلمانانو د نن ورځې حالت دي، د اسلامي امت شخصيت يې مسخ كړ او د مسلمانان شخصيت يې په يوه داسې بې ارزښته شي بدل كړ چې ډير مشكل سره كولى شو چې اسلامي امت ته يې منسوب كړو، هغه امت ته چې تل يې سرلوړى او عزتمند ژوند كړى.
كه اسلامي خوځښتونه غواړي چې د دې امت وحدت او اصالت بيرته را وګرځوي او شخصيت يې بيرته د اسلام پر اساس او د اسلامي ارزښتونو پر اساس ودان كړي، دا په داسې حال كې چې دوى د دې كار لپاره روزنيز پروګرامونه جوړوي، بايد دا ټولې ناروغيانې چې د اسلامي امت بدن ته رسيدلي په پام كې ونيسي او كه دې هدف ته د رسيدلو لپاره روزنيز پروګرامونه نيمګړي يا جزئي وه د يوې برخې علاج كوي د بلې نه كوي، په هيڅ صورت به د يوه داسې مكمل اسلامي شخصيت په جوړولو كې موفق ونه اوسي. چې وكولى شي د اسلامي ژوند په بيا رغونه كې خپل رول ادا كړي.
پر همدې اساس كوم كسان چې په اسلامي امت كې د تغير د راوستلو په هڅه كې دي بايد د مسلمانانو او سنۍ اوضاع د واقعيت په سترګو په دقيقه توګه مطالعه كړي او ټول مسائل يې معلوم كړي. كه داسې دقيق فهم ونه لري، نو اصلا دى پخپل ځان كې په تغير را وستلو كې عاجز دى نشي كولى په ټولنه كې بدلون راولي.

د اسلامی روزنې اساسي ټکي

اسلامي روزنه بايد د مسلمان اصالت او عزت را اعاده كړي چې اسباب يې په لاندې ډول دي.

  • پوهه، معرفت او فكري عقلي طاقت لوړول.
  • سياسي درايت، اقتصادي او ټولنيزه رغونه.
  • د روحي، ايماني او اخلاقي اړخ جوړول.
  • قوت لاسته راوړل او ورسره يې ټول وسائل.

او پرته له دې بشپړ حركت نه به، روزنيز پروګرامونه پرته د سطحي درملنې نه بل څه نه دي د ژوند د برخو نه به يوه برخه جوړوي اونورې به بې معنى پريږدي.
پر همدې اساس مونږ په پوره تاكيد سره ويلى شو چې څوك د امت د اصلاح د كار لپاره مټې رانغاړي بايد دغه ډول بشپړه روزنه په پام كې ولري او ورته پابند واوسي.
که څه هم چې روزنه په خپلو اساسي او كلي اهدافو كې يوه ده خو ولې په مرحليي او تكتيكي اهدافو كې د ځان او وخت پر لحاظ مختلفه كيږ ي او د امت د نننيو ستونزو مطابق وړاندې كيږي، د مثال په ډول اسلامي امت غواړي چې فلسطين له يهودي اشغالګرانو ازاد كړي او د هغه ازادول يې د خپلې روزنې اساسي هدف ګرځولى دا ډير توپير لري د هغه امت د روزنې د اهدافو او كړنلارو سره چې ځواكمن او ځاى په ځاى وي.
په لنډه توګه داسې ويلى شو تربیوي اغيزمن او فعال كار هغه دى چې له زمانې سره يو ډول روان وي او د امت او ضاع پام كې ونيسي. د امت د ستونزو او ناروغانو درملنه وكړي او مسلمان داسې و روزي چې بشپړ شخصيت ولري او د زمانې او وخت سره برابر وي.

د اسلامي روزنې ځانګړتياوې

اسلامي روزنه څه خاص ځانګړتياوې لري چې په لاندې ډول يې را خلاصه كولى شو

۱: د صالح انسان جوړولو ته پاملرنه كوي:

ټول فكري او روزنيز مكاتب كوښښ كوي چې صالح هيوادوال برابر كړي ترڅو د خپل هيواد خدمت وكړي او اخلاقيات يې د قومي او ملي مصالحو رنګ واخلي اګر كه د بل چا په حساب وي.
د مثال په ډول كه برطانيا درك كړي چې ځينې اخلاقي ارزښتونه لكه وفا په ژمنه، رښتينولي په تعامل كې، په توليداتو كې جعل كاري نه كول وغيره د دوى د هيواد مصالح تامينوي نو هيوادوال به يې دې ارزښتونو ته پابند اوسيږي ترڅو د خپل هيواد د مصالحو په تامينولو كې برخه واخلي. او كه د برطانيا ګټې په دې كې وي چې هيوادوال يې درواغ و وايي د نورو په ګټو تيرى وكړي د نورو اشغالولو ته لاس واچوي، په تجارت كې فريبكاري وكړي او فاسد دارو او مواد صادر كړي او با لاخره د نورو ملتونو وينې وڅښي، هغوى به دا كار هم وكړي او بيا به هم دوى د برطانيا په نظر كې با اخلاقه انسانان وي ترڅو په هرځاى كې د خپل هيواد د ګټو د تحقق لپاره كار كوي نو د روزنې اساسي هدف د صالحه هيوادوالو جوړول دي.
اسلام د دې دوه مخي توب نه په اخلاقو او ارزښتونو كې بيزار دى او د ګټو مطابق اخلاق نه قبلوي. ځكه د اسلام له نظره اخلاق يو ايماني ارزښت او د تمدن يوه پايه ده مسلمان بايد په هر ډول شرائطو كې ورته پابند وي اګر كه پايلې يې هر ډول ولې نه وي. نو مسلمان نه له مسلمان سره خيانت كوي او نه له كافر سره، مسلمان پخپل هيواد كې هم رښتونى وي او له هيواد نه بهر هم رښتونى وي، كه يو مسلمان ووينو چې دې اصولو ته پابند نه وي بايد پوه شو چې اسلام يې سم نه وي پيژاندلى او تربوي ټولنو په سمه توګه د هغه روزنه نه ده كړې.
د اسلامي روزنې سالم او موفق مركزونه هماغه دي چې مساوي او برابرې بيلګې په اخلاقي ارزښتونو كې وړاندې كوي، اګر كه رنګونه يې مختلف وي قومونه يې مختلف وي او ګټې يې هم مختلفې دي خو ولې په اسلامي اخلاقو كې يو رنګ دي او يو بل سره ورونه دي.

۲ – په بشپړه توګه رباني وي:

د اسلامي روزنې د الهي او ايماني كيدلو اړخ د ټولو اړخونو نه مهم دى ډير خطر او ژور اغيز لري په دې لاره كې ځكه لومړنى هدف د اسلامي روزنې، د مؤمن انسان جوړول دي.
ايمان د اسلام په نظر كې يوازې تشه دعوه يا يوه مجرده خبره نه ده بلكې يو حقيقت دى چې وړانګې يې عقل ته رسيږي او قناعت پرې كوي، انساني عواطفو باندې اغيز كوي نو راولاړيږي، په اراده باندې اغيز كوي په حركت يې راولي ترڅو د نورو د حركت سبب شي. لكه چې په حديث قدسي كې راغلي چې
“ايمان هغه دى چې په زړه كې ځاى ونيسي او عمل يې تصديق كړي ”
او الله تعالى فرمايي:
{ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمْ الصَّادِقُونَ } (الحجرات ۱۵)
“حقيقي مؤمنان هغه كسان دي چې په الله او رسول يې ايمان راوړي، بيا يې هيڅ شك نه دى كړى او په لاركې يې په خپل مال او سر سره جهاد كړى. بس همدغه رښتيني خلك دي ”
ايمان په اسلامي نظر كې يوازې يو ذهني معرفت لكه د متكلمينو او فلاسفوو د معرفت په څير نه دى او نه د صوفيانو په څير يو روحي ذوق دى او نه يو مجرد تعبدي سلوك دى لكه د زاهدينو اونساكو د سلوك په څير بلكې ايمان له دې ټولو جوړ او د افراط او تفريط نه سالم دى له ايجابيت نه برخمن دى چې ځمكه يې په حق ودانه كړې انساني ژوند له خير نه ډكوي او انسان د رشد او بشپړتيا په لور راكاږي.

د زړونو جوړول

د اسلامي روزنې پايه ژوندى زړه جوړول دي چې په الله تعالى پورې تړلى وي په ملاقات او حساب يې يقين لري، د رحمت يې اميدوار او د عذاب نه يې په ويره كې وي.
يعني:”پوه شئ چې دانسان په بدن كې يوه د غوښې ټوټه ده كه چيرې جوړه شي ټول بدن به جوړ وي او كه خرابه شي ټول بدن به خراب وي او هغه زړه دى.”
ژوندى زړه د الله تعالى د نظر ځاى وي د هغه ټول تجليات او انوار پرې راوريږي.”الله تعالى ستاسې شكلونو ته نه ګوري بلكې ستاسې زړونو ته ګوري ”
او همدا زړه يوازنۍ تكيه ده چې بنده به يې په ورځ د قيامت وړاندې كوي ترڅو د نجات وسيله شي.{ يَوْمَ لا يَنْفَعُ مَالٌ وَلا بَنُونَ () إِلاَّ مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيم }(الشعراء ۸۸ ۸۹)
“په هغه ورځ چې نه مال ګټه رسولاى شي او نه ځامن. مګر هغه ګټه يوازې د هغه چا ده چې الله تعالى ته په پاك زړه ورشي.”
انسان پرته د داسې په ايمان باندې ودان او په نوريقين باندې روښانه زړه نه مړى حسابيږي اګر كه خلك يي ژوندي بولي.
{ أَوَمَنْ كَانَ مَيْتاً فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُوراً يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا } (الانعام / 122)
“ايا هغه څوك چې مړ ؤ مونږ ژوندى كړ او رڼا مو وركړه چې دخلكو په منځ كې مخ په وړاندې ولاړشي د هغه چا په شان كيداى شي چې په تيارو كې راګير او په هيڅ توګه ترې وتلاى نشي؟ ”
له همدې كبله اسلامي روزنې د زړونو ژوندي كولو ته توجه كړې تر څو مړه نشي او ودانولو ته يې پام اړولى تر څو وران نه شي او نرمولو ته يې پام اړولى ترڅو په قساوت او سختۍ كې اخته نشي.
{ أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنْ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمْ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ } (الحديد ۱۶)
“ايا مؤمنانو ته هغه وخت نه دى را رسيدلى چې د الله ذكر او نازل شوي حق ته يې زړونه نرم شي؟ او د هغو كسانو په شان نه شي چې وړاندې كتاب وركړل شوى وو خو چې اوږد وخت پرې تير شو نو زړونه يې كلك شول.”
د همدې روزنې له كبله مؤمن زړه ټولې سختيانې اسانه ګڼي، هرتريخ خوږ محسوسوي او هر ډول عذاب په خوشحالۍ قبلوي سختيانې او زحمتونه هيڅ شى نه ګڼي بلكې خوند ترې اخلي ترڅو چې د الله تعالى لپاره او دهغه په لار كې وي!
او د انسان زړه د جسم په څير درې شيانو ته اړتيا لري:

  • وقايې ته اړتيا لري ترڅو خوندي پاتې شي.
  • غذا ته اړتيا لري ترڅو ژوندى پاتې شي.
  • درملنې ته اړتيا لري ترڅو شفا بيامومي.

د شهوتونو بازار

لومړنى شى چې زړه ترې خوندي ساتل واجب دي، د دنيا مينه ده. ځكه د دنيا مينه د ټولو ګناهونو سر او د ټولو ناروغيانو اساس دى او يوازنۍ وسيله يې د وقايې يقين په اخرت، د الهي نعمتونو را په يادول، موازنه په مابين د بې ارزښتۍ د هغه څه كې چې مونږ سره دي او عظمت د هغه څه كې چې د الله تعالى سره دي، ده.
الله تعالى فرمايي: { مَا عِنْدَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ بَاقٍ } (النحل ۶۱)
“هغه نعمتونه چې له تاسې سره دي له منځه ځي او هغه چې له الله سره دي تل پاتې دي”
په بل ځاى كې فرمايي:
{زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنْ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنْ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الْمَآبِ () قُلْ أَؤُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرٍ مِنْ ذَلِكُمْ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِنْ اللَّهِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَاد}  (ال عمران ۱۴ ۱۵)
“خلكو ته د شهوتونو مينه ښائسته كړى شوې ده چې له ښځو، زامنو د سرو او سپينو زرو له را ټولو شوو خزانو، په نښه كړى شوو اسونو، څارويو او كښتونو څخه عبارت دي. دا څيزونه د دنيوي ژوند ګټه ده. او د ورتګ ښه ځاى له الله سره دى. اى محمده! ووايه له دې څخه غوره څيزونه تاسو ته وښايم؟ د هغو كسانو لپاره چې له الله څخه وډار شي د تل لپاره داسې باغونه دي چې ويالې به پكې روانې وي پاكې كړاى شوې ښځې او د الله رضا به يې په برخه وي. او الله تعالى خپل بندګان ښه او پوره ويني ”
او د دې مادي شهوتونو (د خيټې او فرج شهوتونه، د مال مينه او د منصب مينه) تر شا له دې نه ډير خطرناك شيان پراته دي، چې هغه د زړونو شهوات او د نفسونو هيلې دي. د نفس هيله د ټولو نه بدترين اله دى چې د ځمكې په سر يې عبادت كيږي.
{ فَإِنْ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِنْ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ } (القصص ۵۰)
“نو كه ستا غوښتنه يې پوره نه كړه نو پوه شه چې دوى په خپلو هيلو او هوسونو پسې روان دي. او له هغه به لوى بې ليارې څوك وي؟ چې د الله تعالى هدايت او ښوونه پريږدي او دخپلو هوسونو پسې روانيږي؟ بې له شكه الله پاك ظالم قوم ته روغه ليار نه ښايي.”
پرته د شك نه د مقام پرستۍ شهوت د برلاسيتوب مينه د الله تعالى پر مخلوق د برترۍ احساس، د شهوت غوښتل له خلكو د ستاينې غوښتل، د عوامو د تاييد په لاسته راوړلو كې كوښښ او خواصو ته چاپلوسي او همدا ډول نورې ناروغيانې، هغه وژونكې وباګانې دي كه زړونو ته ورسيږي ړندوي او كڼوي يې يايې هلاكوي.ډير د تاسف ځاى دى چې اكثره خلكو دې معنوي مهلكاتو ته نه ګوري چې افراد او ټولګي رانيسي د دې په ځاى يې ټول پام ظاهري مهلكاتو ته لكه غلا، زنا شراب خوړل و غيره ته اړولى البته په دې كې شك نشته چې دا ټول د انسان د هلاكت سبب جوړيږي. خو ولې د دې خطر كو او اسانه دى.
اسلامي روزنې ډيره توجه ايماني او رباني اړخ ته وركړې پراخه برخه يې ترې نيولې او په پوره دقت او جدي پام سره بيايي ترڅو د اسلامي امت راتلونكي نسل داسې و روزي چې ټولو اعمالو كې يې توجه يوازې الله تعالى ته وي او د دې شاته پرته د الله تعالى د رضا نه بل څه ته په انتظار نه وي.
{ قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَاي وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ () لا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ } (الانعام ۱۶۲ ۱۶۳)
“اى محمده! و وايه چې زما لمونځ زما قرباني زما ژوند او زما مرګ يوازې د هغه الله لپاره دي چې رب د عالميانو دى. شريك نه لري يو دى. په همدې كار زه ګومارل شوى او له هرچا زه لومړنى سر ټيټوونكى يم.”
هر هغه اسلامي خوځښت چې د خپلو اولوياتو په سر كې د خپل اولاد ايماني روزنه ونه ګرځوي او خپل غړي داسې ونه روزي چې ځان، مال او وخت د الله تعالى په لاره كې هيڅ شى ونه ګڼي د خپلو نفسي غوښتنو څخه د الله تعالى د رضا لپاره تنازل وكړي، هغه خوځښت يو بې ميوې او نا كامه خوځښت دى خپل وختونه په داسې كارونو كې ضايع كوي چې ترې لاندې فائده نشته.
هر چې د زړونو غذا ده نو هغه د الله تعالى سره په مسلسل تړاو سره لاس ته راځي، او د الله تعالى په ذكر، شكر ښه عبادت سره قوي كيږي.
{ وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ } (الذاريات ۵۶)
“او ما پيريان او انسانان له دې نه پرته د بل هيڅ شي لپاره نه دي پيدا كړي چې هغوى به زما بندګي او عبادت كوي.”

د اسلامی روزنې اساسی اسباب

هغه اساسي عناصر چې اسلامي روزنه پرې د عبادت د مؤثر كيدو لپاره پرې تركيز كوي په لاندې ډول دي:  سنتو ته التزام او بدعتونو نه اجتناب.
فرائضو ته ډيره پاملرنه كول، لكه چې په حديث قدسي كې راغلي چې:
«… وما تقرب إلي عبدي بشيء أحب إلي مما افترضت عليه » (الصحيح البخاري)
“نه را نژدې كيږي ماته زما بنده په كوم شي ډير د هغه څه نه چې ما پرې فرض كړي دي ”
د جمعې لمانځه ته ترغيب.
نفلي لمنځونو كې ترغيب لكه چې د مخكني حديث په يوه برخه كې لولو:
« وما يزال عبدي يتقرب إلي بالنوافل حتى أحبه »
“بنده هميشه د نوافلو په اداكولو ماته رانژدې كيږي تردې چې زه بيا ورسره مينه كوم”

د الله تعالى په ذكر كې ترغيب
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْراً كَثِيراً () وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً } (الاحزاب ۴۱)
“اى مؤمنانو! الله ډير ياد كړئ. سهار او ماښام يې تسبيح و وايئ”
او غوره ذكر د قران كريم تلاوت دى ورپسې بيا تسبيح، تحميد، تهليل، تكبير، دعا، استغفار او په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې درود ويل دي.
هر چې د زړنو علاج دى تر څو شفا بيامومي كله چې د خطا مرتكب شي يا د سمې لارې نه واوړي هغه توبه او استغفار دي. په خالصه زړه توبه او صادقه استغفار د ټولو قلبي ناروغيانو درملنه ده او ديته درسيدلو يوازنۍ لاره، احساس د ګناه او د پرور ګار د عذاب نه ويره دي او بنده بايد په دې صادقانه احساس اوكامل عبوديت او تذلل سره الله تعالى ته مخ واړوي. الله تعالى فرمايي:
{رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنْ الْخَاسِرِينَ } (الاعراف ۲۳)
“اى زمونږ ربه! مونږ په خپلو ځانونو تيرى كړى دى كه ته راته بښنه ونه كړې او راباندې مهربان نه شې نو مونږ به خامخا له زيان كارانو نه وو”
او مسلمان دعوتگر… هغه چې ډيره مهمه دنده د بدلون يې په غاړه اخيستې لومړى بايد مخكې د هر كس نه پخپل ځان كې د بشپړ روزنيز رباني پروګرام مطابق بدلون راولي.

لیکنه: دوکتور مصطفی طحان
ژباړه:حزب الله ناصح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب