رمضان د ګناهونو د رژېدو میاشت
د ځمکې پرمخ بهترین انسانان چې مسلمانان بلل کیږي، یو ځل بیا د الله جل جلاله په فضل او کرم سره د رمضان روژې په مبارکه میاشت باندې ویاړل کیږي.
دغه مبارکه میاشت چې د اسلامي امت لپاره په کې د ګناهونو د رژېدو او دمغفرت ارزښتناک چانس موندل کیږي او د یو کال د ګناهونو کفاره ګرځېدلې؛ په هرمسلمان دا لازمه ده، چې ددې مبارکې میاشتې اهمیت له لاسه ورنکړي او په ټولو شرایطو باندې یې ځان پوه او ویې نیسي.
دغه مبارکه میاشت، چې د اسلام له نظره یې په هر مسلمان باندې نیول فرض شوي، یواځې په محمدي امت نه ده فرض شوې؛ بلکې په پخوانیو امتونو هم د الله تعالی لخوا فرض ګرځول شوې وه چې الله تعالی یې په لاندې ایت کې وضاحت کړی دی: رمضان او د بدلون بېلابېل اړخونه رمضان او د بدلون انګیزې
ژباړه :ای مؤمنانو! روژه درباندې فرض کړی شوې ده ،لکه چې فرض کړی شوې وه په هغه خلکوچې له تاسو څخه وړاندې تيرشوي ، یعنې وړاندينې قومونه اوامتونه ، دا ددې لپاره چې تاسو ځانونه دګناهونوڅخه وساتئ اوپاک شئ. (۱۸۳ البقرة)
دغه آیت د روژې د فرضیت لپاره نازل شوی او په دې کې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم امت ته یوه تصلي هم په سترګو کیږي، چې روژه په پخوانیو امتونو باندې هم فرض وه، آن تر حضرت آدم علیه السلام پورې د روژې فرضیت ثابت شوی دی، خو د هر امت لپاره البته یو شان نه وه فرض شوې.
د ګناهونو د بښلو لپاره تر ټولو غوره میاشت همدغه ده، او که څوک وغواړي، چې د الله تعالی سره قربت حاصل کړي، نو بې له شکه هرڅوک کولی شي، چې خپل ځان لوی الله ته محترم کړي او د خپلو ګناهونو له پیټې نه ځان خلاص کړي، ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي:
و عن عبادة رضي الله تعالى عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال يوما وحضر رمضان : اتاكم رمضان شهر بركة يغشاكم الله فيه ، فينـزل الرحمة ، ويحط الخـــطايا، ويستجيب فيه الدعاء . الترغيب والترهيب ۱\۲۵۶
ژباړه : عباده رضی الله تعالی عنه وایي: چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم په یوه داسې ورځ کې داخبره وکړه، چې درمضان المبارک میاشت داخله شوې وه، چې تاسوته یوه داسې میاشت راغلې ده، چې له برکت څخه ډکه ده ، اولوی الله به موپه خپلو رحمتونوکې پټ کړي، دالله تعالی رحمتونه به نازلېږي ، ګناهونه به رژیږي او دعاوې به قبلیږي.
د پورته حدیث شریف نه دا ثابته شوه، چې د روژې مبارکه میاشت ددعاوو د قبلېدو لپاره ځانګړې شوې ده او هرڅه چې د الله تعالی نه وغواړې، درنه به یې درېغ نه کړې.
نو د هر مسلمان لپاره لازمه ده، چې دغه میاشت په پوره عبادت سره تېره کړي او د الله تعالی د عبادت او بنده ګۍ نه ځان په شاه نه کړي، ځکه چې دغه میاشت درې برخې لري، چې اوله برخه یې د رحمت ده، دویمه یې د مغفرت ده او درېمه یې د جهنم داور نه د نجات برخه ده، نو که څوک لږ شان فکر وکړي او دغه میاشت په خورا عبادت سره تېره کړي نو په دې کې به هیڅ شک نه وي، چې دغه انسان به الله تعالی بښي او دا ډېره د بربادۍ خبره ده چې په چا رمضان تېر شي او مغفرت ورته ونه شي، ځکه په دې اړه بنی کریم صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دی:
)حديث مرفوع(قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : احْضُرُوا الْمِنْبَرَ ، فَحَضَرْنَا ، فَلَمَّا ارْتَقَى الدَّرَجَةَ قَالَ : آمِينَ ، ثُمَّ ارْتَقَى الدَّرَجَةَ الثَّانِيَةَ فَقَالَ : آمِينَ ، ثُمَّ ارْتَقَى الدَّرَجَةَ الثَّالِثَةَ فَقَالَ : آمِينَ ، فَلَمَّا فَرَغَ نَزَلَ عَنِ الْمِنْبَرِ ، قَالَ : فَقُلْنَا لَهُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، لَقَدْ سَمِعْنَا مِنْكَ الْيَوْمَ شَيْئًا مَا كُنَّا نَسْمَعُهُ قَالَ : إِنَّ جِبْرِيلَ عَرَضَ لِي فَقَالَ : بَعُدَ مَنْ أَدْرَكَ رَمَضَانَ فَلَمْ يُغْفَرْ لَهُ، فَقُلْتُ : آمِينَ ، فَلَمَّا رَقِيتُ الثَّانِيَةَ قَالَ : بَعُدَ مَنْ ذُكِرْتَ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيْكَ ، فَقُلْتُ : آمِينَ ، فَلَمَّا رَقِيتُ الثَّالِثَةَ قَالَ : بَعُدَ مَنْ أَدْرَكَ أَبَوَيْهِ الْكِبَرُ أَوْ أَحَدَهُمَا فَلَمْ يُدْخِلاهُ الْجَنَّةَ ، فَقُلْتُ : آمِينَ .
ژباړه: پیغمبر صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وویل، چې منبر ته رانږدې شئ، د حدیث راوي وايي مونږ منبر ته نږدې شو، کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د منبر اولې پوړۍ ته وخوت نو ویې ویل آمین. او کله چی دویمې پوړۍ ته وخوت بیا یې ویل آمین او کله چې دریمې پوړۍ ته وخوت نو بیا یې هم آمین وویل .
کله چی د آمین ویلو نه فارغ شو، نو د منبر نه راښکته شو، صحابه کرامو ورڅخه پوښتنه وکړه، چې ای د خدای رسوله! مونږ خو له تانه داسې یوڅه واوریدل چې مخکې مو له تانه نه وو اوریدلي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې جیرائیل علیه السلام راته پیشکش وکړ، او راته یې وویل: محروم دې وي هغه څوک چې رمضان داخل شي او ده ته مغفرت ونه شي، ما ځکه آمین وویل او کله چی دویمې پوړۍ ته وختم نو جبراییل علیه السلام وویل: محروم دې وي هغه څوک چه ستا یادوونه یې په مخکې وشي او پر تا باندې درود ونه وایي، نو ماځکه آمین وویل، هرکله چې دریمې پوړۍ ته وختم نو جیرائیل علیه السلام وویل: محروم دې وي هغه څوک، چې د هغوی مور اوپلار دواړه ضعیف شوي وي او یا یو له هغوی نه ضعیف شوی وي، او دی جنت ته پرې داخل نه شي نو ما وویل آمین.
د پورتني حدیث شریف نه دا ثابته شوه، چې د هر مسلمان سره باید ددې غم پیدا شي چې زه باید په روژه کې مغفرت حاصل کړم، هسې نه چې د خدا ی تعالی په عذاب کې ګرفتارشم.
دغه راز روژه د مخکینیو ګناهونو د محوه کېدو سبب کیږي. چې نبی علیه السلام فرمایي: عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: من صام رمضان إيمانا ً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه.
ژباړه: چا چې روژه د ایمان او احتساب په وجه ونیوله نو مخکیني ګناهونه به یې معاف شي. د ایمان مطلب عقیده ده یعنې یو مسلمان باید په دې ایمان ولري، چې روژه فرض ده او د احتساب نه مطلب د روژې ثواب دی، چې روژه د ثواب په نیت ونیسي او داسې فکر وکړي چې هرومرو به ماته الله تعالی ددې ثواب را په برخه کوي.
د روژې فضلیت:
د روژې د فضلیت په باره کې ډېر احادیث را نقل شوي دي، او د روژې فضائل ډیر زیات دي، چې یو څو فضائل یې ستاسو حضور ته وړاندې کوم:
ژباړه: د ابن شهاب رضی الله تعالی عنه څخه روایت نقل شوی چی ابو هریره ـ رضی الله تعالی عنه ویلی دي چې نبی کریم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمایی : کله چې د رمضان مبارکه میاشت پیل شي د اسمان دروازی خلاصې شی او د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په ځنځیرونو کی وتړل شي . صحيح البخاري
دا چې د جنت دروازې خلاصې او د جهنم دروازې بندې وي او شیطانان تړل شوي وي، نو ثابته ده،چې همدغه د دعاء او عبادت میاشت ده. همدا راز دهمدې خبرې د اثبات لپاره په یو بل حدیث کې هم یو روایت را نقل شوی دی:
ژباړه: د ابو هریره ـ رضی الله تعالی عنه ـ څخه روایت دی وایي چې نبی کریم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ویلی دي : کله چې د رمضان المبارک لومړنۍ شپه راورسیږي شیطانان او سرکښ پېریان وتړل شي، د اور دروازې بندې شي ، د دې څخه یوه دروازه هم خلاصه نه وي، او دجنت دروازې خلاصې شي یوه دراوزه یی هم بنده نه وي ، او یو اواز کوونکی اواز کوي : ای د خیر غوښتونکیه خیرته مخه کړه ، او ای د شر غوښتونکیه ، د شر څخه لاس واخله ، او الله تعالی د رمضان په هره شپه د اور څخه خپل بنده ګان ازاد وي. سنن الترمذي
نو الله جل جلاله دې ددې مبارکې میاشتې په برکت زمونږ ټول اعمال اصلاح او دبښنې وړ وګرځوي.