مور څوک ده؟

هغه ګل بوټۍ ده چې د ژوند په هره برخه کې خپل دمينې څانګې غزوي مور هغه ګل ونه ده چې خپل هره څانګه کې ګلونه زيږوي يوه مورهغه وخت دخوشحالې احساس کوي کله چې د اميدونو څانګو کې دخپل ارمانونو غوټۍ په غوړيدو وويني يوه ګل بوټۍ هغه وخت دخلکو توجو ځانته جبلوي چې کله دڅانګو ګلغوټۍ په غوړيدو شي  د يوې مورمخ کې هغه وخت دخوشحالې واقعی څيره ليدل کيږي کله چې دخپل اولاد دبرې زيرې واوري يوه مورهغه وخت کې ډير دخوشحالې احساس کوي چې خداې ورته نيک عمل  اولادونه ورکړي وي او دخپل اولاد دښه ابتکار خبرواوري يوه مورهغه وخت کې ډير دخوشحالې احساس کوي چې  خپل اولاد کې دځوانی علامې وويني دا ګلبوټۍ هغه وخت زر وچيږي چې د ارمان دڅانګو نه يې  ګل  ورژيږي  نو مورهغه ګل بوټۍده چې تل پالنې ته ضرورت لري دا ګل بوټۍ د خداې تل تازه لري چې دارمان ګلونه يې تل په غوړيدو وې

موردهغه ګلونو غونچه ده چې په هرځل ليدو يې دانسان زړه کې داميدونو هنداره دورايه پړکونه

دمورزړه دمينې اومحبت هغه هنداره ده چې په دونيا کې يي سارې نه لري

مورهغه موجود ده چې دهغې په رضايت کې دجنت مقام ته ځان رسول دی

مور هغه فرشته ده چې دسکون زانګو په خپل غيږه کې لري

your ads

مورهغه ارمان دی چې دژوند په هره مرحله کې ورته اړتيا ليدله کيږي د

مورمينه هغه ونه ده ده چې دعمر په تيريدو سره هغه بيابيا ځوانيږي

مورهغه هيله ده چې که څوک يې دلاسه ورکړي نو بيا يې لاسته راوړلې نه شي په ژوند کې هرڅه به پيدا شي خو

موراوپلارهغه دګلانوغونچي دي که ورژيږي بيا يې څوک ټوله ولاې نه شي  رژيدلي ګلان تل خاوري ګيږي خو دښايست توصيف يې په ژبو کې نغمې جوړوي سندرې پينځوي او باربار دمينې خوږو لمحو ته يې وربولي او ځان ورته يادوي  نو راځې چې دګلونودغونچې خدمت وکړوداګلان تازه وساتو او جنت پلورې لاره ومو مو

زرلښت حفيظ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب