د یو صحرايي صحابي پوښتنې او د رسول الله ص ځوابونه

دیوه صحرايې صحابي رضی الله تعالی عنه پنځه ویشت پوښتنې ،اودرسول الله صلی الله علیه وسلم جوابونه

یوصحابي [چې په صحراکې اوسیدو] درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضرشواوعرض یې وکړچې ای دالله رسوله ! زه یوڅوپوښتنې لرم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : چې وایه څه وایې ،هغه عرض وکړای دالله رسوله !

۱= پوښتنه : زه غواړم امیراومالدارشم ؟

جواب: دقناعت په اختیارولوسره به امیرجوړشي،

۲= پوښتنه : زه ترټولو سترعالم جوړیدل غواړم ؟

جواب: تقوی غوره کړه سترعالم به شـي ،

۳= پوښتنه : زه غواړم ډيرعزتمن شم ؟

جواب : دمخلوق په وړاندي لاس غزول (دڅه غوښتنې لپاره) بندکړه عزتمن به شي،

۴= پوښتنه : زه غواړم یوښه سړی شم ؟

جواب : خلګوته ګټــه رســوه ،

۵= پوښتنه : زه غواړم چې ډیرعادل شم ؟

جواب : هغه څه چې دخپل ځان لپاره یې خوښوي دبل مسلمان ورورلپاره یې هم خوښوه ،

۶= پوښتنه : زه خپل ځان ډيرزورور کیدل غواړم ؟

جواب   :   په الله جل جلاله توکــل اواعتمادکوه ،

۷= پوښتنه : زه دالله جل جلاله په دربارکې یوه لویه مرتبه غواړم ؟

جواب:دخدای جل جلاله ذکــرډيرډيرکوه ،

۸= پوښتنه : په رزق کې پراختیاغواړم ؟

جواب:همیشه په اوداسـه سره ګرزه ،

۹= پوښتنه :زه غواړم زمادعانې قبولي شي،

جواب:حرام مه خوره ،

۱۰= پوښتنه : زه غواړم چې دکامل ایمان خاوندشم ،

جواب : ښه اخــلاق خپل کړه ،

۱۱ = پوښتنه  : غواړم دقیامت په ورځ دالله جل جلاله په دربارکې له ګناهونونه پاک حاضرشم ،

جواب : له جـــنب کیدلونه پس سمدستي غسل کوه ،

۱۲= پوښتنه : دګناهونوکمی غواړم .

جواب : استغـــفارډیرډيروایه ،

۱۳= پوښتنه :دقیامت په ورځ په نورکې راپورته کیدل غواړم .

جواب : ظلـم پریږده ،

۱۴= پوښتنه : زه غواړم چې الله جل جلاله په مارحم وکړي،

جواب : دخدای جل جلاله په بنـــدګانورحم کوه ،

۱۵= پوښتنه : زه غواړم چې الله جل جلاله زماپرده پوشي وکړي،؟

جواب : دخلګوپرده پوشــــي کوه ،

۱۶=پوښتنه : له رسوایې نه ځان خلاصول غواړم ؟

جواب : له زنا څخـه ځان ژغوره ،

۱۷=پوښتنه : زه غواړم الله جل جلاله اورسو ل دواړوته محبوب شم ؟

جواب : دخدای اودرسول له محبــوب سره محبت کوه

۱۸= پوښتنه : دخدای جل جلاله حکم منونکی جوړیدل غواړم؟

جواب : دفرائضوډیراهتمـــام کوه

۱۹=پوښتنه : احسان کـــــونکی جوړیدل غواړم ؟

جواب : دخدای جل جلاله داډول بندګې کوه لکه ته چې هغه وینــــې ،اوهغه خوتاوینې ،

۲۰= پوښتنه : ای دالله رسوله کوم شیئ سره ګناهونه بخښل کیږي؟،

جواب : په اوښـکو، عاجزي ، اوناروغـي سره ،

۲۱= پوښتنه : ددوزخ اورکوم شیئ سړولی شي،؟

جواب : ددنیـــــاغمونه ،

۲۲= دخدای جل جلاله قهـــرپه څه شي سره کمیږي ؟،

جواب : په پټه پټــه صدقه ،   اوصله رحمي یعنې خپلوي پاللوسره

۲۳= پوښتنه : ترټولوبدشــیئ څه دی ،؟

جواب : بداخــلاقي ،اوبخـل ،

۲۴= پوښتنه : ترټولوښــه شیئ څه دی ،؟

جواب : ښه اخلاق ، تواضـع ،اوصبر

۲۵= دالله جل جلاله له غضب نه به په څه ډول خلاصیږم ؟

جواب : په خلګــوباندي غصه مکوه ،

(کنزالعمال /مسنداحمد)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب