د یوې زدکوونکې د یوې اوونۍ یادښتونه

په دې لیکنه کې د لسم ټولګي یوې زدکوونکې ( شمله کامران- مستعار نوم) د ښوونځي په نه شتون کې د خپلې یوې اوونۍ یادښتونه لیکلي چې څه ډول خپل ځان بوخت ساتي.

د زدکوونکې لومړۍ ورځ

د اګست لومړۍ نېټه:

نن سې شنبې د کور له کار څخه وروسته مې رسامي هغه رسامي بشپړه کړه چې له نهو بجو څخه تر ١١ پورې مې وخت ورته ځانګړی کړی و. د کورس وخت را ورسېد، کورس ته لاړم. استاد کورنۍ دنده وکتله، وروسته د عملي کار څخه استاد ته ورغلم، د رسامۍ په هکله ځینې خبرې وې چې له استاد سره مې شریکې کړې او استاد یې په اړه معلومات او کورنۍ دنده راکړه. رخصت شوو او کورته راغلو. د یوې پیالې شین چای له چکلو وروسته مې د لیکوالۍ په اړه د تېر ورکشاپ نوټونه پاک نویس کړل او کورنۍ دنده چې یوه څېره وه، سکېچ مې کړه. سبا ورځې ته مې د پرداز لپاره مواد اماده کړل او د کور ځینې کارونه مې وکړل. غوښتل مې چې د مطالعې لپاره یو کتاب پیدا کړم، ساعت ته مې وکتل د شپې ډېر ناوخته و. د نن ورځې ورکشاپ، کورنۍ دنده او زما د لیکلو پروسه چې څه ډول ده، ومې لیکله او ویده شوم.

د اګست دویمه:

د چهار شنبې ورځ ده؛ د یوې کارتوني نجلۍ انځور مې رسم کړ. کورس ته مې یووړ. په پوزه کې یې راته مشکل ښکارېده نو استاد ته مې وښوده. د عملي کار لپاره یې د کورس چپټر راکړ چې کار پرې وکړو. له ما خط‌کش په کور کې پاتې و. د خط‌کشي لپاره مې ځایونه نښانه کړل خو وړې خور مې د میز له سر څخه چوبتۍ را واخیسته چې زه او ټولګیوالې مې خط‌کشي پرې وکړو.

ټولګیوالو مې خندل چې نن موږ هم په چوبتۍ خط‌کشي کوو. د چوبتۍ خبره مو په خپلو کې پټه کړه، ټولو خپلې خط کشیانې خلاصې کړې. رساميانې مو هم وکړې. د عملي کار وخت پای ته ورسېد.

استاد راغی چې عملي کار مو وګوري او کورنۍ دنده راکړي.

نن اوله ورځ ده، چې استاد کورنۍ دنده له چپټر څخه زموږ په خوښه راکړه. رخصت شوو، کتابخانې ته لاړو، غوښتل مې وړې خور ته مې کتابونه واخلم. ډېر وګرځېدو چې ځینې مې واخیستل او ځینې مې پیدا نه کړل. ډېرې ستړې شوو، کور ته راغلو او غوښتل مې چې وروسته له مړۍ او لمونځ څخه استراحت وکړم خو د استراحت په ځای مې د تېرې ورځې د لیکوالۍ د ورکشاپ کورنۍ دنده ولیکله. او د نن ورځې پراګراف/یادښت مې هم ولیکه.

د اګست درېیمه:

نن چې د پنجشنبې ورځ ده، بعد له کار څخه لاړم کورنۍ دنده مې ترسره کړه چې د یوه هلک عکس و. وروسته له دې مې په مبایل کې یو څو عکسونه پیدا کړل چې کار پرې وکړم، ترڅو تکرار او تمرین مې نور هم ډېر شي. وروسته له دې مړۍ تیاره وه، ومې خوړه. لوښي مې ومینځل او او فامیلي بنډار کې مې چای وچکه. د دې ورځې چای مې ډېر په ټوکو او ټکالو وچکه. د مازدیګر لمانځه څخه وروسته مې د دوه کاله وړاندې هغې ورځې لیکنه وکړه چې په کومه ورځ زموږ د فرهنګ د مضمون امتحان و.

مکتب ته لاړو، ازموینې ته مې تیاری نیولی و خو له مکتب څخه یې د تل لپاره رخصت کړو او نظام سقوط شو. اوس مې هم زړه یو رقم درد ورسره وکړي. راغلم اشپزخانې ته، خور مې دیګ کاوه، ما ورته لیکنه لوسته او له خپلې لیکنې سره په خپله ژړېدم. هماغه دردمنه شېبه مې یو ځل بیا زما ژوند کې سترګو ته ولاړه وه؛ د یوه نامعلوم او تیاره سبا اندېښنه چې نه پوهېږم څنګه به وي.

د شپې لس بجې مې قلم او کتابچه راواخیستل او د ټولې ورځې پراګراف/خاطره مې ولیکله.

د اګست څلورمه:

نن بیا د جمعې ورځ ده، اکثره په دې ورځ کوم درس او عملي کار نه کوم. او دا ورځ د کور په پاکوالي او کالیو مینځلو تېروم. واړه وروڼه مې چې له جومات څخه راشي، بیا اکثره په مازدیګر کې کرېکټ، پټ‌پټونی او نورې لوبی له دوی سره کوم.

ماښام شو، موږ هر ماښام د خور په شمول ټول ماشومان په حویلۍ کې منډه کوو او په ورزش یې حسابوو. اورېدلی مې دي چې د سهار لخوا تنفسي ستونزې پیدا کوي او بل سهار لمر زر را خېږي نو پوستکي ته مو ضرر رسوي، ځکه منډه نه کوو. ماخوستن مې د ټولې ورځې پراګراف/یادښت ولیکه.

د اګست پنځمه:

د شنبې ورځ مې هم د تل په څېر پیل کړه. مکتب نه شته نو خاص تغیر هم نه شته. که مکتب خلاص وای نن به مې د اوونۍ لومړۍ ورځ وه.

بعد د کور له کار څخه مې رسامي وکړه. لږ وخت پاتې و، په هغه کې مې د نازو انا انځور سکیچ کړ او کورس ته لاړم. عملي کار کې مو یوې صنفۍ د یوې نجلۍ څېره ویستلې وه چې سترګې یې ورته په ټنده کې او خوله یې ورته د مخ د قالب په پورتنۍ ساحه کې ورکړې وه.

استاد ورته وویل چې، “دا دې ولې سره کش کړې ده؟”

نجلۍ وویل: “استاد! همداسې ده.” استاد ورته وویل ښه خیر بېرته یې له سره جوړه کړه.

د عملي کار وخت پای ته ورسېد. استاد کورنۍ دنده راکړه، کور ته راغلم. د نازو انا په انځور مې کار وکړ. ماسختن ډاډه نه وم خو هغه رسامي مې د بهیر ګروپ ته ولېږله. نژدې ټولو مې رسامي ستایلې وه. وروسته له دې مې لمونځ وکړ او د ورځې خاطره/پراګراف مې ولیکه.

د اګست شپږمه:

د یکشنبې په ورځ مې هم د نورو ورځو په شان خپله رسامي وکړه. کورس ته لاړم. زما رسم په وړې خور باندې مې ښه و. استاد ورته وویل چې “دا خور خو دې درباندې مخته شوه”. خور مې وویل چې “استاد دې ډېر کار پرې کړی.” استاد وویل چې ته هم ډېر کار پرې وکړه. خور مې وویل، “ښه سمه ده استاد، خپله هڅه کوم.”

د کورس وخت پای ته ورسید. استاد ته ورغلم. د رسامۍ لپاره مې عکسونه ترې وغوښتل، هغه وویل نور خپله درته پیدا کړه. کور ته راغلم؛ له لمانځه څخه وروسته مې د افغانانو په هکله یو څو خبرې ولیکلې. چې افغانان د خپلو مېرمنو په قدر نه پوهېږي. خور مې غږ وکړ چې د بهیر غونډه پیل شوه، راشه.

د اګست اوومه:

نن چې د دوشنبې ورځ ده، ورکشاپ ته بې صبرانه په تمه یم. ځکه چې د دې ورکشاپ له برکته ما لیکل پیل کړي، د لیکلو په ارزښت پوهه شوم او ډېر څه مې زده کړل او هڅه کوم یو څه ولیکم. د دې ورکشاپ له برکته ما هغه لیکنه هم وکړه په کومه ورځ چې موږ ته د تل لپاره د مکتب له دروازې جواب راکړل شو. که مکتب نه شته حداقل درد خو یې رسمولی او لیکلی شم.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب