د افغانانو څلويښت ځانګړنې

1- افغانان له مړو سره تر ژوندئو زياته مينه لري
2- د نورو په کارونو کې دخالت د ځان حق بولي
3- له تير وخت څخه کمه تجربه اخلي
4- کمه مطالعه کوي او ډيري خبري کوي
5- د نرمۍ په پرتله استبداد ته ډير ارجحيت ورکوي
6- انتقاد د ځان نقص بولي
7- د يوې ورځې ځان ښودلو لپاره خپل ټول عمر خرابوي
8- د تخصصي ارتباط پر ځاى عاطفي ارتباط ته ډير ارزښت ورکوي
9- د خبرو پروخت هدف ته فکر کوي نه مسٶليت ته
10- مصرف د عوايدو په پرتله نه کوي
11- معلمان يې ده علم د ښودنې پر ځاى تبليغ کوي
12- خپله ملامتي په بل اړوي
13- ده خپل وضعيت د بدلون په موخه په موقيع تصميم نه نيسي
14- مخکې له فکر کولو څخه ټينګه وعده کوي
15- د يو واړه احسان په مقابل کې خپل ځان قرباني کوي
16- نصيحت زيات کوي؛ عمل کم
17- بل ته قاضي ځان ته امي
18- د خپلو قوانينو په پرتله د نورو هيوادونو قوانينو ته ډير احترام لري
19- چې پى سې پيدا کړي، ځان ورته قدرتمند ښکاري
20- په يوه ورځ کې څو ځله جهان بيني بدلوي
21- هرڅه په لوړ قېمت اخلي او په وړيا بيه يې خرڅوي
22- د اولاد له تربې نه په تأديب کې ډير کوښښ کوي
23- هره ورځ امکان لري چې هرڅه ترې جوړ شي
24- فرصت پيژاندنه کې مهارت نه لري
25- زوى ته د پلار په نظر ګوري
26- له بل نه اوريدلې خبرې پرته له کوم فکر نه تکرار روي
27- په رقابت کې اصول نه مراعتوي
28- د ځان په موجوديت کې نظم او عدالت ته نظر نه کوي
29- په پټو سترګو قضاوت کوي
30- وروسته له عمل نه د يو کار بدوالى او ښه والى سنجوي
31- له لويانو او کوچنيانو يوشان طمع کوي
32- نظم ته د رسيدو په موخه بې نظمي جوړوي
33- هر څه په يوه فيصله قرباني کوي
34- فکري تنوع نه خوښوي ، فيزيکي حذف خوښوي
35- شخصيتي رشد نه فيزيکي رشد ته خوشحاله وي
36- ځان ته عدالت غواړي بل چاته صبر
37- د مذهب او عرف ترمنځ توپير نه کوي
38- تاريخ مطالعه کوي خو خپل تاريخ نه پيژني
39- د مطرح کيدو حس يې قوي ده، خپله چوکي چاته نه خوشې کوي
40- آزادي د غلامي په بيه اخلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب