سترهدف غوره پلان ته اړتيا لري

موږ ځيني وخت د خپلو افکارو په عملي کولو کې نيمګړتياوې لرو. د بيلګې په توګه  يوې موخې ته د رسيدلو لپاره چې بايد څو کاله په نظر کې ونيسو موږ څو مياشتې په نظر کې نيسو.
پايله يي دا وې چې بيا ډېر ژر له خپل کار څخه نهيلي کيږو، له حده زيات پښيمانه کيږو، او هغه ټولې هڅې او پلټنې بيا بې ګټې ګڼو، خو د خپلو محاسبو له نيمګړتياو څخه نه يو خبر.
حقيقت دا دى چې لوړو موخو ته د رسيدلو لپاره بايد له يو کال څخه زيات کوښښ وکړو، په دې کې هيڅ پوښتنه يا دليل نه پيدا کيږي چې خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره يوڅه اوږده موده په نظر کې ونيسو.
داسې تصور کړئ چې که مو لس کاله وړاندې د يوې ځانګړې موخې لپاره کار کړى واى اوس به په کوم موقعيت کې وئ. په دې وخت کې به ستاسو ژوند، هڅو، زده کړو… څه توپير در لود.
ښايي تاسو ورته کار کړى وي او اوس په فخر او افتخار سره راتلونکې ته ګورئ. ښايي په خپل اټکل کې له نيمګړتيا سره مخ شوي ياست، او په تيرو لسو کلونو کې مو تر پنځه زياتې موخې ټاکلې وي خو يوې نتېجې ته هم نه ياست رسيدلي.
ښه نو که داسې وي اوس ستاسو نوبت را رسيدلى دى، کيداى شي تاسو زياتې هيلي په نظر کې نيولي وي، خو آيا د هيلو رسيدلو ته مو وخت ټاکلى؟ څومره وخت دى؟ درې مياشتې، شپږ مياشتې، يو کال؟ څنګه دا وخت پنځه يا لس برابر کړو؟ د اړتيا سره سم پوره وخت پرته له څه ويرې څخه و ټاکئ.
په ياد ولرئ چې هميشه نا اټکل شوې ستونزې را منځ ته کيږي چې تاسو بايد هغه له منځه يوسئ، خو دا ستونزمن کار نه دى ځکه تاسو د دې ټولو ستونزو لپاره لازم وخت په نظر کې نيولى دى، او کافي وخت لرئ يوازې بايد کار وکړئ. او ستاسو ټينګ هوډ تا سو په چټکتيا سره خپلو موخو ته رسوي.
که تاسو د پلان په جوړولو کې پوره دقت کړى وي او له دې سره سره مو د کار کولو په وخت کې زياتې هڅې کړي وي، نو نه به مخکې له مخکې ويره درسره وي او نه به هدف ته د رسيدلو په وخت په لنډه موده کي نا اميده کيږئ.
ښه نو اوس د حرکت وخت دى، لار اوږده ده ولي تاسو ځواکمن ياست نو په اسانۍ سره زړه توري کيږئ نه.
ژباړه: فضل الرحمن (مظهري)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب