د یوه ملحد او غریبې ښځې کیسه

 

یوې مسکینې ښځې چې له یوې مشهورې مجلې سره یې د مرکې په ترڅ کې د خپلې کورنۍ د بیوسۍ او بیوزلۍ کیسه کړې وه، د مجلې د مرکه کوونکي ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له شتمنو خلکو څخه د څه شي مرسته غواړي؟ وویل: زه مسکینه او اړمنه ښځه یم خو یوازې له الله پاک څخه مرسته او کومک غواړم.

یوه ملحد(کمونیست) چې مجله کې دغه مرکه وکتله او پوه شو چې دغه ښځه مرستې ته اړتیا لري نو د ښځې د کور له آدرس پیدا کولو وروسته یې وغوښتل ترڅو ورباندې ملنډې ووهي.

ددې لپاره چې ددغې مسکینې ښځې له خلکو څخه د مرستې له غوښتلو انکار کړی ؤ، او یوازې له الله پاک څخه یې مرسته غوښتې وه، ځکه خو دغه ملحد(کمونیست) خپلې یوې خدمتګارې ته امر وکړ چې په زیاته پیمانه خوراکي او نور د اړتیا وړ توکي واخلي او ددغې مسکینې ښځې کورته یی یوسي، لیکن ملحد خدمتګارې ته داخبره هم وکوله: که چیرې مسکینې ښځې پوښتنه وکوله چې دا توکي چا رالیږلي دي؟ نو ورته ووایه: چې شیطان رالیږلي دي!

د ملحد(کمونیست) خدمتګارې چې کله اخیستل شوي خوراکي او نور اړین توکي د مسکینې ښځې کور ته ورسول، ښځې د خوراکي او نورو اړینو توکو په لیدو سره د الله شکر وویسته او ډیره خوشحاله شوه.

د ملحد( کمونیست) خدمتګارې ورته وویل چې آیا ته پوهه شوې چې دغه توکي د چا لخوا درته استول شوي؟

مسکینې ښځې ورته ځواب کې وویل: زما له دې پوښتنې سره هیڅ کار نشته، ځکه الله پاک چې کله په یوه بنده مهربانه شي نور خو څه کوې چې شیطان هم ورته مسخر کوي!.

ژباړه: قدرت الله «تنهار»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب