د یعقوب علیه السلام صبر
يوسف علیه السلام د يعقوب عليه السلام ځوي وو، الله ورله ډیر ښائست ورکړی وو، خپل پلار ته ډیر ګران وو، ډیره مینه يی ورسره وه، د یوسف علیه السلام هم د خپل بابا سره ډیر مینه وه.
د یوسف علیه السلام سره د بیلی مور ورونو يی ورسره کینه وکړه، د پلار مينه يی پری پیرزو نه شوه، نو هغه يی په يوه بهانه د پلار د سترګو نه لری کړ، کوهی ته يی ګوزار کړ، بیا يی د یوی قافلی په خلکو خرڅ کړ، هغوي مصر ته بوتلو، او د مصر په ګورنر يی خرڅ کړ.
يعقوب علیه السلام ته د خپل ځوي جدائی ډیره ګرانه وه، د زړه ټوټه ورنه جدا شوی وه، د هغه په جدائی کې به يی ژړل، خو بیا يی هم د صبر لمن پری نه خوده، او نه یی د الله نه شکايت وکړ، دغه جدائی د دیرشو کالو نه زیاته وه، خو په آخره کې یعقوب علیه السلام د صبر په نتیجه کې خپل دغه ګران جدا شوی ځوي د مصر د ګورنر په شکل کې وینی او دغه جدائی ختميـږی.