د ګلوبلایزیشن اصلي څېره

هو! مونږ له هغه ستر بُخل سره په مقابله کې يو چې وحشي پانګوال نظام زېږولى او د بشريت اکثريت ته ګواښ دى. مومو چې ټولنيز عدالت هغه فريضه ده چې مونږ ور ته شا اړولې

ټولنيز عدالت هغه ورکه شوې فريضه ده چې له وحشي پانګوال نظام څخه د زېږيدلي ستر او کرغېړن بًخل د مقابلې له پاره يې بيا راوستنه ضروري ده. د دې خاورينې نړۍ د شمالي نيمې کًرې اوسيدونکي د ځمکې د اوسيدونکو په سلو کې شل برخې جوړوي، مګر د نړۍ د شتمنيو او توکو د ٨٦% څښتنان او په لګښت رسوونکي دي!… د لويديزې نړيوالونې يا ګلوبلايزېشن تر ټولو ستر درې کاروبارونه د وسلو سوداګري، د نشه يي توکو يا مخدره موادو سوداګري،او د ناموس سوداګري ده!… ٩٠% علمي څېرې او علمي څېړنې په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د جنګي وسايلو د جوړونې او خدمت له پاره په کار ګومارل شوي!

له ٩٥% څخه زياته نړيواله پانګه د چټکې ګټې په منظور په دلالۍ او مضاربتونو کې په کار اچول شوي، نه په توليد او خدمتونو کې، چې دې کار د نړۍ د اوسيدونکو د تر ټولو زياتې برخې د اخيستنې وړتيا را کمه کړې!

ګڼ ملتيز شرکتونه په دې موخه په ٦% سود پورونه اخلي چې د جنوب هيوادونو ته يې په ٢٠-٥٠% ګټه ورکړي، تر دې چې د زياترو افريقايي هيوادونو صادرات پر هغوى د اوښتو پورونو يوازې د سود پرېکولو له پاره هم بسوالى نه کوي!…

په اسلامي نړۍ کې هم د بېوزله او شتمن د عايد تر مينځ توپير دومره زيات شوى چې د يوه يې له سل ډالره څخه کم او د بل يې له دېرش زره ډالرو څخه زيات دى. تر دې چې نغدي پانګې يې له اسلامي نړۍ څخه باندې په کار اچول شوي، داسې چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو له خوا د په کار اچول شوي يو ډالر په وړاندې همدغو مسلمانانو په لويديزه نړۍ کې ٥٦ ډالره په کار اچولي.

د اسلام ټولنيز تکافل:

دې ډول ناخوالو ته په کتلو سره ګورو چې اسلام اجتماعي تکافل يوه فريضه ګرځولې، نه تش د انساني حقونو له جملې څخه يو حق. ګورو چې اسلام دې ته بلنه ورکړې چې اُمت بايد د يو جسد په څېر وي، کله چې يې يو غړى په کړاو اخته شي، نو ټول وجود يې ور سره په تبه او بې خوبۍ اخته کيږي… او الله جل جلاله او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم له هغې ټولنې څخه د جلاوالي او بېلتون اعلان کړى چې په هغې کې څوک په لوږه شپه سبا کړي! دا ځکه چې مالونه او شتمنۍ د اسلام له نظره د الله ملکيت دى، او خلک، ټول خلک، پکې د الله وکيلان او استازي دي. لکه د الزمخشري(٤٦٧-٥٣٨هـ ، ١٠٥٧-١١٤٤م) په وينا چې د قران مجيد د يو ايت په تفسير کې يې کړې ده، بې شکه له تاسي سره موجود ټول مالونه د الله مالونه دي، ځکه چې هماغه پيدا کړي دي او هماغه جوړ کړي دي، او بې شکه هماغه ذات پرې استازي ګرځولي يئ او له هغو څخه د ګټې اخيستنې واک يې درکړى دى، او په هغو کې د تصرف له پاره يې خليفه ګان ګرځولي يئ، نو په حقيقت کې دا مالونه ستاسي مالونه نه دي، او ستاسي حيثيت هم پکې د يو وکيل يا استازي له حيثيت څخه پرته بل څه نه دى… د مالونو او شتمنيو په برخه کې همدا د اسلام لارښوونه او مذهب دى.

د ټولنيز تکافُل په برخه کې اسلام مونږ ته له اوسنيو ټولنيزو ظلمونو سره د مقابلې کولو امر کوي- لکه امام ابن حزم اندلسي(٣٨٤-٤٥٦هـ، ٩٩٤-١٠٦٤م) چې وايي: د هر هيواد پر خلکو فرض ده چې د خپلو بېوزلانو لاس نيوى وکړي، او که چېرې زکات نه پرې کوي سلطان يې بايد دې ته اړ کړي چې زکات پرې کړي. مکلف دي چې فقيرانو ته هاغسې ډوډى ورکړي چې بې له هغې ژوند نه تيريږي، د اوړي او ژمي مناسب کالي ور ته برابر کړي، او د داسې استوګنځى ور ته برابر کړي چې له باران، اوړي او ژمي او د لارويانو له سترګو يې خوندي کړي.

مسلمان ته روا نه دي چې له مجبوريته مرداره يا د خنځير غوښه وخوري په داسې حال کې چې دى داسې ډوډۍ ګوري چې د ده پکې څه حق موجود وي. دى بايد له هغې څخه دفاع وکړي، که چېرې دى ووژلى شو نو پر وژونکي يې ديت لازم دى، او که چېرې منع کوونکى ووژل شو نو د الله د لعنت په لور لاړ، ځکه چې دى د حق منع کوونکى او باغي دى، لکه الله چې فرمايي:

فَاِن بَغَت اِحداهُما عَلَى الاُخرى فَقاتِلُوا التِى تَبغِى حَتى تَفِى ‌ءَ اِلى اَمرِالله- الحجرات ٩

((که يوې ډلې پر بلې تېرى وکړ، له تيري کوونکي ډلې سره تر هغه وجنګېږئ چې د الله حکم ته راوګرځي))

دا ځکه چې د حق منع کوونکي په هغه ورور تېرى کړى چې پر ده يې حق دى. او همدا وجه وه چې ابوبکر صديق د زکات له منع کوونکو سره جنګ وکړ…

هو! مونږ له هغه ستر بُخل سره په مقابله کې يو چې وحشي پانګوال نظام زېږولى او د بشريت اکثريت ته ګواښ دى. مومو چې ټولنيز عدالت هغه فريضه ده چې مونږ ور ته شا اړولې، او په کار ده چې بېرته يې را ستنه کړو، او مومو چې له دغې انسانيت ګواښوونکې بلا څخه د نجات لار د اسلام په اجتماعي او ټولنيزه فلسفه کې نغښتې ده!


دکتور محمد عماره

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب