شکره تر غوړو خطرناکه ده

په نولس سوه اویایمو کلونو کې څېړندویانو ویلي وو که خلک د بورې یا شکرې په شان کاربوهایدرادز وخوري، نه يې وزن زیاتېږي او نه د زړه او رګونو ناروغۍ ورته پیدا کېږي.

نارویژی څېړونکی وايي، خلک تر اوسه په طبابت کې د دغسې تېروتنو تاوان ورکوي. په دغو وختونو کې یوازې غوړ د انسان د روغتیا دښمن بلل شوي وو.

په نولسمې لسیزې کې څېړاندو دې پام وکړ چې غوړ خطرناک دي خو لا يې هم خواږه د صحت لپاره مفید بلل په هغه وخت کې څېړونکي پر دې نه پوهېدل چې خواږه یا کاربوهایدریت په بدن کې بېرته پر غوړو بدلېږي؛ ځکه خو يې فکر کاوه چې یوازې غوړ، سړی چاغوي او د زړه او رګونو ناروغۍ پيدا کوي.

د انسان په بدن کې پر غوړو د خوږو د بدلېدا کیسه اوس بېخي روښانه شوې ده، پر انسانانو سربېره ډېر حیونات دغه وړتیا لري؛ ځکه خو په پسونو کې وازګه پرېمانه پيدا کېږي له دې سره سره چې څاروي له وښو او بوټو پرته نور شیان نه خوري او یوازې کاربوهایدریت ترلاسه کوي خو په ټولو کې دغه خواږه پر وازګه او غوړو بدلېږي.

پخوا حتي داسې ویل کېدل چې خواږه، غوړ او پروتین سوځوي او اشتها خرابوي؛ ځکه خو که څوک وزن کموي باید بوره په خپل خوراکي رژیم کې ولري. حتي حکومتونو ته سپارښتنه شوې وه چې کاربو هایدریت په بدن کې مثب رول لوبوي.

حتي په ۱۹۹۷ کال کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې فاو په راپور کې راغلي وو چې بوره یا شکره سلامتیا ته تاوان نه پېښوي.

خو اوس ټول پر دې پوهېږي چې دغه څېړنې ناسمې وې نو ډېرې اوسنۍ څېړنې هم ممکن څو کاله وروسته ناسمې ثابتې شي؛ ځکه خو باید هر شي ته د شک په سترګه وکتل شي او هغه څېړنې په پټو سترګو ونه منل شي چې په اټکلونو او پوښتنو ګروېږنو ولاړې وي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب