ښوونکی او د ښوونکي ورځ

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾  خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿۴﴾

 عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿۵﴾  * الاِیه.

ترجمه: ولوله په نوم د پروردګار دې، چې انسان یې له تړل شوې وینې(میرولاـ بلاستولاـ ګاسترولا) پیدا کړ، ولوله! پروردګار ورکوونکی او ښوونکی د علم دی په قلم سره او ویې ښووه انسان ته علم چې پرې نه پوهېده.

وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ. الایه

ترجمه: او الله ج ادم ع ته نومونه(علم) وښوول.

احادیث:

 زه تاسو ته الله ج د معلم په توګه استولی یم. حدیث شریف

یا یې نورو ته زده کړه یا یې له نورو زده کړه، درېیم مه اوسه چې نادان دی. حدیث شریف

له زانګو تر ګوره زده کړه کوئ. حدیث شریف

موږ د معلم مقام او منزلت له همدې ځایه ټاکلی شو. په پورتنيو آیتونو کې څرګنده ده چې لومړنی معلم د انسان خپله الله ج دی. دویم معلم یې پیغمبر ص دی او درېيم معلم یې ښوونکی دی. دا په دې معنا چې د یوه انسان لپاره په یوه وخت کې درې ښوونکي دي، الله ج، پیغمبر ص او خپله انسان.

یعنی د انسان لپاره د زده کړې پروسه هم دوامداره ده، چې له زوکړې نیولې تر مرګه پورې دوام کوي. له بل پلوه، زده کړه د انسان دایمي اړتیا ده او انسانان له دې پرته چې یا یې له نورو زده کړي او یا یې نورو ته ور زده کړي، د ژوند بله مناسبه لار نه لري. له دې ځایه څرګندېږي چې د ژوندانه اصلي بڼه هم دا ده چې ټول انسانان یو بل ته ښوونکي او زده کوونکي دي، خو په دا منځ کې بیا د معلم(ښوونکي) ځای اوچت او جوت دی، هغه داسې چې له ښوونې او زده کړې پرته د انسان درېیم حالت جهالت دی او معلم هغه څوک دی چې د جهالت په وړاندې ولاړ دی. جهالت د انسان تباهي ده او معلم له تباهۍ نه د بشریت ژغورونکی دی او زما په باور همدغه تعریف د یوه معلم لپاره بسنه کوي.

د ښوونکي ورځ!

نړیوالې ټولنې د یو شمېر نړیوالو ارزښتونو د ساتنې او پالنې په موخه یوشمېر ورځې د دغو ارزښتونو د نمانځنې او یادونې لپاره نومولې دي.
په دې کې یوه هم د معلم یا ښوونکي ورځ ده. له دې ورځې زموږ په هېواد کې هم نمانځنه کېږي. په دې ورځ زده کوونکي خپل ښوونکو ته ارزان بیه ډالۍ وړي. د دې ترڅنګ یوه اندازه خوراکي توکي او څښاک هم له ځانونو سره وړي او په ښوونځیو کې یې له ښوونکو سره په ګډه خوري او څکي، خو له خوراک او څښاکه وړاندې لومړی نمایشي مراسم جوړېږي.
هر کال په مراسمو کې د معلم د مقام او منزلت په اړه یو څو تشې او سمبولیکي خبرې کېږي او معلم په کې ستایل کېږي. نه پوهېږو چې دا زموږ د تش لاسۍ او که د بې مبتکرۍ نتیجه ده، ځکه له تشې ستاینې اخوا له معلم سره بله خبره هم شته که نه. که ښوونه یو نړیوال ارزښت ګڼو او معلم یې عامل، نو بیا له معلم سره ډېرې خبرې تړلې دي. موږ نه شو کولای په تشو الفاظو د ښوونې او ښوونکي حق ادا کړو او په رښتینې توګه د دې ورځې نمانځنه وکړو.

له بل پلوه، موږ نه پوهېږو له داسې سمبولیکو او نمایشي نمانځنو څه لاسته راوړو؟
د نمانځنو او ستایلو موخه تل هڅونه او د انګېزې ورکول وي، خو پوښتنه دا ده، د څه شي لپاره هڅونه او څه شي لپاره انګېزې ورکونه؟

ښوونکي له دې پرته هم د یوه مکلفیت په توګه د ښوونې لپاره هم هڅه لري او هم انګېزه، خو له دې اخوا چې کومه خبره کېدای شي، هغه د ابتکار خبره ده، ځکه دا هغه څه دي چې ټول ښوونکي یې نه لري. ابتکار د یوه سیستم د پرمختګ او بدلون کیلي ده، چې د هغه سیستم ژوند او بقا تضمینوي.

ښوونکي ورځ
ښوونکي

زموږ د ښوونې سیستم!!؟

وايي زموږ د ښوونې سیستم د علم د زده کړې پر بنا جوړ شوی، که څه هم خلک یې یو ښه سیستم بولي، خو موږ په کې څه زده نه کړای شول، یعنې علم مو په عمل تبدیل نه کړای شو او څرګنده ده چې بې عمله علم په درد نه خوري. یعنې که موږ د الوتکې فورموله عملي نه کړای او په الوتکه یې وا نه ړولای شو، نو تش فورمول کوم درد نه دوا کوي. دلته ده چې موږ خپل د ښوونې سیستم نیمګړتیا ته متوجه کېږو. یو نیمګړی سیستم بشپړولو ته اړتیا لري او دغه بشپړول باید زموږ د ښوونی اصلي لوری او هدف وي.

اوس که موږ د خپلې ښوونې لپاره لوری او هدف ټاکو، نو د ښوونې او ښوونکي د ورځې لپاره هم لوری او هدف په ګوته کېږي او دغه ورځ کېدای شي مبتکرو ښوونکو ته د ډالیو په ورکړې سره ونمانځل شي. په دې سره به له یوې خوا له مادي پلوه د ښوونکو ملاتړ وشي او له بلې خوا یعنې له معنوي پلوه به هم ښوونکو ته انګېزه ورکړل شي، چې شډل پاتې نه شي، د پرمختګ او پراختیا پر لور ګامونه اوچت کړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب