د کوډو، جادو او فال بین لنډ بيان

دا دی چه اوس دهلاکوونکو اعمالو اوزمونږ پر اسلامی ټولنه دښکاره فسق لويو ګناهونو او بې دينيو ستر طوفان له ډلی څخه د کوډو او فال  بنو نوبت راورسيد.

ان شاء الله په ډير لنډ ډول به د کوډو او فال بنی په اړه تاسې ته ډير دقيق معلومات خپاره شي .

ترڅو خدای ج مکړه زمونږ ځنی مسلمانان وروڼه د بې خبری يا بې احتياطی له وجې پدی پليت شيطانی مارکيټ ور برابر نه شي .

اوهمدارنګه په چټکه ټوګه ددی پليت شيطانی مارکيټ په اړه څه ناڅه پوهه تر لاسه کړو چه اوس مهال خو يې ښه وينی چه د ښارونو په کوڅو کې په ښکاره ډول کوډګر ناست دې او خپل شيطاني مارکيټينګ پر مخ بيايي .

د سحر يا کوډو تعريف:

هر هغه کار اوشی چه سبب يې  مبهم او نامعلوم وي سحر بلل کيږي .

الله  ج  په خپل کتاب قرآنکريم  کې دسحر په اړه داسې ارشاد فرمائي :

وَاتَّبَعُواْ مَا تَتْلُواْ الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ (البقره ۱۰۲ ).

(( او دهغه څه متابعت يې پيل کړ چې شيطانانو به د سليمان عليه سلام دپاچاهی (په زمانه کې ) لوستل ،داپه داسې حال کې چې سليمان دکفر لاره نه وه غوره کړی ،بلکې په خپله دا شيطانان کافران شوی وو ،خلکوته يې جادو اوهغه څه ورښودل چې دبابل په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوی وو ،دی ملائکو) به هيچا ته څه تعليم نه ورکاوو مګر داچې ورته ويل به يې مونږ (خو ديوه ) امتحان (لپاره راغلی ) یو، نو ته مه کافر کيږه )) .

په پورتنی آيت شريف کې د يهودو او نصاراؤ هغه ويناوی رد شوي چه ويل به يې  سحر اوجادو دسيلمان ع کارؤ او هغه اجازت ورکړی ؤ اوسليمان ع د کوډو په وسيله  انسانان ،پيريان  او نور مسخر کړی ؤ .

ولی داسې نده دا پليت علم د  هغوی   شيطانانو کار ؤ .

ابن کثير نقل کوي سليمان ع دسحر اوګوډو ټول کتابونه کوم چه دشيطانانو لخوا په خلکو کې تيت شوي ؤ را ټول کړل او دخپل تخت لاندې يې خښ کړ ترڅو خلک ګمراه نشي .

بلاخره شيطان د انسان په ډول په خلکو کې را ښکاره او په خبرو يې داسې پيل وکړ ،ای خلکو! سليمان ع ساحر ؤ که باور نه لری راشی چه زه يې د سحر کتابونه در وښيم بيا يې خلکو ته هغه خښ کړی صندوق وروښود چه بغير له مؤمنانو نور يې ورباندی ګمراه کړل او ورسته دا خبره د ځمکې پر مخ هرچيری خوره شوه.

کوډی په انسانانو کې  هغه وخت تيت شوی چه د سليمان ع په پاچاهی کې انسانانو اوپيران  ناسته ولاړه ؤ

او بل د بابل په دروازه کې  دوي الهی ج  پريښتی  هاروت  او ماروت   الله ج  د انسانانو د امتحان لپاره راليږلې وي  هغوی  به  خلکو ته  ويل مونږ  خو د امتحان (لپاره راغلی ) یو، نو تاسی  مه کافر کيږي .

هاروت او ماروت دوي فرښتی وي چه خلکو ته يې د سحر خطرناکې پايلی بيانولې .

دهاروت او ماروت په اړه چه کومې قيصی دی چه هغوی د انسان په شان طبعيت وغوښتو الله تعالی دوی ته  د انسان په شان  طبيعت  ورکړ بلاخره له دوی څخه ګناه وشوه چه بيا د بابل په دروازه کې وځړول شوي .

ابن کثير دا ډول قيصی ردوی او وايي دا د بنی اسرائلو خبری دی ځکه ددی قيصی په اړه کوم صحيح حديث نشته او په قرآنکريم کې په مختصر ډول هاروت او ماروت بيان شوی په همدی ايمان لرو او په همدی بيان اقتفا کوو.
حمدالله شاکری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب