د کفارو لخوا د سختو ظلمونو په وړاندې د رسول الله ﷺ دريځ

 

په ابتداء کي چې مسلمانانو ته، په مکه معظمه، کي د کفارو، له لاسه ډیرې ستونزې اوکړاونه ورسېدل، تردی چې له کوره او وطن څخه هم ځینی کسان وشړل شول.

صحابه کرام رضي الله عنهم ډیرمایوسه شول او رسول الله ﷺ ته یې له دې حالت څخه د وتلو لپاره خپل د زړه حال داسې بیان کړل:

حضرت خباب رضی الله عنه، فرمایې چې رسول الله ﷺ د کعبې شریفي وسيوری ته پروت وه او خپل څادر يی سرته ايښي وه، مونږ ور ته د خپل حال شکايت وکړ، او ورته مو وويل:

ته مونږ ته ولې د الله تعالی  نه د مدد غوښتنه نه کوې؟ ته مونږ ته ولی دوعا نه کوې؟

نو پيغمبر ﷺ وويل: په پخوانيو امتونو کی به يو سړی ته په ځمکه کې کنده وويستل شوه، په کنده کې به ودرول شو، او آره به راوړل شوه، په سر به يې ورته کېښودله او دوه ټوټې به کړی شو، له دې (ظلم) سره سره به یې هغه له خپل دين څخه نه شوای اړولای، اود هغو غوښي به د هډوکو او اعصابو څخه  د اوسپنې په ږمونځو جدا کيدلې مګر دوی به بیاهم هغه دخپل دين څخه نه شوای منعه کولا ی، په الله قسم چې دا دين به غالبېږي تردې چې يو سپور کس، به له صنعاء نه، و حضرموت ته ځي او په لار کې به د الله تعالی څخه پرته او د خپلو مېږو په اړه له ليوه څخه پرته د بل هيڅ چا ويره، اوترس نه احساسه وي، خو تاسې ډير تلوار کوئ.

په داسې سختو حالاتو کې رسول الله ﷺ د خپلو ملګرو حوصله افزايي کوي او دا ورته وايي چې په دې ایمان او یقین ولرئ چې دا دین به غالبېږي، البته په دې شرط چې موږ د حالاتو تر تأثیر لاندې رانه شو.

حضرت رسول الله ﷺ په خورا لویه حوصله د هر قسم ناخوالو مقابله وکړه، د شعب ابی طالب، اُحد، خندق او حنین په شان سختو، وقائعو یې دریځ متزلزل نه کړ، تردې چې د حالاتو په وړاندې يې د خپل دریځ اعلان داسې وکول!

«يَا عَمّ وَاَللّهِ لَوْ وَضَعُوا الشّمْسَ فِي يَمِينِي ، وَالْقَمَرَ فِي يَسَارِي عَلَى أَنْ أَتْرُكَ هَذَا الْأَمْرَ حَتّى يُظْهِرَهُ اللّهُ أَوْ أَهْلِكَ فِيهِ مَا تَرَكْته»

اي تره! په الله ﷻ قسم که چېرته دا مشرکان، زما په ښي لاس کي لمر او په چپ لاس کي سپوږمۍ کښېږدي او د ژوندانه ټول سهولتونه په دې خاطرراته برابرکړي چې زه دا کار یعني د الله ﷻ د دین دعوت او د هغو د دين د غلبی کار پرېږدم، نو زه دې ته هیڅ کله نه یم تیار، زه به تر هغه وخته پورې دا کار پرې نږدم او خپله مبارزه، به جاري ساتم چې تر څو الله تعالی دا خپل دین غالب کړی نه وي، او يا زه په دې لاره کې شهید شوی نه يم.

لیکوال: ابو ادریس عبرت مهاجر!

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب