د کدو لدې روغتیايي ګټو څخه خبر يئ!
کدو ډېر کټور سابه دي، هغه کسان چې د وینې غوړ او یا کلسټرول ولري بايد کدو ډېر وخوري.
کدو د بدن د تندرستیا لپاره ډېر اړينه ده.
په کدو کې داسې مواد موجود دي، چې د بدن وینه او ټول حجرات ورسره پرېمنځل کېږي.
په کدو کې زیاته اندازه پوټاشیم شتون لري.
کدو د بدن ضروري فلزات لکه کلسیم فوسفور سلفر او منګانیز لري.
په کدو کې په زیاته اندازه vit A موجود دي.
کدو نور ویټامینونه لکه VitB pop اوVitc هم لري.
په کدو کې کاربوهایدریټ په ډېره اندازه شته، او پروټیني مواد او غوړ پکې کم دی، خو برعکس د اوبو اندازه یې زیاته ده، په همدې اساس د بدن وزن نه زیاتوي او چاغښت نه پیدا کوي.
ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار