د سيکولريزم حقيقت

د سیکولریزم تعريف:

د سيکولريزم لغوي تعريف دى (لادنيت) يا په بل عبارت يو شى د کليسا يا چرچ د تسلط څخه خلاصول له کليسا څخه اصلاً دلته هدف د اسلام دين دى، يا په بل عبارت داسې هم ويلى شو چې  (په دين نه ولاړ ژوند او نظام ) چې ولاړ به په وضعي  علم او عقلانيت وي يعني وحى ته به په ژوند او نظام  کې ځاى نوي .

د سيکولريزم تصور د الله په رابطه :

د سيکولريزم بنسټ ايښودنکي اروپايي معاصر فيلسوفان دي، چې په دوه ډلو ويشل شوي يوه ډله يې له الله څخه منکر دي او وايي چې الله نشته معاذالله او دا هر څه د يو تسادف په نتيجه کې رامنځته شوي، بل ډله يې بيا وايي چې الله شته خو له ځمکې او له انسان سره يې کار نشته او انسان د الله په وړاندي څه مسٶليت هم نلري او نه يې انسان ته څه راليږلي د الله محذي وجود مني نه يې  تسلط مني،نه يې تقدير مني نه يې قانون مني او نه يې نظام مني؛ دوى په دي  اند دي چې د ځمکې قانون، نظام او هر څه بايد مونږ پخپله وټاکو د الله له دي سره کار نشته هر حلال او حرام دي انسان پخپله وټاکي ……

د سيکولريزم واقعيت :

د الله پر ضد د بغاوت اعلان يا د الله اصلاً نه منل، يا د الله بې واکه کول چې له هيڅ سره يې کار نشته نه يې له حلال سره کارشته،نه يې له حرام سره کار شته نه يې له حکومت سره کار شته نه له ژوند سره  کار لري، نه کوم پيغمبر لري او نه يې څه راليږلي نو د الله په خلاف د بغاوت اعلان او دالله بې واکه کولو ته سيکولريزم وايي .

د قانون جوړولو او حاكميت حق له چاسره دى ؟

آيا دا دانسان خپل حق دى او که د الله  ؟

سيکولريزم وايي چې دا حق د انسان خپل دى خو  دا نظريه يې مردوده نظريه ده له دوه وجهو يوه وجه يې شرعي ده او بل يې عقلي وجه ده.

لومړى راځو عقل ته ! مثلاً يو سړى کور جوړوي خواري هم پخپله پکښې کوي هر کار يې پخپله کوي او جوړوي يې، بيا راځي ځانته واده کوې او بچيان زيږوي ټول ژوند زندګې دى پخپله جوړوي، خو چې دا هرڅه يې جوړ کړل بيا يو سړى راځي او ورته وايي! چې دا هرڅه خو تا پخپله جوړ کړل خو له نن ورسته به واک پکې زما چلېږي اوهر څه به زما په خوښه کيږي نو هيڅ مسلمان، کافر، عاقل او حتا ليونى به هم ددې منلو ته تيار نشي چې يو شى دې د ده وي او چلوي يې د بل څوك نو چې عقلا دا هر څه د منلو وړ نه دي نو بيا ولې د الله په جوړ کړې جهان کې يو څوک بې غير له الله څخه ځانته د قانون جوړولو او حاکميت حق ورکوي؟

نو  دغه خلك چې پخپل کور کې د بل چا قانون نشي منلى ولې بيا ځانته د الله په جوړ کړې نظام کې ځانته دا حق ورکوې چې جوړ کړې هر څه الله دې خو قانون زه پخپله پکې جوړوم . ولله المثل اعلا

دوهم شرعا هم دا نظريه مردوده ده

الله تعالى فرمائي : الم تعلم ان الله له ملک سماوات والارض.

آيا ته نه پوهيږي چې  الله لره ده بادشاهې د اسمانونو او ځمكې .

او په بل ځاى کې الله تعالى فرمائي: ولم يکن له شريک في الملک .

او هيڅ شريک نشته الله لره په  بادشاهې کې .

نو چې الله  بادشاه او حاکم دى قانون هم بايد د الله  تعالى وي په دي ځمکه کې، ګورئ دلته الله شريک په عبادت کې نه دى ياد کړی بلکې دلته يې شريک په حاکميت کې ياد کړی دى يعني هيڅ قانون به د الله تعالى د قانون خلاف نوي .

او د قانون په اړوند الله فرمائي : انِ الحکم الا لله .

هيڅ قانون به نه چلېږي مګر يوازې او يوازې  دالله .

او همدا راز الله تعالى فرمائي : لله الامر من قبلۥ ومن بعد .امر بادشاهې وکوه مکوه مخکي هم د الله ٶ او ورسته به هم د الله وي .

الله تعالى په دې اړوند ډېر ايتونه راليږلي چې د ټولو راول به يې ليکنه ډېره اوږده کړې .

نو دغه نظريې ته معاصر جاهليت هم ويلى شو کټ مټ هغه نظريه ده چې د اسلام له راتګ مخکي حاکمه وه د الله له بادشاهۍ يا سلطان څخه انکار عقلا هم دمنلو نه دى او مردود دى او شرعا هم که  بيا يې هم څوک مني نو د هغه په اړه الله تعالى داسې حکم کوې

الله فرمائي : ومن لم يحکم بما انزل الله فأولئکٙ هم الکافرون .

او هر هغه څوک چې د الله تعالى په راليږلي قانون حکم نکوې هغوى له کافرانو سره دي او کافرون دې .

عبدالرحيم مطمئن-

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب