د کاروبار د شرایطو تحلیل: د سوات ځيرنه

د کاروبار د شرایطو تحلیل: د سوات ځيرنه (Business Situation Analysis: SWOT analysis)

بشر د پیدایښت له ورځې څخه د ژوندانه د پرمخ بیولو او ښه کولو لپاره هڅه او هاند کوي. ددې هڅو او کوښښونو په لړ کې د انسانی ټولنې په ژوندانه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شویدئ او بیلابیل کاروبارونه (مشاغل) را ټوکیدلی دي ترڅو د بشری ټولنې د اړتیا وړ شیان او خدمتونه تولید کړي. نن ورځ د کسب او کار چاپیریال ډیر مغلق او تغیرموندونکی دی. کرنیزمشاغل (Agribusinesses) لدینه هاخوا د چاپیریالي او اقلیمي شرایطو څخه هم اغیزمند کیږي. نوځکه د کاروبار پیلول او پرمخ بیول وخت پر وخت د شرایطو تحلیل او ځیرنې ته اړتیا را پیداکوي. د سوات ځیرنه د کسب او کار د شرایطو د تحلیل یوه وسیله ده. د سوات ځیرنه له مونږ سره مرسته کوی ترڅو د خپل کاروبار پیاوړتیاوئ، کمزورتیاوئ، شته فرصتونه او ممکنه ګواښونه په ګوته کړو. پدې توګه د کاروبار له پیاوړتیاوؤ او فرصتونو څخه د کمزورتیاوؤ او ممکنه ګواښونو په لمنځه وړولو کې پوره ګټه واخلو او خپلې ګټې لوړې بوځو. که چیرې د یوه کاروبار مدیر یا څیښتن د خپل کسب او کار له پیاوړتیاوؤ، کمزورتیاوؤ، شته فرصتونو او ممکنه ګواښونو څخه خبروي نو په آسانۍ سره کولای شي له هغوی څخه د خپل کاروبار په وده او پراختیا کې ګټه واخلي. ددې لپاره چې زمونږ هیوادوال هم د سوات ځیرنه وپیژنې او له هغه څخه د خپل کاروبار په مدیریت کې پوره ګټه واخلی، دې لیکنې ته سمون ورکړل شویدئ.

د سوات ځيرنه (SWOT Analysis)

سوات (SWOT) په حقیقت کې یو مخفف دی چې د څلورګونو انګریزي کلمو له لومړنیو تورو څخه ترکیب شویدئ، ترڅو یادول یی آسانه شي. دا څلورګونې کلمې په لاندې ډول دي:

پیاوړتیاوئ S = Strengths     کمزورتیاوي  W = Weaknesses

ګواښونه     T = Threats        فرصتونه  O = Opportunities

پورته څلورګونې کلمی په ښکاره توګه د سوات د ځیرنې ماهیت بیانوي. د سوات ځیرنه یوه وسیله ده چې د کاروبار پیاوړتیاوئ، کمزورتیاوئ، شته فرصتونه او ممکنه ګواښونه ترڅیړنې لاندې نیسي. په بله ژبه، د سوات ځیرنه ټول هغه نني (پیاوړتیاوئ او کمزورتیاوئ) او بهرني (فرصتونه او ګواښونه) فکتورونه چې د یوه سازمان په بریالیتوب او ناکامۍ کې ټاکونکۍ رول لري، بررسي کوي. پدې توګه د سوات ځیرنه د سازمان اوسنۍ حالت څرګندوي او اجازه را کوي ترڅو د سازمان راتلونکۍ تګلورۍ په سمه توګه وټاکو.

د سوات ځیرنه په پریکړو نیولو، پلان جوړولو او د ستونزو لپاره د جامع حل لارو (چې یوزیات شمیر ننئ او بهرني عوامل په پام کې نیسي) په موندلو کې خورا ارزښت لري. همدارنګه، د سازمان د پیاوړتیاوؤ او شته فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه اخیستلو؛ او د کمزورتیاوؤ او ممکنه ګواښونو د ناوړه اغیزو په کمولو کې د سوات ځیرنه بنسټیز رول لوبوي. د کرنیزو کاربارونو په ګډون ټول مشاغل د سوات له ځیرنې څخه د بیلابیلو مؤخو لپاره کار اخیستلای شي. مثلاً د بزنس پلان جوړول، د مارکیت تحلیل، د سیستم تحلیل، او داسې نور.

د سوات د ځیرنې جوړښت (Structure of SWOT Analysis)

د سوات ځیرنه په ټولیزه توګه له څلورو فکتورونو څخه ترکیب شویده (پیاوړتیاوئ، کمزورتیاوئ، فرصتونه او ګواښونه) چې دوه فکتورونو یی ننئ (پیاوړتیاوئ او کمزورتیاوئ) او دوه نور یی بهرني فکتورورنه (فرصتونه او ګواښونه) شمیرل کیږي. ننئ یا داخلی فکتورونه د سازمان په دننه سیستم پورې تړلي دي او د سازمان تر اداره او کنترول لاندې راتلای شي. بهرني فکتورونه د سازمان له کاری چاپیریال څخه سرچینه اخلی او تر ډیر بریده د سازمان په واک کې ندي. پدې توګه لومړۍ ډول فکتورونه د سازمان داخلی یا کوچینۍ چاپیریال (Internal or Micro-Environment) او دوهم ډول د سازمان بهرنۍ یا لوی چاپیریال (External or Macro-Environment) تشریح کوي. د سوات د ځیرنې څلورګونې فکتورونه په لاندې ډول تعرفیږي:

پیاوړتیاوئ (Strengths): په ټولو هغه ننیؤ (داخلی) فکتورونو باندې دلالت کوي چې د مؤخو په لاس ته راوړلو کې له سازمان سره مرسته کولای شي.

کمزورتیاوئ (Weaknesses): په ټولو هغه ننیؤ فکتورونه باندې اطلاقیږي چې سازمان ته د مؤخو د لاس راوړلو په لاره کې خنډونه را منځ ته کولای شي.

فرصتونه (Opportunities): ټولو هغه باندنیو فکتورونو ته ویل کیږي چې له سازمان سره د مؤخو په لاس ته راوړلو کې مرسته کولای شي.

ګواښونه (Threats): ټولو هغه باندنیو فکتورونو ته ویل کیږي چې اهدافوته د رسیدو په لاره کې سازمان ته خنډونه رامنځ ته کولای شي.

له پورته څلورګونو فکتورونو څخه یی دوه مثبت (پیاوړتیاوئ او فرصتونه) او دوه یی هم منفی فکتورونه (کمزوتیاوئ او ګواښونه) ګڼل کیږي. کچیرې یو متشبث د خپل تشبث په پیاوړتیاوؤ، کمزورتیاوؤ، شته فرصتونو او ممکنه ګواښونو باندې پوه وي، خپلې مؤخې په مؤثره توګه ترلاسه کولای شي.

د سوات ځیرنه ټاکلۍ جوړښت لرې چې معمولاً د یوه منظم جدول بڼه پیداکوي. د سوات جدول پورته څلورګونو فکتورنو ته په پام سره په څلورو برخو ویشل شویدئ. په لومړنیو دوه قطارونو کې یی نني فکتورونه او په لاندینیو دوه قطارونو کې یی بهرنیو فکتورونو ته ځای ورکړل شویدئ. همدارنګه لومړنۍ ستون یی مثبت فکتورنو او دوهم ستون یی منفی فکتورنو ته ځانګړۍ شویدئ. د سوات جدول په لاندې ډول دئ:

د سوات د ځیرنې په لړ کې باید هڅه وشي چې د څلورګونو فکتورونو لیست ډیر اوږد نشي او یواځې ډیر مهم عوامل باید په پام کې ونیول شي. د سوات ځیرنه په فردې او ګروپي توګه ترسره کیدای شي چې ګروپي ډول یی غوره بریښي. وروسته لدې چې د سوات ځیرنه بشپړه شوه، لاندې پوښتنو ته مناسب ځوابونه پیداکړي:

مثبت فکتورونه (Positive Factors) منفی فکتورونه (Negative Factors)
نني فکتورونه (Internal Factors) پیاوړتیاوئ (Strengths) کمزورتیاوئ (Weaknesses)
S W
بهرني فکتورونه (External Factors) فرصتونه (Opportunities) ګواښونه (Threats)
O T

1) څرنګه کولای شو چې د سازمان پیاوړتیاوئ د شته فرصتونو څخه د غوره ګټه اخیستنې لپاره وکاروؤ؟

2) څرنګه کولای شو چې د سازمان پیاوړتیاوئ د ممکنه ګواښونو د مخنیوي لپاره استعمال کړو؟

3) څرنګه کولای شو چې د سازمان په کمزورتیاوؤ برلاسې شو ترڅو له فرصتونو څخه سمه ګټه واخلو؟

4) څرنګه د سازمان کمزورتیاوئ را ټیټولۍ شو ترڅو په ممکنه ګواښونو برلاسي شو؟

جوړونه او سمون: پوهنیار نجیب الله حسن زوی، د کابل پوهنتون استاد

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب