جاسوسي څه ته وایي؟! او غوره څارګرې ادارې

جاسوسي یا څار:

مونږ ټول پوهېږو چې اوسنۍ نړۍ د رقابتونو نړۍ ده، هرڅوګ او هر هېواد غواړي له نورو مخکښ واوسي او یو ځانګړی حیثیت ولري. د دولتونو په سطحه به مو د نظامیانو ډېروالی او د مجهزو وسلو درلودل زیات اورېدلي وي او دا به مو انګېرلي وي چې ګواکې دوی به د نړۍ غښتلي دولتونه وي، دا هم تر یوه حده سمه خبره ده خو ځینې شیان شته چې ددې ټولو ترشاه یو ستر قوت بلل کیږي، هغه چې جاسوسي یا په اوسنۍ اصطلاح څارګرې ادارې بلل کیږي.

راځئ پدې اړه دا لنډه لېکنه ولولئ!! جاسوسي!! د یوه هېواد یا سازمان لپاره په پټه توګه د دښمن په اړه په خُفیه ډول د معلوماتو راټولو ته جاسوسي ویل کیږي.

جاسوسي د اوسنۍ نړۍ یو اصل دی، هغه هېوادونه چې د جاسوسۍ(څارګرو ادارو) له ضعف/وروسته والي سره لاس او ګرېوان دي، د دښمن له ډېرو ناوړه او بربادونکو دسیسو ښکار ګرځېدلي دي.

دا چې دولتونو ولې دا ادارې تاسیس کړې؟ علت یې دا وو چې دوی نشوای کولای په نظامي او یا نورو لارو د دښمن له پلانونو ځانونه خبر کړي، نو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره یې څارګرې ادارې رامنځته کړې او د دښمن له پټو اسرار(رازونو) یې د خبرېدار لپاره خپل ځانګړي روزل شوي جاسوسان مطلوبو هېواد ته ولېږل ترڅو د دښمن له اهدافو ځانونه خبر کړي او د مخنیوي لارې چارې ورته ولټول شي.

په څارګرۍ(جاسوسۍ) کې له خورا پوهو او ذهینو اشخاصو کار اخیستل کیږي، ترڅو د دښمن له رازونو په داسې ډول پرته پورته کړي چې، دښمن یې فکر هم نشي کولای. عموماً څارګرې ادارې د یوه هېواد د ملا تیر هم بلل کیږي، او یا هم په بله اصطلاح زیات حساب پرې کیږي.

دا چې څارګرې ادارې د دښمن په اړه د اطلاعاتو راټولونه یې دنده ده، سربېره پردې د لویو اهدافو لپاره جګړې هم تمویلوي او په غیز مستقیم ډول ترې اهدافو ته د رسېدو کار اخلي. هره څارګره اداره یوه جلا کړنلاره لري، او له هغې سره سم خپلې چارې پرمخ وړي.

داسې اشخاص جلب وجذب کوي چې سخت زړي وي، هغه چې له لوړو رتبه مقاماتو سره د غره په شان ډغره وهلی شي، او په هېڅ صورت له جانب مقابل څخه متاثره نشي؛ که ډېر نېږدې خپلوان او حتٰی د کور غړي یې هم پرې ناخبره وي، د لومړنیو تربیتي مراحلو په دوران کې ددوی د ضعف پر نقاطو ډېر تمرکز کیږي، ترڅو یې دښمن له دې ضعفه څخه د ځان په ګټه کار وانخلي او رازونه افشاء نکړي.

په نړیواله سطحه لوی قدرتونه دوه ډوله څارګرې ادارې لري، یو یې د هېواد په داخل کې د دښمن له افرادو او اسرارو د خبرېدا دنده پرغاړه لري او بله یې په نړیواله سطحه د اطلاعات راټولوي، چې مثال یې د امریکا داخلي څارګره اداره(FBI) او بهرنۍ څارګره اداره CIA ده، همدا ډول برطانیه هم داخلي او خارجي استخبارات لري چې داخلي یې (MI5) او بهرنی یې (MI6) دي.

دوی ددې لپاره چې په دقیق ډول له رازونو خبر شي د دیوه هېواد په داخلي جوړښت کې په کلیدو ادارو کې خپل روزل شوي یا هم د پیسو په مقابل کې د نظام دننه افراد پیري او ګُماري؛ حتٰی د ولسمشرانو، وزیرانو، رئیسانو او نورو هغو چارواکو چې د یوه نظام په اډانه کې مهمې دندې اجرا کوي. بله برخه چې د نړۍ اوسنۍ څارګرې ادارې تر خورا زیات کار اخلي، ټیکنالوژي ده چې موبایل، سیمکارت، کمرې، کشفي الوتکې، جیبي کمره لرونکې قلمونه او کوچني چیپونه چې د غږ اخیستو لپاره ترې کار اخیستل کیږي استعمالوي او ددې په مرسته اهداف څاري.

د نړۍ مشهورې څارګرې ادارې په لاندې ډول دي:

①CIA -امریکا

②KGB-روسیه

③MI6-برطاینه

④MIT-ترکیه

⑤Mosaad-اسرائل

⑥RAW-هندوستان

⑦ISI-پاکستان

لېکنه: نجیب احرار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب