د ښځو ارضا کیدل
د ښځو ارضا کیدلد ښځو ارضا کیدل البته هغه اوبه زما منی په شان نه وی .
زما پوشتنه داده چه ایا دا عادی خبره ده او که کومه مریضی ده. همدا رنگه ایا یوازی ده میره د منی په واسته حاملگی منخ ته راځی او کنه
ځواب:د میرمنو ارضا کیدل مهمه مسله ده خو ډیر کسان په دې مسلې نه پوهیږي د سیکس او پارولو په وخت له تناسلي الې د تر شحاتو راوتل طبیعي چاره ده او ددې ښودنه کوي چې میرمن ارضا شوې ده دغه راز د میړه له مني پرته د میرمنو د حاملګۍ امکان نه وي که په مصنوعي توګه هم القاح کیږي هغلته هم سپرم رول لوبوي له دې پرته د حاملګۍ لپاره بله لاره نه شته .
د میرمنو د ارضا کیدا مسله یا ارګاسم ته د میرمنو رسیدل ښايي زموږپه ټولنه کې نا اشنا خبره وي او ممکنه ده ډیرې داسې میرمنې وي چې ووایي د میرمنو لپاره ارګاسم څه شی دی؟ او څنګه میرمنې ارضا کیداي شي په داسې حال کې چې میرمنې په خپله هم ارضا کیداي شي او نن سبا ډیری ارواپوهان دا وايی جنسي اړیکه په ژوند کې یوازینۍ اړیکه ده چې تکرار نه لري او هرځل د میړه او میرمنې لپاره نوې وي خو په دې شرط چې دواړه لوري ارګاسم تهورسیږي په دغسې حالت کې جنسي اړیکه هیڅکله نه تکراري کیږي باید په جنسي اړیکه کې د میړه او میرمنې رول مساوي او یو شان وي دا خبره سمه نه ده چې میرمنې ددې لپاره پنځول شوي دي چې نارینه ارضا کړي د میرمنو جنسي توان دنارینه وو په پرتله نه چنده دی او باید دواړه لوري په یوې جنسي اړیکه کې پاملرنه وکړي چې مقابل لوری ارضا کړي او باید متناسب سکس ولري او باید دواړه لوري غږمله وي د مثال په توګه یو لوری ارامه سکس او بل لوری له تاوتریخوالي او زور سره یو ځاي سکس غواړي په دغسې حالت کې به جنسي اړیکه د دواړو لپاره کړونکي شي ښايي یو لوری ارضا کړاي شي خو بل لوري ته دغه اړیکه یوازې سرخوږی وي نو غوره ده میړه او ښځهد یو بل شخصیتي ځانګړتیا وې وپیژني چې دواړه سالمه جنسي اړیکه ولري .
که میړه او ښځه مناسبه او ښه جنسي اړیکه ولري په ژوند کې د ډیرو ستونزو مخه نیولی شي که څه هم ممکنه ده افغان میرمنې ډیر شیان وزغمي او له شرمه څه ونه وایي خو دغه غبرګون په یو ډول دهغې په کړچار او چلندکې ورایښت پيدا کوي نو ددې لپاره دغه چاره ډیره اړینه ده چې میرمن هم باید دنارینه په شان ارضا شي خو کومې نښې شته چې موږ پوه شو میرمن ارضا شوې ده که دغه نښې پکې څرګندې شي په دې معني ده چې میرمن ارضا شوې ده :د تیو یا سینو څوکې ېې کلکې کیږي او ژر ژر سااخلي، احساساتي کیږي ځنیې وخت تردې حده احساساتي کیږي چې ممکنه ده وژاړي البته دغهخصوصیات ډیر په لودیځو میرمنو کې څرګند یږي ځکه چې زموږ په ټولنه کې میرمنې له خځلیتا ډیر شیان نه وايي او یا خپل احساسات نه څرګندوي خو دا هم کیدا ي شي چې ځینو میرمنو ته خوب ورشي دغه چاره ښايي ډیر ځله په نارینیه وو کې ولیدل شي خو میرمنې هم ممکنه ده خوبولي شي ،دغه راز ځینې میرمنې له دې وروسته چې ارضا شي زړه ېې غواړي چې خا وند ېې په غیږ کې ونیسي ، ځینې میرمنې له دې حالته وروسته سمې په لاره نه شي تللی ځکه کله چې ارضا شي پښې ېې ریږدي او دا په دې معني ده چې هغه ارضا شوې ده، که میړه اوښځه له یو بل سره لږ ازاد وي ممکنه ده له جنسي اړیکې وروسته میرمن وغواړي چې بیا هم په دې اړه خبرې وکړي دا هم ددې ښودنه کوي چې هغه ارضا شوې ده ،که نورې خبرې ونه کړاي شي ممکنه ده میرمن به مو په خوله درضایت یوه موسکا ولري داهم دهغې د ارضا کیدا یوه نښه بللی شو.
د دې لپاره چې یوه میرمن تحریک شي او بیا ارګاسم ته ورسږي څو پړاونه ممکنه ده ترسترګو شي
:لومړی پړاو دپارولو مرحله ده د میرمنې په پارولو سره په جنسي غړي په تیره بیا په ګلیټوریس کې وینه راټولیږياو دغه کوچنی غړی کلک کیږي او په دې وخت کې له وجنیا یا مهبل څخه ښویه ماده ترشح کوي دغه راز د وجینا داخلي برخه خولو ته په ورته موادو سره لمدیږي دغه رازد مهبل ورید له وینې ډکیږي او رنګ ېې توربخونه شین شي په همدي وخت کې د میرمنې نبض زیاتیږي او ،دوینې فشار ېې لوړیږي ،په جنسي غړیو کې تودوخه زیاتیږي او لږ پړسیږي په دې ډول په میرمنو کې د تحریک یا پارولو پړاو دویم پړاو ته ځي چې دپلاتو پړاو بلل کیږي او د جنسي پارولودوام هم نومول شوی دی .
د پلاتو یا د جنسي پارولو د دوام په مرحله کې د و جینا دیوالونه له وینو ډکیږي او په نتیجه کې د مهبل خوله تنګیږي دا د ارګاسم پلیټ فارم هم بلل کیږي په دې پړاو کې ویل کیږي کلیتوریس تر یو پوښ یا خولۍ لاندې ځي خو په حقیقت کې دغه کوچنی غړی د تحریکاتو د ترلاسه کوونکي رول لوبوي په دې پړاو کې رحم ، درحم نلکې ، اوتخمدانونه لویږي او ساه اخیستل چټک کیږي ورسره نبض او فشارهم لوړیږي . ورپسې پړاو د جنسي خوند اوج دی په دې پړاو کې دوجینا نلکه په څپڅانده توګه انقباض کوي دغه راز د مقعد خوله یا سفنګټر هم په غیر ارادي توګه انقبضا کوي او نبض او د وینې فشار همغسې لوړیږي دغه ټول پړاونه په طبیعي توګه ترسره کیږي.
بل پړاو د ارامښت پړاو دی په دې مرحله کې دوجینا احتقان)دوینې راټولیدل ( کمیږي نبض بیرته ورو کیږي فشار ټیټیږي او پړسوب کمیږي ، دوجینا توربخونه رنګ بیرته عادي کیږي بدن سست او ارامه کیږي او کله هم ښځه خوله کوي دغه خبره هم باید هیره نه کړو چې کله نا کله غیر جنسي غړي هیم ځینې بدلونه ښيي منجمله په سینو یا تیو کې بدلون راځي ،ځینې وخت میرمن احساس کوي چې باید ادرار وکړي ، سا اخیستل زیاتیږي ،خوله ډیریږي ، دبدن تو دوخه زیاتیږي ،البته ځینې میرمنې ممکنه ده دسړو احساس وکړي ، دبدن له ځیني غړیو ممکنه ده خوله وبهیږي .
هره میرمن ددې جوګه ده چې ارګاسم ته ورسیږي ډیرې میرمنې ممکنه ده ووايي چې دغسې احساس ېې نه دی تجربه کړی ټولې میرمنېکولي شي دا زده کړي چې څنګه ارګاسم ته ورسیږي یوازې لږ دقت غواړي په دې ډول به پوه شي چې میرمنې هم انزال لري او کله چې د جنسي خوند اوج ته ر سیږي په مهبل کې ېې یو ډول ترشحات پيدا کیږي په دې ډول ویلی شو چې باید میرمنې د جنسي تماس په وخت ټول غلط دودونه او شرم او حیا څنګته کړي او دښه ژوند لپاره ښه جنسي اړیکه ونیسي .
په میرمنو کې ارضاکیدل دنارینه وو په پرتله پيچلې ښکارنده ده ځکه خو ډیر وخت غواړي چې میرمنې ارګاسم یا د جنسي خوند اوج ته ورسیږي تر ډیره حده دغه چاره د ښځې په روحې او عاطفي شرایطو پورې اړوندیږي میړه او ښځهدځینې لارو چارو په زده کولو سره یو ځاي ځان ارګاسم ته رسولی شي په نارینه وو کې ارګاسم په بدني تحریکاتو او تماس سره شونی وي په داسې حال کې چې په میرمنو کې دغه چاره لږ پیچلې ده البته دا چې میرمن ارګاسم ته نه رسیږي ښايي علت ېې دعلاقې نه شتون ، ویره ، او نامناسب روحي فشارونه او یا په ناسمه توګه جنسي مقاربت وي البته ځینې میرمنې داسې وي چې په هر مقاربت سره ممکنه ده ارګاسم ته ونهرسیږي که څه هم میرمنې دغه وړتیا لري چې دنارینه وو په اپوټه په یوه جنسي اړیکه کې څو ځله ارګاسم تجربه کړي البته دغه خبره بیا هم تکرارو چې دنارینه وو او میرمنو ارګاسم سره توپير لري او په میرمنو کې یوازې جنسي خوند ارګاسم نه شو بللی بلکه ممکنه ده سلیقو ته په پا م سره دامیندواره کیدا او ماشوم ته دشیدو ورکولو خوند هم ورسره ملګری وي نو د میرمنو عاطفي نړۍ د جنسي اړیکې په وخت ډیر ارزښت لري که دغو عاطفي غوښتنوته پام وشي له خوندونو او خوشالیو ډک ژوند به ولرئ .
په هرحال په لنډه توګه به پر هغو لارو چارو خبرې وکړو چې ورسره ممکنه ده میرمن ارګاسم ته ورسیږي او له جنسي اړیکودواړه لوري یو شان خوند واخلي تر ټولو مهمه مسله دا ده چې میړه باید د میرمنې له پوره تحریک مخکې جنسي مقاربت ترسره نه کړي او دخول اجرا نه کړي په دې معني ترهغه باید دخول ونه شي چې میرمن ارګاسم ته رسیدلي نه وي دغه چاره دځینو لارو چارو په زده کولو سره شونې وي مثلاً روحي مسلو ته توجه کله چې میرمن جنسي اړیکه ټینګوي ترهغه مخکې غوره ده ددې اړیکې په هکله خیالونه ولري دغه خیالونه له دې سره مرسته کوي چې ارګاسم ته ورسیږيهم له روحي او هم له فزیکي پلوه ځان جنسي اړیکې ته چمتو کړي که لږ په دې مسلو او له اړیکې مخکې په سکس فکر وشي ښايی نورې لارې او شیان هم پیدا کړي چې دهغې له پارولو سره مرسته کوي او بیا له دغو لارو او شیانو د جنسي خوند او تحریک لپاره استفاده وکړي که په همدغسې خیالونو سره ګرمه مینه او جنسي اړیکه پیل کړي ډیر ژر به ارضا شي تر ټولو مهمه خبره دا ده چې غوره ده میرمن هوسا او ارامه وي دغه احساسي دباونه او فشارونه جنسي خوند کموي نو ددې لپاره چې د جنسي اړیکې په وخت ځان ارامه احساس کړئ غوره ده ترهغه مخکې په ګرمو اوبو حمام وکړئ یا کتاب ولولئ او یا بل هر هغه کار ترسره کړئ چې تاسو ارامه او ریلکس کولاي شي له هغه وروسته جنسي اړیکه ښايي ډیر خوند درکړي هغه شیان چې ستاسو تمرکز له منځه وړي هغه لیرې کړئ ډیرې میرمنې کله چې له خاوند سره جنسي اړیکه نیسي په نورو مسلو فکر کوي مثلاً ورځني کا رونه ،بوختیاوې ، سرګرداني ، له خواښې سره ستونزې ، د ماشومانو ستونزې ، دکوټې ډیره رڼا له میړه شرم ، دچاپریال شور ماشور او نوردغسې مسایل ممکنه ده ستاسو تمرکز له منځه یوسي او ښه فکر او تمرکز ونه کړاي شئ ټول دغه فکرونه دڅو شیبو لپاره له ذهنه پاک کړئ او یوازې له جنسي اړیکې خوند واخلئ له هغه وروسته دغه سالمهجنسي اړیکه ستاسو اعصابو ته خاص سکون او ارامښت ورکوي او ښایي زغم او صبر مو هم دناخوالو په وړاندې زیات کړي عصبانیت له ځانه لیرې کړئ ، ددې لپاره چې سمه جنسي اړیکه ولرئ ترهغه مخکې باید له مقابل لوري سره له زړه مینه وکړئ له مینې پرته جنسي اړیکه خوند نه لر ي ، د جنسي مقاربت په وخت میرمنې باید خپل فکر شهواني کړئ یوازې هغو کارونو ته توجه کوئ چې خاوند مو ترسره کوي غوره ده نیغ په نیغه دهغه سترګو ته وګورئ و یوازې جنسي مقاربت ښايي کفایت ونه کړي چې میرمن ارضا کړي غوره ده له لمس کولواو نورو لارو هم استفاده وشي چې میرمن هم د جنسي خوندڅوکې ته ورسیږي ،ډیر میړه اومیرمنې جنسي اړیکه دشپې ناوخته کوي او دا هغه