ګوګل ژباړه د پښتو ژبې د سمون لپاره ستاسو مرسته غواړي

افغان تحرک- 2017

ډیر خلک د ګوګل په مرسته پښتو او نورې ژبې زده کوي

پښتو، د لیکل شوو آثارو له اړخه، نیستمنه ژبه بلل کیږي خو ګوګل وايي پښتانه لیکوال ژباړونکي ورسره مرسته کولې شي.‌

که مو کله ګوګل ژباړه کارولې وي نو ښایي دې ته مو پام شوی وی چې ژباړه یې ورانه او بې کیفیته ده.

د تکنالوژۍ په عصر کې موږ هره ورځ د ځوابونو او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګوګل ته ورځو، خو ولي ګوګل ناسمه او نیمګړې ژباړه کوي؟ ګوګل وايي د سمې ژباړې لپاره میلیونونو ژباړل شوو آثارو – کتابونو، مقالو او نورو – ته اړتیا لري، خو وايي‌ پښتو لدې اړخه نیستمنه ژبه ده.

په ګوګل ژباړه کې د پښتو د دغې تشې د ډکولو یوه لار شته. د ګوګل ژباړونکي مشره څیړونکی، جولي کتیو، وايي “که تاسو په انګلیسي او پښتو ژبو پوهیږئ، لطفاً د ګوګل ژباړې له ټولنې سره یوځاې شئ او ژباړه وکړئ، ځکه موږ اضافي ژباړو ته اړتیا لرو. دغه کار د ګوګل ژباړې پر کیفیت نیغ په نیغه تاثیر لري”.

your ads

د نړۍ لسګونو میلیونو پښتنو لپاره ګوګل تیرکال د ژباړې وړیا خدمات پیل کړل. جولي کتیو وايي د جون په میاشت کې ګوګل نیرونیتس تکنالوژي پکار واچوله چې د پښتو ژباړې کیفیت ښه کړي.

“اوسمهال موږ د ژباړې پر کیفیت تم یو. موږ واقعاً د هرې ژبې ژباړې ته پاملرنه کوو او غواړو چې د ژباړې کیفیت ډیر لوړ شي.‌ نیرونیتس تکنالوژي چې موږ یې اوس کاروو، د یوې جملې مکمله ژباړه راباسي، نه دا چې د پخوا په څیر ټکی په ټکی یې وژباړي”.

څه باندې ۵۰۰میلیون خلک هره میاشت له ګوګل نه د ژباړې کار اخلي. ګوګل دا مهال ۱۰۳ ژبو ته ژباړه کوي او په ځینو ژبو کې آن غږ، ویډیو او تصویرونه/عکسونه ژباړي. ډیر خلک د زده کړې لپاره ګوګل ژباړه کاروي، او د نړۍ د لټون تر ټولو ستر دغه شرکت پر موبایل ټیلیفون خپل آپ داسې تیار کړی چې له ډیټا یا انټرنټ پرته هم کار کوي.‌

ګوګل ۱۰۲ ژبو ته د پښتو ور پرانیستی دی، خو د ژبو تر منځ د ژباړې د سمون لپاره له پښتنو لیکوالو او ژباړونکو مرسته غواړي چې خپل لږ وخت، په وړیا، د پښتو ژباړې د پیاوړتیا لپاره وقف کړي.”

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب