په عبادت کې د نيت اهميت

څوک چي يوعبادت کوي بايدترکولومخته خپل نيت صحيح کړي،څو
خواري يې ضائع نشي ځکه چي په حديث شريف کي راغلي دي
داسلام دويم خليفه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه  فرمايې:مادرسول الله صلی
الله عليه وسلم څخه په داسي حال کي اورېدلي چي داسي يې
فرمايل:انماالاعمال بالنيات وانمالکل امرئ مانوی فمن کانت هجرته الی
دُنيايصيبهااوالی امرءة ينکحهافهجرته الی ماهاجراليه (متفق عليه)
(اعمال په نيت پوري تړلي  دي  اوهرچاته به دخپل نيت مطابق بدله ورکول
کيږي،دچاچي هجرت دالله اودهغه دپيغمبرلپاره وي نودده هجرت دالله اودهغه
دپيغبرلپاره دی اودچا چي  ددُنيااويادښځي لپاره وي چي دی يې په نکاح کوي
نودده هجرت دهغه څه لپاره شودکوم شي(په نيت )يې چي هجرت کړی وي
(بخاري،مسلم)
په دې حديث کي داخبره په څرګندډول بيان شوې چي دعمل اعتبارپه نيت پوري
ارتباط لري که دا چانيت په عمل کي صحيح وونوهغه عمل يې دقبلېدلوجوګه
دی،که يې نيت خراب ووهغه عمل دقبلېدوجوګه اووړنه دی .
مطلب دادی
چي  نيت صحيح شونوعمل صحيح دی اوکه نيت خراب شونوعمل هم خراب دی.
امام نووي  رحمة الله عليه ليکلي دي
چي کله څوک عمل کوي نودنيت درې حالته دي :
{اول}داعمل دالله دوېري له امله کول.
دادغلامانواوبندګانوعبادت دی.
{دويم}عمل دجنت دترلاسه کولواوله دوزخه دخلاصون لپاره کول،دادتجارانوعبادت دی .
{دريم}داعمل له دې امله کول  چي له الله جل جلاله  څخه شرميږي،دالله
دبندګئ دحق اودشکرداداکولوپه خاطر،ددې سره بياهم ځان پړګڼي،ددې سره په
خوف اوډارکي اوسي چي دانه ده معلومه چي داعمل به دده قبول شي کنه ؟
دادازادوخلګوعبادت دی دې ته رسول الله صلی الله عليه وسلم  اشاره کړې کله
چي يې عائشه رضی الله عنهاته وفرمايل کله چي دنبي عليه السلام پښې دشپې
په عبادت وپړسېدې اوعائشه رضی الله عنهاورته وفرمايل:اې دالله رسوله ته
دومره تکليف په ځان تېروې،په داسي حال کي چي تاته الله پاک مخکيني
اووروستنئ ګناوي ټولي دربخښلي دي؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:افلااکون عبداشکورا(آيادالله
شکرګذاره بنده نشم؟)

دادرې قسمه خلګ چي ذکرشول دااقسام دهغه چادي چي اخلاص لري،دوی ټول پرحق
دي اودهريوه عمل ددې جوګه دی چي دالله په دربارکي دي قبول شي

کله کله داسي پېښيږي چي په يوه انسان کي خواخلاص هم وي ليکن شيطان دهغه
دګمراه کولولپاره نوري چاري لټوي ترڅوهغه مخلص انسان هم په خپل   دام کي
راونيسي چي له اولني دام نه خلاص شوی دی .
هغه مرض دعجب اولويې دی،څوک چي په عمل باندي عجب اولويې کوي ده ته داعمل
پرځای د دې چي ګټه وکړي برعکس تاوان کوي اودادده لپاره دعذاب لامل ګرزي .
نوپه عبادت به سړی لويي  اوتکبر نه کوي بيابه داعمل دقبلېدلوجوګه کيږي .
لکه څنګه چي مومخکي وويل داعمالوارتباط په نيت پوري دی که نيت صحيح
وونوهغه عمل وزني اودقبلېدلوجوګه دی،نودنيت پېژندل اوصحيح کول ډېرضروري
اواړين دي،ترڅوله صحيحه نيته پرته دانسان عمل نشي ددې لپاره چي دالله
تعالی په دربارکي قبول شي،بله وجه داهم ده چي دنيت په اعمالوکي  عجيبه
تاثيرات هم وي
چي هغه په عبادت کي ښکاريږي
تردې چي مباح کارونه دثواب گرزي  دسم نيت له امله اودثواب کارونه بې گټي
کيږي دغلط نيت له امله .
الله پاک دي توفيق راکړي چي خپل نيتونه صحيح کړو
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب