د ژوند د جوړې غوره كول

آیا نن مینه له مینځه تللې؟ كيداى شي په لويديځو ټولنو کې دا خبره ريښتينې وي… چيرته چې د طلاق كچه ډيره لوړه شوې ده، هلته چې له بيلا بيلو كسانو سره اړيكې درلودل یوه عادې خبره وي، نو د ریښتنې او تلپاتې مینې پیدا کول به ډیر ستونزمن وي.

خو په اسلامي نړۍ كې څنګه؟

دا یو څرګند حقیقت دى، چې غربې رسنۍ د مسلمانانو ودونه د مسلمانانو د نورو کړنو په شان خلکو ته غلط ورپیژنې.

 

دوى د مسلمانانو د  جبري ودونو، د ښځو د وهلو او داسې نورې کړنو په اړه غږیږی، کوم چې په اسلام کې هيڅ جواز نه لري.  دوى د هغو ګن شمير مسلمانو ځوانانو او پیغلو یادونه نه کوي چې واده څومره احترام لري، او د هغې ورځې په فکر کې وي، چې د واده لپاره وړ شخص پیدا کړی او خپل پاتې ژوند ورسره تیر کړي. دوي د ټولو هغو مسلمانو ښځو او میړنو یادونه نه کوي چې خپل ټول عمر سره یو ځای تیروی، په حقیقت کې یو د بل سره مینه او یو د بل احترام کوي، نو ځکه (مینه) په اسلامی نړۍ کې له مینځه نه ده تللې.

تاسې څنګه پوهیږئ چې د واده لپاره مو وړ كس پیدا کړﺉ؟

تاسې څنګه پوهیږﺉ دا هغه كس دى چې تاسې غواړې خپل پاتې ژوند ورسره تیر کړﺉ؟

زموږ پیغمبر محمد صل الله علیه وسلم د واده لپاره د ښځو د ټاکلو په اړه داسې فرمایلی دي: (تنکح المرأة لاربع لمالها و لحسبها و لجمالها ولدینها فاظفر بذات الدین تربت یداک) [بخاری او مسلم]

ښځه د څلورو صفتونو لپاره په نکاح کولای شي، د هغې د مال (دولت) لپاره، د هغې د ښه نسب لپاره، د هغې د ښایست لپاره او د هغې د دیندارې لپاره، نو ته د دینداری د صفت په پام كې نيولو سره انتخاب وكړه، لاسونه دې په خاورو شه.

ځوان یا پیغله باید په ډیر دقت سره د خپل ژوندانه شریک وټاکې، ځکه دا یو ضرورت دي، راتلونکی میړه یا ښځه به ستاسې د ماشوم پلار یا مور وي. ستاسې خاوند یا ښځه باید داسې شخص وي چې په هغه باندې د هر شي اعتماد وکولای شى، هغه به د کورنۍ مسول وي او د کورنۍ لګښت به برابروي. مونږ باید ښه فکر وکړو چې غوره والې په کوم اساس وي.

که چیرې د جوړې د انتخاب معيار ښایست وي، نو پوه شه چې هغه څوک چې ستاسې نظر یې خپل ځان ته اړولی دی، د تل لپاره همداسې ښكلې نه پاتې كيږي. كيداى شي زوړ، چاغ او يا ناروغ شي. نو که چیرې دا ظاهرې ښایست له مینځه ولاړ شي، څه به پیښ شي؟

که چیرې تاسې دواړه ښه مسلمانان واوسې او د يوې ښې كورنۍ په جوړول كې ژمن و اوسى نو دا بريالى واده او پدې توګه به تاسې دواړه ډيرې لوړې مرتبی ته ورسیږی.

که چیرې څوک د دینداره شخص سره واده کولو ته سترګې په لاره وي، نو پدې دې باور ولرﺉ چې دغه نکاح به نه یواځې د ده دین پوره کړي بلکه دی به په بشپړه توګه د الله جل جلاله طرف ته بوزی.

دا ډول كسان د خپل ځان په پرتله ډیر کوښښ کوي چې خپل خاوند یا ښځه خوشحاله وساتی. دوي تل په هغو ارزښتونو پسې ګرځې، چې سره شریک وي. دوى تل الله جل جلاله حاضر ګڼی او هغه څه ترسره کوي چې الله جل جلاله پرې خوشحاله کیږي.

کله چې ميرمن يا خاوند په دې عقیده وي چې په خپل هر قول او عمل سره د الله تعالى عبادت كوي، نو دواړه یو بل ته د الهی ډالۍ په سترګه ګوري.

آیا تاسې هم له واده څخه همدا ډول هيلې لرى؟

كه چيرې مو ځواب هو وي نو بيا د دې کار لپاره اړينه ده چې چې د خپلو هيلو او موخو په هكله له خپلو مشرانو، مور او پلار، او نږدې ملګرو سره مشوره وکړﺉ او د تكړه دعوتګرو مشورو ته پاملرنه وكړئ.

کله چې څوک د لومړې ځل لپاره وینی، نو سم د لاسه د هغه / هغې سره د واده تصمیم مه نیسی.

د واده لپاره علاقمند اوسې، خو ډیر انتظار وکړﺉ، آیا ستاسې موخه يوازې واده كړل دي كه د ښه خوشحاله او ډاډمن ژوند لاس ته راوړل؟

پدې هكله ښه فکر وکړﺉ، کله چې ښه مطمن شوى نو بيا د واده لپاره ګام پورته كړئ.

دې موضوع ته لږ نور وخت هم ورکړﺉ او په دې برخه کې د الله جل جلاله نه مرسته وغواړﺉ، چې وړ شخص مو په نصیب کړﺉ.

کله چې تاسې واده وکړ،  نو الله تعالى ته دعا وكړئ چې په خپلو مینځو کې مو مینه پخه كړي او او په ښو او بدو حالاتو کې یو د بل مرستندوى و اوسئ.

لیکوال: ادریس توفیق

ژباړه: روح الله صاحبزاده

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب