هغه نارینه چې اولاد نلري باید څه وکړي؟ او څنګه

کولی شي چې د عقامت یا بې اولادۍ له ستونزې ځان خلاص کړي؟

له بده مرغه په عامه اذهانو کې دا یو مطلق غلط ذهنیت جوړ ده چې بې اولادي یوه دایمي ناروغي ده نه داسي نده هره ستونزه د حل لاره لري او همدا ډول هره ناروغي تاداوي لري! حتی تاسو کولی شي خپل ورځني ژوند کې د تغیر په راوستلو له دغي ستونزې سره د ټول عمر لپاره مخه ښه وکړي!
عفامت یا infertility په دواړه یعنی ښځمنو او نارینه کې موجود وي داسې نده چې بې اولادي فقط او فقط د نارینه ستونزه ده دا لیکنه د نارینه په عقامت راچورولوم که ژوند باقي وه نو د ښځمنو د عقامت په هکله به هم مشرح توضیحات درکړم !

په نارینه کې عقامت یا بې اولادي male infertil
په ساده ژبه یې که ووایم په نارینه کې عقامت یعني د نارینه ناتوانایې چې خپله میرمنه حامله کړي! یا د نارینه په منیو کې د هغه ځواک نه شتون د کوم له کبله چې حمل منځ ته راځي.
دا چې تعریف مو وکړه دا پدې معنې نده چې کیسه تر همدې ځایه وه او بس !
دغه نارینه ته څه کول پکار دي؟
لمړی: دا چې سپرم یا مني په هګیو یا testis کې جوړیږي نو لمړی باید ددغه اورګان د بښپړ محافئت په هکله معلومات درکړم :
۱-همیشه هڅه وکړي خپلې هګۍ یخې وساتئ،وروستیو څیړنو ثابته کړې چط لوړحرارت نومړي اورګانونه په شدت سره زیانموي
۲-د سونا حمام نه جدا ډډه وکړئ هغه نارینه چې د بې اولادۍ سره لاس او ګریوان دي هغوي ده د سونا حمام د ذهرو په څیر ده او هغه نارینه چې نغواړي په راتلونکي کې د همدې ستونزې سره مخ شي نو د سونا حمامونه سره همدا شیبه مخه ښه وکړۍ.
۳-هغه نارینه چې د بې اولادۍ ستونزه لري هغو لپاره د بایسکل ځغاسته ناسمه ده یعني د ورزش په پلمه هم ورته اجازه نشته چې بایسکل وځغلوي.
۴-د ډیره تنګو نیکرونو د اغوستنې نه ډډه وکړئ! ځکه تنګ نیکر آغوستنه مو هګیو ته د وینې پر جریان منفي آثر کوي نو هغه نارینه چې عقیم دي د هغوئ هګیو ته باید په هیڅ صورت د وینې چریان نا منئم نه وي.
۵- د سګرټ ځښکونه تر ټولو جدي ستونزه ده دغه نارینه دي ژر تر ژره د سګرټ څښکونه بنده کړي او که چرته الکول ،چرس او داسې نور دخنیات کاروي نو هغه دی هم په چټکۍ سره ودروي.
۶-عقیم نارینه دي د تایرایډ غدي ټول معاینات وکړي ځکه ډیری وخت د تایرایډ د هارمون له حده ډیروالی او یا له نورمالط کچې ټيټوالی د عقامت سبب ګرځی
۷- عقیم نارینه دې تر ډيره بریده هڅه وکړي چې د راډیولوژیکو موادو سره په اړیکه کې نشي پاتې!
پورته ذکر شوی هغه کارونه دي چې ناروغ یې باید خپله وکړي او ددی لپاره تاسو نه کوم ډاکټر ته اړتیا لرئ او ن ه کومې نسخي ته اړتیا لري دا باید تاسو خپله پر خپل ژوند کې درسره وکړي!
۸- ډیری نارینه چې عقیم دي د یوي کوچنۍ جراحۍ په واسېه یې ستونزه رفع کیږي که چرته یې سپرم نورمال وي او د سپرم د جوړښت ټولې پروسې یط نورمالې وي نو ممکنه ده چې نومړی نارینه د سپرمو په اېراحیه مجرا کې کوم بندش ولري او دغه بندوالی یې حم سپرم نه پریږدي چې د ښځمني تر رحم پورې ورسي.
۹- درمل: شته داسې درمل چې نن سبا د سپرمو د ځواکمنیدا سبب ګرځي او تاسو له بې اولادۍ د اولاد دارۍ په لوري خوځوي او ددی لپاره آړینه ده چې له ډاکټر ه مشوره وکړي او د هغه په مشوره په معینه وقتونو یې استعمال کړئ.
۱۰- پرته له ځغاستي او بایسکل ځغلوني بل هر ورزش په تیره لامبو وهل او هغه هم په روانو یخو اوبو کې تر بل هر څه مو ډيره مرسته کولی شي.

ذبیح الله احمدی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب