د چای څشلو ګټې
چای چې په ټوله نړۍ کې یو له زیاتو استهلاکي توکو څخه دی، استعمال يې ډیرې فایدې لري.
په څیړنه کې که څه هم د چایو په نوعه څه نه دي راغلي، خو ویل شوي، چې د چای څښل ډیرې ګټې لري. ځینې دلته ذکر کوو:
۱ـ چای اشتها کموي او د زیاتې ډوډۍ خوړولو مخه نیسي.
۲ـ د بدن ځواک او کالوري زیاتوي.
۳ـ د چاغوالي مخه نیسي.
۴ـ د ارم او استراحت لامل دی.
۵ـ د وینې غوړ کموي.
۶ـ د زړه د ناروغیو مخه نیسي.
۷ـ د شکرې ناروغۍ مخه نیسي.