زعفران؛ ګټې او زيانونه

زعفران د نړۍ تر ټولو ګران بیه ګل دی چې د روزلو او ټولولو نږدې ټول کارونه یې په لاس کېږي. زعفران خپله نورو خوراکي توکو ته خوند او رنګ ورکوي، وازدې له منځه وړي او په وینه کې د کلېسټرولو د زیاتوالي مخه نیسي.

که غواړی چې ذهني ارامتیا  ولری، زعفران وکاروئ. له دې سره سره زعفران اشتها زیاتوي او د پوستکي، سترګو، زړه او سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي، حافظه قوي کوي او د وینې فشار په ټيټولو کې پوره مرسته کوي. که له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي، هضم اسانه کوي، معده قوي کوي او دردونه یې له منځه وړي.

زعفران بدني ستړیا او خپګان له منځه وړي. پر زعفرانو وروستیو څېړنو ښودلې چې زعفران د ستړیا او خپګان د له منځه وړو خاصیت لري، له دې مخکې هم په سنتي طب کې زعفرانو ته د خوشالوونکي او خوښۍ راوړونکي ګل نوم کارول شوی دی. زعفران د الزایمر او پارکیسون ناروغیو مخه نیسي او تمرکز قوي کوي. که عصبي دردونه لرئ او یا هم له بې خوبۍ ځورېږی، نو زعفران یې اصلي درمل دي.

د زعفرانو زیانونه

په زیاته کچه د زعفرانو کارول د خوابدۍ، د زړه د ضربان د زیاتوالي، سر ګنګسۍ، له پزې او شونډو د وینې بهېدنې، بې حالۍ او ژېړي سبب ګرځي چې کله کله ان د انسان په مرګ هم تمامېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب