
د چاپي ژورناليزم لنډه تاریخچه
د ژورناليزم پیل د انسان له پیدایښته سره تړاو لري، خو دا تړاو د چینلونو، وسایلو، امکاناتو او پراختيايي طرز له مخې نه؛ بلکې د (پیغام ترلاسه کولو او خپرولو) له اړخه په شفاهي ژورناليزم سره مخکښ ګڼل کیږي. نو ځکه وايو چې د ژورناليزم شروع د انسان له پېداېښت څخه پيلېږي.
زرګونه کلونه وړاندې د فرغونيانو پرمهال فرعوني مشرانو د وخت د معلوماتو د ترلاسه کولو او راټولولو لپاره د (پاپیروس) په پاڼو او پوټکو باندې تصویري خط ليکنه کوله، بیا به یې همدا لیکنه د خپلو عبادت ځايونو د دروازو د پاسه ځړوله، تر څو ډیر خلک ترې خبر شي، دا لیکنې به زیاتره په ديني معلوماتو ترسره کیدې.
د حضرت عيسی علیه سلام له پیدایښت څخه(۵۷۱) کاله دمخه هره ورځ (رومن راج) د جنګي معلوماتو او اطلاعاتو یو قلمي اخبار خپرولو، چې دا اخبار (اکټا ډیورینا) نومېده، چې د (ورځنیو کړنو) معنا ورکوي.
اوسنيو ورځپاڼو ته ورته ورځپاڼې په (۱۵۶۶) کال د وینز په ښار کې د (ګزیټا) په نوم پیل وکړ.
بلاخره د حضرت محمد مصطفی (ﷺ) پرمهال شفاهي ژورناليزم د خپل پراخ اغیز په لرلو سره ځانګړی ځای خپل کړ، اصحابو کرامو ته به هدایات ورکول کېدل، کشرانو صحابه کرامو به د پلي کوونکي په توګه لارښوونې ترلاسه کوله، له دې علاوه مسجد نبوی يوازې د عبادت ځای نه بلکې د پوهې د لیږد او د تازه معلوماتو د اورېدلو او هدایاتو د ترلاسه کولو مظهر هم و، ځکه له همدې ممبر څخه الهي ارشادات تر خلکو رسول کیدل او د خلکو له حال او احوال به يو بل ته خبرتیا حاصلېدله.
لومړی د خبر ترلاسه کولو او خپرولو چارې د حضرت عمر (رض) لخوا پیل شوې، د عربي تاریخ پوه (فخري) له قوله دا کړنې د حضرت معاويه (رض) په وخت کې د (البرید) په نوم پیل شوې، په عربي ژبه کې البرید د ډیر باروړونکي(چټک تلوونکي) اس معنا ورکوي.
ژورناليستیک چلند د عمر (رض) لخوا پیل شو، د خليفه عبدالملک په وخت کې دا پروګرام ډیر منظم او غښتلی شو.
د دمشق والي به د سړک پرغاړه په يو میل کې څو کسان له تېز تلوونکي اس سره درول، له يوه څخه به يې بل ته معلومات ورکول او ددې ترڅنګ به یې د سیمې ټول معلومات او پيښې د وخت خليفه ته رسولې.
ګوتنبرګ د چاپي حروفو جوړولو کار پيل کړ، بلاخره په دې بريالی شو چې د لرګيو د ټوټو پرځای فلزي حروف هم رامنځته کړل، بیا یې ددې حروفو له جوړولو ورورسته، ورته رنګ هم جوړ کړ، په (۱۴۵۶م) کال کې ېې د انجیل ۳۰۰ نسخې چاپ کړې.
په لندن کې د ډیلي کورانټ(The daily courant) په نوم لومړی ورځپاڼه په کال (۱۷۰۲م) کې چاپ شوه، بنجامین هریس لومړنی انګریز دی چې امریکا ته د تګ سره سم يي هلته په ۱۶۹۰م کې یوه جریده (Public Occurrences) په نامه چاپ کړه تر دي وروسته پوه امریکايي جان کمبیل(Gown Campbell) په ۱۷۰۴م کال کې یوه امریکايي ورځپاڼه چې (Boston News-Letter) نومیده خپره کړه او همدارنګه لومړنۍ روسي خپرونه په ۱۷۰۳م کال کې خپره شوه.
اروپايانو په پیل کې له مطبوعاتو د استعماري وسیلې په توګه کار واخیسته چې دا لړی د اکثره لوی قدرت لرونکو هیوادونو لخوا نن هم د استعماري پدیدې په توګه کاروي کیږي.

په (۱۵۵۰م) کال پرتګاليانو په هند کې لومړی مطبعه جوړه کړه، چې په پیل کې به په دغه مطبوعه باندي مذهبي کتابونه چاپیدل، خو (J.A.Hichy) لومړنی سړی و، چې په کلکته کې يي د (Bengal Gazette) په نوم یوه جریده په انګریزي ژبه کې خپره کړه .
زموږ د هیواد دوي لویې ژبې هم د لومړي ځل لپاره اروپایانو د خپلو خاصو مذهبي او استمعاري هدفونو لپاره له طباعت سره اشنا کړیدي، د دری ژبې لومړنی چاپي اثر د (داستان مسح) په نامه د لاتیني ژباړې سره یو ځاي په ۱۶۳۹م کال په لندن کې چاپ شوي دي.
په افغانستان کې د ژورناليستک ډګر څرک له شمس النهار څخه په (۱۸۷۳م) کال د امیر شیرعلی خان د دوهمې واکمنی پرمهال راڅرګند شو.
له هغې وخته بیا تر دې وخته په هیواد کې د مطبوعاتي مسیر لاره له هسکو او ټیټو سره مل وه، خو په ټوله کې د افغانستان مطبوعاتو د نړۍ له مطبو
عاتي میزل څخه جلا شرایط تجربه کړل.
لیکنه: ماسټر حسیب الله «وحدت»
hasibullahhaidary1212@gmail.com

