د چارو بشپړوونکی (اجرائيه) قوه څه ته وايي؟
د چارو بشپړوو نکی (اجرائيه) ځواک
ولسمشر يا لومړی وزير چې د کابينې د غړو په ګډون حکومت بلل کيږي د چارو د بشپړوونکي ځواک په نوم ياديږي . د کابينې شمېر او دندې، واکونه او ګرمتياوي د قانون له لارې برابريږي . حکومت هغه مهال قانوني اعتبار تر لاسه کوي چې له ملي شورا څخه د باور رایې تر لاسه کړي .
دغه کړنه په هر هيواد کې د څېرې له مخې بيل، بيل ډولونه لري . خو حکومت په ټولنیز او ځانګړي توګه ملي شورا ته ځواب ورکوونکی دی .
د حکومت سترې دندې په دې ډول دي : د قوانينو اوکړنلارو د اومونمونوجوړول . د کورني او باندني سياست د تګ لارې مسوده، د پرمختیايي، اقتصادي او ټولنیزو پلانونو جوړول او بشپړول، د دولتي بودجې وړاندې کول او تر سره کول، په ټول هيواد کې د امنيت ټېنګښت او د ټولو هيوادوالو د قانوني ازاديو او حقونو خوندي ساتل، د باندنيو مناسباتو او کړو وړو برابرونه او لارښوونه .
د سياسي اړېکو ټېنګښت، د باندنيو هيوادونو او نړيوالو څانګو سره د تړونونو لاسليک . د چارو د ښه پر مخ بيولو لپاره د ت لارو جوړول او منل دي . . .
– د ژوند اخلاقي ارزښت د دندو د سرته رسولو د شمېر پر تله تلل کيږي . « موريس مترلينګ »
– له چارو او خدمت کولو پرته په نړۍ کې بل داسې شی نه شته چې انسان دې د هغه لپاره ژوند وکړي . «ولينګټون »
– چارې پېژندنه د داسې پلاسټر په شان ده چې د بدن اخلاقي جوړښت يې سره کوشېر کړی دی . « مادام جيمسون »