د ځوانۍ ارزښت

تاسې ته د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یو حدیث ډالۍ كوم او هيله ده چې لږ فکر پكې وکړئ:
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: د قیامت په ورځ به هیڅوک له خپله ځايه قدم پورته نكړي تر دې چې د پنځو شیانو پوښتنه ترې ونه شي:
1.    د عمر په هكله کې چې په څه کې یې تیر کړی.
2.    د ځوانۍ په هكله کې چې په څه کې یې تیره کړې.
3.    د مال په هكله کې چې له کومه يې لاس ته راوړى
4.    او په څه کې یې لګولی.
5.    او د علم په هكله چې څومره عمل یې پرې کړی.

د ځوانۍ پېر برسیره پردې چې د عمر یوه برخه ده او مخکې یې هم پوښتنه کیږي خو دلته په جدا توګه ياد شوى. ريښتيا هم چې د ځوانۍ عمر جدا حساب لري. که وغواړو خبره په ښکاره توګه بیان کړو نو باید داسې انځور کړو چې له مونږ نه پوښتل کیږي چې:
–     په فلانۍ ورځ دې خپل وخت په څه ډول تیر کړ؟
–     اى سړیه! ولې دې د سهار تر څلورو بجو پورې د تلویزیون چینلونو بیهوده بدلول… ولې؟
–     اى د کور میرمنې! په فلانۍ ورځ دې ولې خپل دری ساعتونه د مجلو د بیهوده مطالبو په لوستلو تیر کړل؟
–    اى ځوانه په هاغه شپه دې بې له کوم هدفه په کوڅو کې چې موټر وځغلول څه دې وکړل؟
–     اى زده کوونکيه خپل وخت دې ولې د خپل ملګري په کور کې په بیهوده کارونو تیر کړ؟
–    اى ځوانه ولې دې خپل زیات وخت په خوب باندې تیروې آن تر دې چې د سهار لمونځ هم قضأ کوې؟
–     آیا د یوه مسلمان ځوان سره ښایي چې ټوله ورځ د تلویزیون ټول پروګرامونه وګوري اما په میاشت کې دې یو ځل قرآن ونه لولي؟
–    آیا په رښتیا هم باید د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) امت په همدې ډول وي؟
–     آیا وخت چې الله (جل جلاله) په هغه باندې قسم خوړلی او د قیامت په ورځ به د هغه په اړه پوښتنه کیږي باید په همدې ډول مصرف شي؟
د حساب دقت ته پام وکړئ، د عمر د هرې دقیقې بلکه د هرې لحضې په اړه به پوښتنه كيږي!
عمر له کلونو، کال له ۳۶۵ ورځو او هره ورځ بیا په ۲۴ ساعتونو او ساعت بیا په دقیقو او دقیقې بیا په شيبو او ثانیو باندې ویشل کیږي

آیا پوهیږی چې عمر څومره ارزښتمن نعمت دی؟
دا په تا پورې اړه لري چې خپل عمر څه ډول تیروې؟ خپله له ټولو لویه سرمایه په کوم ځای کې مصرفوې؟ خو دا په یاد ولره چې د پښیمانۍ ترخه د بل هر څه له ترخو نه ترخه دي.
غواړم وخت او په دنیوي ژوند کې د هغه ارزښت درته بیان کړم حال دا چې لويديځوالو پدې هكله خپل سرونه خلاص کړي؛ واقعا‌‌ً هغوی له خپل وخت نه پوره ګټه اخلي او په همدې خاطر توانیدلي چې زمونږ نه مخکې شي؛ مونږ تل خپل وخت په بیهوده لارو مصرفوو او د خپل عمر لحظاتو ته هیڅ ارزښت نه وركوو، په داسې حال کې چې همدا لحظې زمونږ عمر جوړوي.

ليكنه: عمرو خالد
ژباړه: روح الله ساحل.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب