تخم لرونکي نباتات او جوړښت یې

تخم لرونکي نباتات (Seed Plants)

تخم لرونکي نباتات ریښې، ډنډر او پاڼې لري او دانې تولیدوي. دغه نباتات په دوه ډلو وېشل شوې دي. ښکاره زړي لرونکي او پټ زړي لرونکي نباتات. ښکاره زړي لرونکي نباتات ګل نه تولیدوي او پټ زړي لرونکي نباتات میوه لري، چې زړي یې په میوه کې پټ وي او ګل تولیدوي. دې نباتاتو ته ګل لرونکي نباتات هم وايي. ګل لرونکي نباتات په دوه برخو ویشل شوي دي. یو مشیمه او دوه مشیمه.

  • یو مشیمه: هغه نباتات دي، چې دانې یې له یوې پلې څخه جوړې شوې دي، لکه غنم، جوار او اوربشې.
  • دوه مشیمه: هغه نباتات دي، چې دانې يې له دوه پلو څخه جوړې شوې دي او پرمنځ بېلېږي لکه لوبیا او نخود

د تخم لرونکو نباتاتو جوړښت

تخم لرونکي نباتات درې مهمې برخې لري، چې عبارت دي له ریښې، ډنډر او پاڼو څخه.

ريښه:

د نبات یو عمده برخه ده  چې د خاورو دننه لیدل کیږي. ریښې په اصلي او فرعي دوه قسمه دي. فرعي ریښې د وېښتانو په څېر نازکې دي او د اصلي ریښو د پاسه راخېژي. د اصلي او فرعي ریښو مجموعې ته د ریښو سیستم وايي. ریښې لاندې اساسي دندې لري:

  • ریښه د نبات لپاره اوبه او په اوبو کې منحل منرالونه برابروي. ريښه نوموړي مواد له خاورو څخه جذبوي او ډنډر ته یې لېږدوي.
  • ریښه نبات په خاورو کې کلک ساتي
  • ریښه اضافي خوراکي توکي، چې د ضیایي ترکیب په وسیله منځته راغلي وي، لکه قند او نشایسته ذخیره کوي.

د ريښې ډولونه

رېښې د بڼې او ظاهري صفت له مخې په درې ډوله دي:

  1. نېغې رېښې: ځمکې ته نېغه ځي او لږې فرعي رېښې لري. دا رېښې کولای شي چې تر ځمکې لاندې اوبو ته ځان ورسوي. دوه مشیمه نباتات معمولا نېغې رېښې لري.
  2. خپرې رېښې: په ځمکه کې خپرې تللې وي. د نبات له بېخ څخه وده کوي، زیاتې خپرې او په عین جسامت رېښې لري. اوبه د خاورو له نژدې سطحې څخه جذبوي. یوه مشیمه یا یو پله يي نباتات معمولا خپرې رېښې لري.
  • غده یي رېښې: هغه رېښې دي چې مواد زېرمه کوي. په دوه ډوله دي: یو ډول یې د خپرو رېښو نباتات دي، چې مواد زېرمه کوي لکه د باقلي د فامیل نباتات لکه: نخود، رشقه او نور.

بل ډول يې د نېغو یا مستقیمو رېښو نباتات دي لکه: لبلبو، ټېپر او نور.

د رېښې فشار:

که چېرې د یو نبات له اوبو څخه ډکه یوه ساقه چې خاورې ته نږدې واقع وي پرې کړو، د لرګي له تنې څخه يې اوبه بهېږي. که یو ښیښه يي ټیوب د لرګي د تنې په پرې شوې برخه کې کېښودل شي، د نبات شیره له پرې شوي ځای څخه په ټیوب کې پورته خواته ځي. هغه فشار چې د اوبو سطحه یې پورته خوا ته ساتلې وي، د رېښې د فشار په نامه یادېږي.

تنه یا ساقه

ساقه د بڼې او جسامت له مخې زیات توپیر لري. د زیاترو نباتاتو ساقې د ځمکي د پاسه واقع وي؛ خو یو زیات شمېر نباتات د ځمکې لاندې ساقې لري.

د ساقې دندې

ساقه سربېره پر دې چې د رېښو اړیکې له پاڼو سره ساتي، لاندې دندې هم سرته رسوي.

  • ساقه نبات نېغ او ټینګ ساتي. پاڼو د ساقې د پاسه په څانګو ترتیب موندلی دی.
  • ګلان چې د ساقې د پاسه واقع دي، په ګرده شیندنه کې مرسته کوي.
  • ساقه د یو منظم سرک په څیر کار کوي او له رېښو څخه اوبه او معدني مواد پاڼې ته لېږدوي.
  • په ساقه کې موجود فلویم په پاڼه کې جوړه شوې غذا رېښې او د نبات نورو برخو ته لېږدوي.
  • ساقه مواد زېرمه کوي، مثلا: د زقوم نبات په ساقه کې زیاتې اوبه زېرمه کیږي.

پاڼه (leave)

پاڼې چې مختلفې بڼې لري د ضیايي ترکیب مهمه عملیه سرته رسوي او ددې عملیي په وسیله هم ځانته او هم نورو حیواناتو ته خواړه برابروي. ځینې پاڼې ګردي، ځیني نرۍ او ځیني زړه ته ورته بڼه لري. پاڼې د جسامت له مخې هم یو له بل سره توپیر لري. ځیني نباتات غټې پاڼې لري لکه چنار او ځينې داسې پاڼې هم شته، چې څو دانې یې له نوک دپاسه ځایېږي. پاڼې د ستوماتا په نامه سوري لري، چې د حفاظتي حجرو په وسيله احاطه شوي دي. د همدې سوريو په وسیله د کاربن ډای اکسایډ او اکسیجن تبادله او هم د اوبو تبخیر صورت نیسي.

تمرین

لاندې خالي ځایونو ته سم ځواب غوره کړئ.

  1. غنم …………………..مشیمه يي نبات دی.
  2. اکسیجن د ……….سوريو له لارې چې په پاڼه کې واقع دي، نبات ته داخلېږي.
  3. تخم لرونکو نباتاتو ته……………نباتات هم وايي.
  4. د ………… نبات په ساقه کې زیاتې اوبه زېرمه کوي.
  5. لبلبو د …………..رېښو نبات دی.

حل

  1. یو
  2. ستوماتا
  3. ګل لرونکي
  4. زقوم
  5. نیغو

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب