د پیس ناروغي او درملنه یې

 

پیس د پوستکي یوه ناروغي ده چې د بدن پر بېلابېلو برخو سپینې ليکې ښکاره کېږي.

دا ناروغي د پوستکي د رنګ جوړونکو حجرو په خرابېدو سره منځ ته راځي.

د پیس ناروغۍ سبب څه شی دی؟

د ناروغۍ سبب په دقیق ډول نه دی معلوم، خو د پیس د ناروغۍ په رامنځته کېدو کې ارثي او غیر ارثي سببونه رول لري. د پیس ناروغی په منځ ته راوړلو کي مهم سببونه په لاندې ډول دي:

۱. پیس کیدای سي د معافیتي سیسټم یوه ناروغي و اوسي دا سیستم د عضویت نابلده عناصر (لکه مکروبونه، ویرسونه او پرازیتونه) پیژني او له منځه یې وړي، داسي فکر کیږي چي معافیتي سیسټم پر رنګ جوړونکو حجراتو د نابلده حجراتو په څیر عمل کوي او له منځه یې وړي.

۲. ارثي عوامل هم د ناروغۍ په منځ ته راوړلو کي رول لري او دا ناروغي په هغه کسانو کي ډیره لیدل کیږي چي نژدې دوستان یې په اخته وي.

۳.داسي ویل کیږي چي کله د رنګ جوړونکو حجراتو له خوا رنګ دانه یا میلانین تولیدیږي په همدې وخت کي اکسیداتیفی مواد هم تولیدیږي او د رنګ جوړونکو حجرو دلمنځه وړو سبب کیږی، د حجراتو په دننه برخه کي د انتي اکسیدانت سیسټم سم کارنکول د ازادو رادیکلونو د زیاتیدو سبب کیږي او د پیس ناروغي منځ ته راوړي.

۴. بیله شکه د پیس ناورغۍ په منځ ته راوړلو کي د شخص عصاب او روان هم تاثیر لري، لکه څنګه چي لیدل کیږي د پیس ناروغي د یو شدید غمګین او تشویشي حالت څه وروسته منځ ته راغلې یا هم د نخاعي او انسفالیټ د ضربې څه وروسته، ویل کیږي چي د عصابو د نهایاتو څه د زهري موادو افراز د رنګ جوړونکو حجراتو د له منځه وړو سبب کیږي او په نتیجه کي یې د پیس ناروغي منځ ته راځي.

د پیس ناروغي په کوم سن کي شروع کیږي؟

د پیس ناروغي په هر سن کي لیدل کيږي د ناروغۍ شروع د ماشومتوب څه بیا د ژوند تر شپږمي او اومي لسیزي پوري لیدل سوېده، اماډیری د ځوانۍ په عمر کي د ۲۱ کلنۍ څه مخکي شروع کیږي. د ټولني یو څه تر دوه فیصده نفوس د پیس په ناروغۍ اخته وي او هغه کسان چي نژدې دوستان یې په اخته وي کیدای سي دا فیصدي تر ۳۰ پوري ورسیږي.

د پیس ناروغۍ نښي کومي دي؟

د سپینو شیدو یا سپین تباشیر په رنګ د سپینو لکو منځ ته راتلل د پیس ناروغۍ یواځنی تشخصیه علامه ده، چي کیدای سي د پوستکي هره ناحیه په اخته سي. په لمړیو کي کوچنۍ لکه منځ ته راځي او د وخت په تیرېدو سره غټیږي، او کیدای سي چي نوي لکې هم منځ ته راسي ځیني وختونه لکې د پوستکي په یوه ځانکړي ساحي پوري محدودي وي او نه ډیریږي. د سپینو لکو د ډیریدو سرعت او یا داچي ایا محدوده پاته کیږي یا ډیریږي د وړاندویني وړ ندي. ځیني وختونه د اخته سوې ساحې وریښتان هم سپینیږي چي د ډاکټرانو لپاره د درملني په وخت کي یو لوی خنډ جوړوي.

د ناروغۍ تشخیص؟

د پیس د سپینو لکو تشخیص ډیر ساده دی او ډاکټر د سپینو شیدو ته ورته لکو په لیدولو سره ناورغي تشخیص کوي، اما پیاد ولری چي پر پوستکي ټولي سپیني لکې د پیس ناروغۍ په مانا ندي، نور حالاتونه هم سته چي پر پوستکي سپیني لکې منځ ته راوړي، لکه د پوستکي التهابي سپیني لکې، سپیني وچي لکې په ماشومانو او نوي ځوانانو کي چي د پتریازس البا په نوم یادیږي، هغه سپیني لکي چي د فنګسي ناروغیو یا ایستونو له امله منځ ته راځي (پیتریازس ورسیکلور)، د جذام سپیني لکې… او مور زاده بې رنګه او د کمخونۍ خالونه.

کیدای شي معاینه کونکی ډاکټر ستاسي څه لاندي سوالونه و پوښتي:

  • آیا د کورنۍ غړي مو په پیس اخته دي؟
  • آیا تاسي مخکي د پیس د اخته کیدو څه، د پوستکي نقطه ای اندفاعات ، د لمر سوځول یا هم د پوستکي نوري مسلي درلودې؟
  • آیا تاسي د فزیکي ناخوښۍ په ډولونو يا استرس باندي اخته یاست؟
  • آیا ستاسي وریښتان تر ۳۵ کلنۍ مخکي سپین سويدي؟

لابراتواري تستونه: ځیني وختونه د پوستکي کوچنۍ نمونه ( بیوپسي) چي ډیر کم وختونه ورته اړتیا پیداکیږي او د ویني معاینه چي د تایراید غدې د ناروغیو (جاغور) د تشخیص لپاره اخستل کیږي ځکه چي ځیني وختونه د پیس ناروغي د تایراید غدې د ناروغیو سره يوځای منځ ته راځي.

درملنه:

د پیس د لکو درملنه وخت غواړي او اوږدمهاله درملني ته اړتیا لري ځیني وختونه درملنه د یو څه تر دو کالو پوري دوام کوي، د پیس په درملنه کي بیلا بیلي درملني لکه د پوستکي د کریمونواستعمال، خوړونکي دواوي او شعاعي درملنه چي په الټراویولیټ ((PUVA Therapy او الټراویولیټ UVB شعاع په واسطه چي د ناروغ په عمر، د ناروغۍ د پیل په وخت، د ناروغۍ په پراخولي، د پوستکي په ناحیه او د ناروغۍ په سیر( مخته تلونکی شکل؟ که ثابت شکل؟) پوري اړه لري، او اړوند شعاع ورته ترتیب کیږي.

هغه ټکي چي د پیس ناروغان باید په وپوهیږي:

۱. سپیني لکې د رنګ جوړونکو حجرو د له منځه تلو د سببه منځ ته راځي او اکثره درملني د لکو څه بیرته د رنګ اخستلو سبب کیږي.

۲.اندیښنه مه کوی ځکه چي اندیښنه کیدای سي د ناروغۍ وده تیزه کړي.

۳.پر پوستکي باندي د ضربې څه مخنیوی وکړی، ځکه چي اکثره د پیس سپیني لکې په خوږ سوې ناحیه کي منځ ته راځي.

۴.و غذای مهالویش ته مو متوجه و اوسی د پیس ناروغانو په اړه ځیني غلط باورونه د غذا د پرهیز په اړه وجود لري چي باید عملي یې نکړو، لکه د لبنیاتو څه پرهیږ، تروې میوې، د ماهي غوښه… د پوستکي د متخصیصینو له نظره هیڅ ډول پرهیز د پیس ناورغانو لپاره نسته.

۵.د پیس ناروغانو لپاره د لمر د وړانګو څه د پوستکي ساتنه ډیره اړینه ده ځکه چي د پوستکي رنګ د لمر په وړاندي قوي ساتونکی فکتور دی چي ددې رنګ د لمنځه تلل پوستکی د لمر په مقابل کي ډیر تاواني کوي ( ژر زوړوالی،د پوستکي سرطانونه) نو لازمه ده چي پوستکي مو د لمر د وړانګو څه وساتی، په یاد ولری چي ځیني وختونه د پوستکي متخصص کیدای سي د دوا تر څنګ لارښونه وکړي چي تر ټاکلي وخته پوري په ناروغۍ اخته برخي د لمر و وړانګو ته ونیسی. د معاینه کونکي ډاکټر د امر سره سم عمل وکړی

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب