د پټي خولې غوره والی

معاذ بن جبل رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي : تر څو چې ته پټه خوله یې روغ به یې کله چې دي خبري پیل کړي یا به دي په ضرر وي او یا تاوان ، داراز په یو بل حدیث کې راغلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: د خیر خبره کوه او کنه پټه خوله اوسه .

عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي: څوک چې پټه خوله وې هغه نجات وموند ، ابن عمر وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم به ډېر پټه خوله و او کم به یې خندل.

د سلفو رحمهم الله یوه عالم ته یو چا وویل : ته اکثره وخت پټه خوله یې؟! هغه ورته وویل : زما ژبه داړونکی درنده دی وېریږم که یې خلاصه کړم وبه مې داړي، زه په چوپیتا یو وخت هم نه یم پښیمانه شوی او په خبرو ډېرځله پښیمانه شوی یم .

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي: په هغه خدای سوګند چې له ده پرته بل د عبادت وړ خدای نشته د ځمکي پر مخ ژبه ترټول زیاته د بند مستحقه ده . موږ ته الله دوه غوږونه او یوه ژبه د دې له پاره راکړي دي چې زیات واورو او کم ووایو اوځکه یې د غوږونو له پاره سرپوښ هم نه دی جوړکړی او ژبه یې د ژامواو غوښو په منځ کې تړلي ده .

عبدالله بن عمر رضی الله عنه ته یو چا ولیکل چې ټول علم راته ولیکه هغه ورته ولیکل : علوم خو زیات دي خو دا لاندي خبره په یاد لره : که ته په داسې حالت کې خدای جل جلاله ته ورغلې نو بریالی یې چې وږې دي د خلکو له وینو سپکي وې ، ګیډه دي د خلکو له مالونو تشه وي، په خلکو کې له خبرو نه دي ژبه تړلي وي او د مسلمانانو له ډلي نه یې وتلی .

حسن بصري رحمه الله وایي: بنیادمه ! په تاباندي الله جل جلاله دوه عزتمني ملایکي مقرري کړي دي چې ستا لاړي (ریق) یې رنګ او ستاژبه یې قلم ده.

[irp][irp][irp]

سفیان الثوري وایي: زه دا ښه بولم چې یو څوک په غیشي وولم خو دا ښه نه بولم چې په ژبه یې وولم ، ځکه غیشی کله کله خطاکیږې او بل هغه بدن ته درد ورکوې او ژبه نه خطا کیږې اوروح ته درد ورکوې .

ابو علي الدقاق وایي: که تاسو خپلو مؤکلو ملایکو ته ستاسو د نېکیو او بدیو د لیکلو له پاره کاغذ اخیستلی نو خبري به مو ډېري کمي وې ، او د عربو یو متل دی وایي: که خبرې سپین زر وې نو چوپتیا سره زر ده .

دا د چوپتیا او پټي خولې د فضیلت او غوره والي په اړه هغه زریني خبري دي چې ستاسو مخته مو پښتو کړې ، په دې هره یوه خبره کې دروند حکمت پروت دی او که موږ ژور سوچ پري وکړو کولی شو له ډیرو بې معنا خبرو ځانونه وژغورو او په انټرنیټ کې د بوختو یارانو بې ګټي او تاواني خبري لیکل هم کټ مټ د خبرو په څیر دي ، او که تاسو بیا هم په دي خبره کې شک لرئ چې پټه خوله له خبرو غوره ده نو یوه بله تجربه زه درته ښیم او هغه داسې چې تاسو د خپل موبایل دیوې میاشتي رصید یابیلانس حساب کړئ او هغه ته ځیرشئ نو پخپله به پوه شئ چې چوپتیا غوره ده که ډیرې خبرې.

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب