د پاچا دری مهم وصیتونه
یو پاچا د ځانکدن پر مهال خپله کابینه را وغوښته او بیا یې ورته وویل: تاسې ښه پوهیږئ چې زه نن له فاني دنیا سره د تل لپاره خدای پاماني کوم، نو له تاسې څخه هیله لرم چې زما دا دری وصیتونه به ضرور عملي کوئ.
لومړی: زما جنازه به هغه تکړه او مشهور ډاکټران تر هدیرې(قبرستان) پورې په خپلو اوږو وړي چې د مریضۍ او کمزورۍ پر مهال مونږ ټول منډې ور وهو.
دوهم: له کور څخه تر قبر پورې به ټوله لار په سرو زرو، سپینو زرو او نورو قیمتي کاڼیو باندې پوښل کیږي چې ما په خپل ژوند کې ذخیره کړي دي.
دریم: زما یو لاس به د کفن څخه را وباسئ چې خلک یې وویني. د پاچا کابینه کې را ټول شوي وزیران او نور پرسونل هک حیران شول چې دا څنګه عجیب وصیتونه دي! بیا د ټولو په نمایندګۍ لومړي وزیر ترې وپوښتل چې پاچا صیب ستاسې له دغو وصیتونو څخه مطلب څه دی؟
پاچا وویل: لومړی دا چې ډاکټران به مې ځکه جنازه په خپلو اوږو قبر ته وړي ترڅو چې دا ژوندي پوه شی او د دوی لپاره عبرت شي چې هغه تکړه او مشهور ډاکټران هم حاضر دي مګر بیا هم پاچا مړ شو، هغه ډاکټران چې مونږ په ژوند کې د هر مرض علاج لپاره دوی ته ورځو چې تداوی مو وکړي، مګر نن د پاچا جنازه په خپلو اوږو وړي، دوی هیڅکله پاچا له مرګ څخه خلاص نه کړ.
دوهم دا چې زما شتمني ما لپاره هیڅ په درد ونه خوړل، ټول عمر مې ذخیره کړې وه مګر نن د خلکو تر پښو لاندې پرته ده، زما شتمنۍ هیڅکله زه د مرګ څخه ونه ژغورلم، نن زه دومره نشم کولای چې د خلکو له پښو څخه خپله شتمني را ټوله کړم، په داسې حال کې چې په ژوند مې د خپلې شتمنۍ ډیره پاملرنه کوله.
دریم دا چې زما یو لاس کفن څخه راوتلی وي ترڅو چې خلک پوه شي چې پاچا دنیا ته خالي لاس راغلی و او خالي لاس لاړ، پاچاهي او شتمني یې ټول ترې پاتې شول، یوازې نیک عمل یې نن ورځ په درد خوري.
عبرت: ګرانه لوستونکیه تا ته وایم: ته خپله یوه پاچاهي لرې، ټول عمر د شتمنۍ را ټولولو په هڅه کې یې، آیا کله د آخرت په اړه هم دومره فکر کړئ دی څومره چې دنیا په اړه فکر وړئ یې؟
ما خپله د آخرت په اړه هیڅکله دومره فکر نه دی کړئ او نه مې دومره تیاري ورته نیولې ده څومره چې د فاني دنیاګۍ حرص په سر اخیستئ یم، نو راځئ چې سر له نن څخه د آخرت په اړه هم ژور فکر وکړو، د خپل ابدي سفر لپاره تابیا ونیسو، ځکه چې مرګ نابللی میلمه دی، هیچا ته فرصت نه ورکوی چې یوه لحظه هم له ټاکلی اجل څخه واوړي.
شتمني، واک او چوکۍ له ټولو پاتې دي، هیڅوک نصب او منصب له مرګ څخه نشي خلاصولئ، نو بیا ولې دومره بې پروایي وشي چې د څو ورځو ژوند لپاره خپل ابدي ژوند قربان شي، د جنت په بدل کې د نفس خواهشاتو ته برتری ورکړل شي.
ګرانه لوستونکیه تا ته وایم: دا ستا دنده ده چې له لوستلو وروسته ضرور خپل ملګري هم متوجه کړې، او پورتني مهم وصیتونه ورسره شریک کړې.
ژباړه: فضل الهي