د ساه بندۍ«Asthma » نښې نښانې

ساه بندي يا asthma ناروغي يو سخته ناروغي ده، چې پيژندل يې هم ستونزمن دي. دغه ناروغي په ژمي کې زياتيږي او ډېر وخت د انسان د مرګ لامل هم ګرځي.

دغه ناروغي په هر وخت کې پر انسان راتلی شي، مګر ډاکټران وايي، چې دغه مرض دوه ډوله دی.

اول: Atopic asthma، چې لامل يې اساسيت او الرجي بلل شوې.

دوهم: not atopic asthma چې ډېر وخت په کوچنيوالي کې پر ماشومانو راځي، چې ډېری وخت يې لامل د يو شمېر خوراکونو او دارو درملو د حساسيت لامل هم کېدای شي.

د دې ناروغۍ عامې نښې دا دي، چې د ساه کښلو پر مهال د مريض ساه بنديږي او له مرۍ يې يو ډول اواز راوځي.  دغه ناروغي له کوچنيوالي تر ډېر عمره د انسان بند کې پاتې وي، چې دايمي ساه بندي يې بللی شو او دې سره د ناروغ پړپوس کې ميکروب پيدا کيږي.
د ساه بندي نښې نښانې

your ads

د ساه کښلو پر مهال نفس تنګيږي او ټوخی هم زياتيږي او دغه تکليف د شپې پر مهال ډېر زيات وي او د مريض خوب ورسره خرابيږي.

طبي کارپوهان وايي، چې له دې ناروغۍ د ځان ساتنې لپاره يو شمېر لارې چارې سنجول شوي، تر څو د انسان پړپوس له ډېر خرابېدو وژغورل شي او د ساه بندي ناروغۍ مخه ونيول شي.
د ساه بندي د بېړنۍ درملنې لپاره ډاکټران انهيلر «inhaler» او نيبولايزر «nebulizer» څخه کار اخلي او دغه دوا د انسان پړپوس ته رسيږي او انسان ته په ساه اخيستو اساني پيدا کيږي.

طبي کارپوهان وايي، چې انهيلر او نيبولايزر د ساه بندي لپاره عاجل او اغېزمن درمل دي.

انهيلر داسې يوه دوا ده، چې ولسي خلک يې د چلم په نوم يادوي؛ ځکه چې استعمال يې چلم ته ورته دی او ډېره اغېزمنه درملنه ده، مګر ډېری خلک يې په کارولو نه پوهيږي او له همدې امله د انهيلر له ګټې بې برخې پاتې شي.

ناروغان بايد له خپل ډاکټر څخه د انهيلر د کارولو طريقه زده کړي او د دې تر څنګ مريض بايد د ډاکټر له مشورې سره سم د بلغم د ويستلو او اساسيت ضد دارو هم استعمال کړي.

په ساه بندۍ اخته ناروغان بايد په خوراکونو کې هم احتياط وکړي او له کوره بهر بايد ماسک استعمال کړي.

د ساه بندۍ ناروغ بايد له ډېرو خوږو او ترخو خوراکونو او يخو اوبو څخه پرهيز وکړي.

د دې تر څنګ ناروغ بايد عطرونه، سپرې او د بدن پوډرو له کارولو څخه ځانونه وژغوري.

ډاکټران وايي، چې د ساه بندۍ ناروغان د وارخطايي پر ځای بايد له احتياطه کار واخلي.

نمجنه هوا، خوشبوګانې، سيګريټ او نور دودونه د ساه بندۍ ستر لاملونو بلل کيږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب