له اسمان څخه د عيسی (ع) کوزېدل | د قیامت لویې نښې

لومړی نښه : له اسمان څخه د عيسی عليه السلام کوزېدل

محمدصلى الله عليه وسلم فرمایي : أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمُ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمَا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الْخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الْجِزْيَةَ وَيَفِيضَ الْمَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ. أخرجه البخاري في: 34 كتاب البيوع: 102 باب قتل الخنزير

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي دي : په هغه ذات قسم چې زه یې په واک کې یم، نژدې ده چې په تاسو کې دمریم زوی (عیسی علیه السلام) دانصاف کوونکي پاچاپه توګه نازل شي، چې صلیب به ماتوي، خنزیر به وژني، په کافرانو به مالیه (جزیه) ټاکي، او زیات مال به زیاتیږي تردې چې هیڅ څوک به یې نه قبلوي.

دویمه، درېمه، څلورمه، پنځمه، شپږمه نښې

دویمه نښه د یاجوجو او ماجوجو راوتل، دریمه نښه ختیځ کې ځمکه ننوتنه، څلورم نښه لویدیځ کې ځمکه ننوتنه، پنځمه نښه په عربي ټاپووزمه کې ځکه ننوتنه، شپږم نښه د لوګۍ څرګندېدنه.

محمد صلى الله عليه وسلم وایي :عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ أَسِيدٍ اطَّلَعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَيْنَا وَنَحْنُ نَتَذَاكَرُ السَّاعَةَ فَقَالَ مَا تَذْكُرُونَ قَالُوا نَذْكُرُ السَّاعَةَ فَقَالَ إِنَّهَا لَنْ تَقُومَ حَتَّى تَرَوْنَ عَشْرَ آيَاتٍ الدُّخَانُ وَالدَّجَّالُ وَالدَّابَّةُ وَطُلُوعُ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا وَنُزُولُ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَيَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَثَلَاثُ خُسُوفٍ خَسْفٌ بِالْمَشْرِقِ وَخَسْفٌ بِالْمَغْرِبِ وَخَسْفٌ بِجَزِيرَةِ الْعَرَبِ وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنْ قِبَلِ تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ.

ژباړه : حذیفه بن اسید وایي چې محمدصلى الله عليه وسلم موږ ته په داسې حال کې راغی چې موږ دقیامت یادونه کوله، ویې ویل دڅه په اړه بحث کوي، موږ ورته وویل چې دقیامت په اړه، هغه وفرمایل ترهغه به قیامت رانشي څو چې لس نښې ونه وینئ، لوګی، دجال، څاروی، له لویدیځ څخه دلمرختل، دمریم زوی عیسی راکوځېدل، دیاجوجو او ماجوجو وتل، درې ځمکه ننوتنې، لومړی په ختیځ کې ، دهمه په لویدیځ کې، او درېمه عرب ټاپووزمه کې، او ددوی په پای کې به اور وځي چې خلک به خپل دحشر ځای (شام) ته بیایي.

بل حدیث کې محمدصلى الله عليه وسلم وایي : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ سِتًّا: طُلُوعَ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا، وَالدُّخَانَ ، وَالدَّجَّالَ، وَالدَّابَّةَ، وَخَاصَّةَ أَحَدِكُمْ، وَأَمْرَ الْعَامَّةِ “

ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي : په اعمالو کې له شپږو شیانو څخه مخکې بیړه وکړئ : له لویدیځ څخه دلمر له ختلو، لوګي، دجال، څاروي، له هغه څه چې یو تن سره ځانګړی دی (مرګ) او له هغه څه چې ټول په بر کې نیسي (قیامت).

د ختيځ پرځای له لويديځ څخه د لمر ختل

د عيسی (ع) کوزېدل | د قیامت لویې نښې

په حدیث کې دي : أَبُو هُرَيْرَةَ قَالَ وَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :« لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا فَإِذَا طَلَعَتْ وَرَآهَا النَّاسُ آمَنُوا أَجْمَعُونَ وَذَلِكَ حِينَ (لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِى إِيمَانِهَا خَيْرًا) ». رَوَاهُ الْبُخَارِىُّ.[irp][irp]

ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي : ترهغه به قیامت رانشي څو چې لمر له لویدیځه نه وي ختلی، کله چې لمر له لویدیځه وخیځي او خلک یې وویني نو ټول به ایمان راوړي، دا به هغه وخت وي چې چاته ایمان راوړنه ګټه ونه رسوي، څرنګه چې الله جل جلاله وايي : دهغه تن ایمان به ورته هیڅ ګټه ونه رسوي چې مخکې یې ایمان نه درلود، یا یې په خپل ایمان کې کوم ښه کار سر ته نه وي رسولی.

د څاروي څرګندېدنه (دابة)

دا یو څاروی دی چې څرګندېدل یې دقیامت له لویو نښو څخه دي، په خلکو به نښې لګوي دکافر پوزه به په نښه کوي او دمسلمان مخ به روښانه کوي.

په اړه یې الله جل جلاله وایي : وَاِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَاۗبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ ۙ اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰيٰتِنَا لَا يُوْقِنُوْنَ.

ژباړه : او کله چې ددوی دکړاو ژمنه سرته ورسېږي له ځمکې څخه به یو ځناور (دابة الارض) دوی ته را وباسو چې له هغوی سره به خبرې کوي، ځکه چې دوی زما پرایتونو باور نه کاوه.

محمدصلى الله عليه وسلم وایي : عن أبو هريرة – رضي الله عنه – : أَنَّ رسولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قال : «ثلاثٌ إذا خَرجنَ لا ينْفَعُ نفسا إيمانُها لم تكن آمنتْ من قبلُ : طُلوعُ الشَّمْسِ من مغربها،والدَّجَّالُ ، ودابَّةُ الأرض». أخرجه مسلم

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي دي : درې شیان چې ووتل چاته دهغه ایمان راوړنه ګټه نه رسوي که مخکې یې ایمان نه وي راوړی، له لویدیځ څخه لمر ختل، ددجال وتل، او دځمکې ځناور (دابة الارض) .

د اور وتل چې خلک به د محشر په لور سوقوي

دغه ډیر لوی اور دی چې په دیمن په عدن کنده کې به څرګندیږي او بیا په ټوله نړۍ کې خپرېږي خلک به خپل محشر ته بیایي چې داوسنی سوریې (شام) ځمکه به وي.

ددې اور په اړه محمدصلى الله عليه وسلم وایي : عن أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، قَالَ: يُحْشَرُ النَّاسُ عَلَى ثَلاَثِ طَرَائِقَ: رَاغِبِينَ رَاهِبِينَ وَاثْنَانِ عَلَى بَعِيرِ، وَثَلاَثَةٌ عَلَى بَعِيرٍ، وأَرْبَعَةٌ عَلَى بَعِير، وَعَشَرَةٌ عَلَى بَعِيرٍ وَيَحْشُرُ بَقِيَّتَهُمُ النَّارُ، تَقِيلُ مَعَهُمْ حَيْثُ قَالُوا، وَتَبِيتُ مَعَهُمْ حَيثُ بَاتُوا، وَتُصْبِحُ مَعَهُمْ حَيْثُ أَصْبَحُوا، وَتُمْسى مَعَهُمْ حَيْثُ أَمْسَوْا

أخرجه البخاري في: 81 كتاب الرقاق: 45 باب كيف الحشر

ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي : په دریو لارو به خلک ټولول کیږي : په خوښه وېرېدونکي، دوه په یو اوښ، درې په یو اوښ، څلور په یو اوښ، او لس په یو اوښ، او پاتې خلک به اور راټول کړي، غرمه به ورسره تېروي چېرې چې خلک غرمه تېروي او شپه به ورسره تېروي چېرې چې خلک شپه تېروي، سهار به کوي چېرې چې خلک سهار کوي او ماښام به ورسره کوي چیرا چې خلک ماښام کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب