د يو عالم او شاګرد ترمنځ له پنده ډکه مرکه

يو عالم خپل شاګرد ته وويل: څومره وخت څخه زما ملګرتيا کوې؟
شاګرد وويل: د ۳۳ کلونو راهيسې.
عالم وويل: په دومره وخت کې تا له ما څخه څه زده کړي؟
شاګرد وويل: اته مسايل مې در څخه زده کړي.
عالم وويل: إنّا لله وإنّا إليه راجعون !! زما ټول عمر له تاسره تېر شو او تا له ما څخه يواځې اته مسئلې زده کړي!!
شاګرد وويل: ما لدې مسايلو بل څه ندي زده کړي او زه نه غواړم چې تاباندې دروغ ووايم.
عالم وويل: هغه مسئلې ما ته تېری کړه چې زه يې واورم.
شاګرد وويل:
لومړۍ مسئله: ما چې انسانانو ته وليدل هغوی هر يو ځان ته يو ملګری پيدا کړی، خو کله چې هغه خپل قبر ته ولاړ شي نو له خپل ملګري جدا شي، نو ما هم ځان ته یو ملګری اختیار کړ چې هغه زما نيک اعمال دي کله چې زه قبر ته ور داخل شم هغه (نیک اعمال) هم له ماسره داخليږي.

دويمه مسئله: ما په دې آيت کې فکر وکړ: “وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْـمــَأْوَى” ژباړه: (او چا چې د خپل رب په مخ کې له درېدو څخه ویره کړې وه او نفس یې له ناوړو غوښتنو څخه ساتلی وو؛ نو جنت د هغه هستوګنځی دی). نو کوښښ مې وکړ چې له نفس څخه خواهشات دفع کړم تر دې چې نفس مې د الله تعالی په طاعت باندې عادت کړ.

درېمه مسئله: مخلوق ته مې وليدل؛ له هغوی سره چې کوم قيمتي څيز وي نو د هغه ساتنه کوي، بيا مې په دې آيت کې فکر وکړ: “مَا عِنْدَكُمْ يَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللهِ بَاقٍ” هغه څه چې له تاسو سره دي هغه ختميدونکي دي، او څه چې الله تعالی سره دي هغه پاتې کيدونکي دي. النحل ۹۶. نو هر کله چې زما په لاس کې قيمتي څيز پرېوځي هغه د الله تعالی د رضا لپاره ورکوم تر دې چې هغه سره پاتې شي.

څلورمه مسئله: ما خلک وليدل چې هر يو په مال، اصل او نسب باندې فخر کوي، بيا مې د الله تعالی په دې آيت کې فکر وکړ: (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) په حقيقت کې د الله په وړاندې ستاسو څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوک دی چې په تاسو کې تر ټولو زيات پرهېزګار وي. الحجرات ۱۳.
نو پرهېزګاري مې پيل کړه تر څو د الله تعالی په وړاندې عزتمن شم.

پنځمه مسئله: خلکو ته مې وليدل چې د دنيا د نعمتونو له امله يو بل سره کينه کوي، بيا مې د الله تعالی دې آيت ته فکر شو: (نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) ژباړه: (د دوی د دنیوی ژوندانه تیرولو وسائل خو موږ د دوی په منځ کې ویشلي دي). الزخرف ۳۲. نو په دې باوري شوم چې د نعمتونو وېش د الله له اړخه دی نو کينه مې پرېښوسته.

شپږمه مسئله: خلک مې وليدل چې له يو بل سره دښمنۍ کوي او د يو بل قتل پسې ګرځي، بيا مې د الله تعالی په دې آيت کې فکر وکړ: (إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا) شيطان ستاسې دښمن دی نو هغه په دښمنۍ سره ونيسئ. فاطر ۶٫ نو د مخلوق دښمني مې پرېښوده او د شيطان دښمنۍ ته مې ځان تيار کړ.

اوومه مسئله: خلک مې وليدل چې هر يو ځان د روزی پيدا کولو لپاره ستړی کوي او ذليله کوي يې، تر دې چې د روزی پيدا کولو لپاره حرامو ته هم داخليږي، نو د الله تعالی په دې آيت کې مې فکر وکړ: (وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا) په ځمکه کې هيڅ کوم خوځنده او ساکښ نشته، چې د هغه روزي د الله په غاړه نه وي. هود ۶. په دې پوه شوم چې زه يو له دې خوځنده وو څخه يم، نو ځان مې د الله تعالی په حکمونو مصروف کړ او زما څه چې هغه سره دي هغه ته مې پرېښي هغه به يې راکوي.

اتمه مسئله: خلک مې وليدل چې يو په مخلوق باندې بروسه ساتي، يو يې په مال ساتي او بل يې په منصب او مشرۍ ساتي، بيا د الله تعالی دې آیت ته متوجه شوم چې فرمايې:”ومن يتوكّل على الله فهو حسبه” ژباړه: (او څوک چې په الله تعالی بروسه ساتي نو هغه ورته کافي دی). نو له دې امله مې په مخلوق بروسه پرېښوده او په الله تعالی مې بروسه وکړه.
بيا عالم خپل شاګرد ته وويل الله تعالی دی ستا په علم کې برکت واچوي، ته ډېر نېک عمله شاګرد يې.
له دې کيسې څخه مسلمان ځوان ښه پند او عبرت اخيستلی شي، او دې نتيجې ته رسيدلی شي چې يواځې د مسايلو زده کول، زده کړه کول کومه ګټه نه رسوي، بلکې عمل د علم اساسي پايه او جزء دی، او که يو تن خپل ټول وخت د علم په زده کړه ولګوي او عمل ورسره نه وي نو د ده علم بې ځايه دی، او کومه ګټه يې ورته نده رسولې.
بله ګټه دا ده چې عالم او شيخ بايد يواځې په علمي نکتو پاملرنه ونکړي، بلکې خپل ورځني معاملات هم د شريعت په چوکاټ کې پر مخ بوځي، تر څو د خپلو شاګردانو لپاره يوه ښه نمونه وګرځي.

ژباړه: عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button