تاسې د عیسی ع او د مور یې دښمنان یاست! – د يوه عيسايی راهب سره زما مناظره

8: متی العربی:تاسې د عیسی علیه سلام کتاب (بایبل) نه منی نوتاسی او ستاسو قران د عیسی علیه سلام او د هغه د مور دوښمنان یاست؟

 ځواب: په قرانکریم کی دحضرت عیسی علیه سلام نوم (25) ځله راغلی دی، اوحال داچی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم نوم پنځه ځلی راغلی دی، نوموږئې څنګه دوښمنان یو؟، دبی بی مریمې رضی الله عنهانوم په قرانکریم 34 ځلی راغلی دی اوحال داچی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دمورنوم یوځلی هم نه دی راغلی، نوموږئې څنګه دوښمنان یو؟ په قرانکریم کی 19 سورت دحضرت عیسی علیه سلام دموردبې بی مریمې په نامه سره دی(سورت مریم)، اوحال داچی په ټول بایبل کی دمریمې په نامه سره کتاب یاسورت نشته؛ اوبله داچی الله جل جلاله وموږته دبی بی مریمې په هکله وایی چی:
وَإِذقَالَتِ المَلئِکَةُ یمَریَمُ إِنَّ اللهَ اصطَفَکِ وَطَهَّرَکِ واصطَفَکِ عَلیَ نِسآءِ العلمِینَ(ال عمران 42)
ژباړه: اوهغه وخت یادکړه چی پرښتووویل: ای مریمې، بې شکه چی ته الله غوره کړی ئې اوته ئې پاکه کړې ئې اودټول عالم پرښځوئې غوره کړې ئې۔

په هغه وخت کی بی بی مریمه رضی الله عنهاالله جل جلاله دټولې نړۍ پرښځوغوره کړې وه، دازموږدقران ویناده، نوقضاوت اوس ته وکه چی قرانکریم اوامت مسلمه دحضرت عیسی علیه سلام اودبی بی مریمې رضی الله عنها دوستان دی اوکه دوښمنان؟؟
قرآنکریم دبې بې مریمې رضی الله عنهادپیدایښت اوودې ته دبې موسمه میوواوددې نورې ښې ګڼې داسی بیانوي:
إِذقَالَتِ امرَأَتُ عِمرانَ ربِّ إِِّنَِی نّذَرتُ لَکَ مَافِی بَطنِی مُحَرَّرًا فَتَقَبَّل مِنِّی إِنَّک أَنتَ السَّمِیعُ العَلِیمُ(۳۵) فَلَمَّا وَضَعَتهَا قَالَت رَبِّ إِنِّی وَضَعتُهاأُنثَی واللهُ أَعلَمُ بِمَاوَضَعَت وَلَیسَ الذَّکَرُ کَا لأُنثی وَإِنِّی سَمَّیتُهَا مَریَمَ وَإِنِّی أُعِیذُهَابِکَ وَذُرِّیَّتَهَا مِنَ الشَیطن ِالرَّجِیمِ (۳۶) فَتَقَبَّلهَا رَبُّها بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنبَتَهَانَبَاتًا حَسَنًا وَکَفَّلَهَا زَکَرِیَّا کُلَّمَا دَخَلَ عَلَیهَا زَکَرِیَّا المِحرَاب وَجَدَعِندَهَارِزقًا قَالَ یمَریَمُ أَنّی لَکِ هَذَا قَالَت هُوَمِن عِنداللهِ إِنَّ اللهَ یَرزُقُ مَن یشآ‌ءُبِغَیرِحِسَابٍ آل عمران (۳۵ـ ۳۷)
ژباړه: (یادکړه ای محمده!) هغه وخت چې وویل (حنی) ښځې دعمران چې ای ربه زمابېشکه زما، نذرکړی می دی تاته هغه شی چې په ګیډه زماکښې دی، حال داچې هغه به آزادوي (له نورومشاغلو دبیت المقدس خدمت ته) پس قبول کړه ته (ای ربه! دانذر) له مانه بېشکه ته چې ئې هم داته ئې ښه اورېدونکی (دګردو(ټولو) اقوالو) ښه عالم (په ټولواحوالو، پس کله چې وئې زېږاوه هغه (نذر) نو وویل (حنی) چې ای ربه زما بېشکه زه چې یم ومی زېږاوه هغه (نذر) حال داچې ښځه(انجلۍ) ده، اوالله ښه پوه دی په هغه شی چې زېږولی ؤدې(حنی دعمران ښځې)، اونه دی نارینه (چې حنی غوښتی ؤ له پاره دخدمت دبیت المقدس) په شان ددې ښځې (انجلۍ). اوبېشکه مانوم کښېښود ددې مریمه اوبېشکه زه پناه ورکوم دې ته په تاپوری اواولادددې(مریمې ته) له شیطان مردود(ترټلی شوی) نه، پس قبوله کړه دا(مریمه) رب ددې(دنارینه په ځای) په قبلولوښوسره او زرغونه ( لویه) ئې کړه په زرغونولو(لویولو) ښوسره او(الله) کفیل وګرځاوه دې لره زکریا علیه السلام؛ هرکله به چې ننوت دې ته زکریاپه محراب(عبادت خانه) کښې نوموندله به ئې له دې( مریمې) سره څه روزې (یعنی مېوې دژمی په اوړی، اومېوې داوړی په ژمی کښې)، وویل (زکریا) ای مریمې له کومه (راغلې) ده تاته داروزې؟ وویل(مریمې زکریاته) چې دا(روزې) له طرفه دالله ده، بېشکه چې الله روزې ورکوي هغه چاته چې اراده ئې وکړي (دروزۍ ورکولوئې ډېرپرېمانه) بیحسابه.

 اوس ته لږ د فکر او عقل څخه کار واخله چې ایاموږ ئې دښمنان یو او برعکس که دوستان؟
قسم می دی په هغه رب وي چې دټولوکائناتوخالق اومالک دی که ستاسوپه شان یوعیسایی راهب هم دحضرت عیسی علیه السلام اودبې بې مریمې رضی الله عنهاګستاخې وکړی نواسلام یواځنی هغه الهی دین اوقانون دی چې ستاسربه له تنه جلاکړي.
اوبل داچې یومسلمان مسلمان کېدای نشی ترڅوپرنبوت دعیسی علیه السلام اقرارونکړي اوایمان رانه وړي، اودبې بې مریمې رضی الله عنهاپرعفت اقرارونکړی اوایمان پررانه وړي ؛
دمسلمانانوپردې ایمان دی چې عیسی علیه السلام یولوړپېغمبرؤاودی حق وو،دهغه ټولې معجزې په قرآنکریم کی ذکرشوی دي :
وَرَسُولاً إِلَی بَنِی إِسرآ‌ءِیلَ إَ نِّی قَدجِئتُکُم بئایَةٍ مّن رَّبِّکُم إَ خلُقُ لَکُم مِّنَ الطِینِ کَهَیئَةِ الطَیرِ فأَنفُخُ فِیهِ فَیَکُونُ طَیرًابِإِ ذنِ اللهِ وَأَبِریءُ الأَکمَهَ وَالأَبرَصَ وَأُحیِ المَوتَی بإَذنِ اللهِ وَأُنَبِّئُکُم بِمَاتأ کُلُونَ وَمَاتدَّخِرُونَ فِی بُیُوتِکُم إنَّ فِی ذالکَ لأَیَةَ لَّکُم إن کُنتُم مُّؤمِنِینَ آل عمران (۴۹)
ژباړه: او(لېږلی ئې موږ ای عیسی) رسول طرف دبنی اسرائېلوته (چې وایه دوی ته) بېشکه زه په تحقیق راغلی یم تاسی ته په لویه علامه له ربه ستاسی څخه. بېشکه زه جوړوم تاسی ته (ای بنی اسرائېلو) ! له خټوڅخه په شان دشکل دمرغه نوپوکوم په دې (شکل) کښې پس کیږی (هغه شکل) مرغه (الوتونکی) په اذن دالله سره، اوروغوم مورزاده (پیدایشی) ړونداوپیس اوژوندی کوم مړي په اذن(حکم) دالله سره. اوخبروم زه تاسی په هغه شی چې تاسی (ئې) خورئ او(خبروم زه تاسی) په هغه شی چې تاسی (ئې) ساتئ په کورونوخپلوکښې، بېشکه په دی (معجزو) کښې هرومرونښانه ده تاسی ته که ئې تاسی مومنان (یقین لرونکی زماپه نبوت).
په اسلام کی دسیدناحضرت عیسی علیه السلام مرتبه ډېره لوړه ده اوقرآنکریم پردې ګواه دی:
إِذقَالَتِ المَلئِکَةُ یمَریَمُ إِ نَّ اللهَ یُبَشِّرُکِ بِکَلِمَةٍ مِّنهُ اسمُهُ المَسِیحُ عِیسَی ابنُ مَریَمَ وَجِیهًا فِی الدُّنیَاوَالأَخِرَةَ وَمِنَ المُقَرَّبِینَ(۴۵) وَیُکَلِّمُ النَّاس فِی المَهدِوَکَهلاً وَمِنَ الصلحِینَ
آل عمران (۴۵، ۴۶)
(یادکړه ای محمده!) هغه وخت چې وویل ملائکې(جبرائېل) ای مریمې بېشکه الله زیری درکوی تاته په یوې کلمې سره چې له طرفه دده نوم دهغه مسیح عیسی ځوی دمریمې دی په دی حال کښې چې مرتبه والادی په دنیا کښې(په اطاعت اونبوت) اوآخرت کښې (په رفعت اوشفاعت) او(دالله) له مقربانوڅخه دی؛ اوخبرې به کوي له خلقوسره په مهد(دمورپه غیږیاپه ځانګویاپه طفولیت ) کښې اوپه کهولت (پوره عمر) کښې اوله صالحانوڅخه به وي.
اوس تاسی پرېکړه وکی چې موږئې دوستان یواوکه دوښمنان؟؟؟
9: متی العربی: ستاسی په قران کی 113 ځلی تثلث راغلی دی اوهغه داچی (بسم الله الرحمن الرحیم) الله یو خدای دی، الرحمن بل خدای دی اوالرحیم بل دی، نوتاسی ولی تثلث نه منی؟
ځواب:داته خطاوتلې ئې په قرانکریم کی 99 دخدای نومونه شته لکه: الباری، السلام، المصور، العال، الغفار، القدوس، الستار، المومن، المهیمن ۔۔۔۔۔

بې وقوفه داټول دخدای پاک صفتونه دی، اودخدای لپاره یواځی لفظ د(الله ) راځی، دغه خدای رحیم هم دی ، رحمن هم دی او قادر هم دی اوداسی نور۔۔۔ ته اوس دیوه ډېرساده مسلمان څخه داپوښتنه وکه چی ستاسوپه قرانکریم کی 99خدای یان سته نودی به څه درته ووایی؟ دا99 ئې صفتونه دی اوهریوبېل بېل خدای نه دی۔
دازه دانسانانوپه ورځنی استعمال کی درښیم اوهغه داچې یوه سړي چې تعلیم کړی وي نو وهغه ته دبېلګې په ډول سره دده ټول القاب اومشخصات اوتخصص لیکل کیږي لکه:
شیخ القرآن والتفسیر دوکتورمفتی جامع المعقول والمنقول اشرف علی
اوس شیخ القرآن هم اشرف علی دی، شیخ التفسیرهم اشرف علی دی، مفتی هم اشرف علی دی اوداسی نور… په مذاهب عالم کی والله جل جلاله ته ترزرو۱۰۰۰ زیات نومونه شته، نوددې دامطلب نه دی چې العیاذ باالله ۱۰۰۰ خدایان شته.

عبدالغفارجُبیر
Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب