د ویټامین ګولۍ انسان د زړه او سرطان په ناروغۍ اخته کوي

په امریکا کې شوې یوې څيړنې ثابته کړې چې د ویټامین ګولۍ کولی شي انسان په مختلفو مهلکو ناروغیو اخته کړي.
دغې څیړنې ثابته کړې چې د ملټي ویټامین (Multi Vitaminn) ګولۍ زیات استعمال په انسان کې د زړه او سرطان ناروغیو لامل ګرځي او هغه کسان چې دغه ګولۍ زیات استعمالوي له دې سربیره په ځینو نورو ناروغیو هم اخته کیږي.
د سرطان برخې یو پروفیسر چې په دغې څیړنې کې يي برخه اخیستی و وویل چې د څیړنې په دوران ثابته شوه چې غذايي مواد لرونکي ګولۍ د انسان پر روغتیا منفي اغیز لري او په انسان کې د زړه او سرطان ناروغیو خطر زیاتوي.

په انګلینډ کې د یو راپور پر بنسټ په ۲۰۱۴۴ زیږیدیز کال کې ویټامین لرونکي ګولۍ له خرڅولو څخه مختلفو کمپنیو ۴۰۰ میلیونه یورو ګټه ترلاسه کړې خو دغه نوې څیړنه به د ویټامین ګولۍ وړاندې کوونکي کمپنۍ ډیر زیات زیانمن کړي.
که څه هم د روغتیايي کارپوهانو په وینا دغه ګولۍ د انسان د بدن اړتیا نشي پوره کولی خو بیا هم د نړۍ په مختلفو برخو کې د دغه ډول ګولۍ استعمال مخ پر زیاتیدو دی او خلک يي په زیاته اندازه استعمالوي.
باید په دې پوه شو چې یوازې طبیعي خواړه کولی شي د انسان د بدن اړتیا پوره او د مختلفو ناروغیو مخه ونیسي. د بدن ویټامین او نور اړین مواد پوره کولو یوازینی او ګټور لار د طبیعي خواړه استعمال دی.
ستاسو ورور داکتر مجتبی عزیزیار

ژباړه : داکتر مجتبی عزیزیار

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب