د بدن د ښکلا د ځیني درملو زیانونه

 

یوه لویه برخه ځوانان په ځانکړی ډول نوي ځوانان او هلکان د ښکلي بدن د جوړولو په لټه کي دي چې څه ډول وکولای سي ښکلی بدن ولري، نو ځکه ځیني ګټه خوښوونکي او ناپوه خلک د ځینو خطرناکو درملو لکه  Storied سټروئیډ او نورو مُضرو  درملو لارښوونه یادو ځوانانو ته کوي تر څو د بدن د ښکلا لپاره ئی استعمال کړي.

دغه ډول درمل پخپل ترکیب کي مصنوعي تستسترون لرونکي دي او د ویني د تحریک او د عضلاتو د غټیدو لامل ګرځي، مګر دغه درمل یوازي د اړونده متخصص ډاکټر له لوري د ځینو خطرناکو ناروغیو لپاره په ځانکړی ډول (د سینې یا تیوو د پرمختللي سرطان او یا هم هغه کم خونه ناروغانو  لپاره چي پښتورګي ئې له کاره لوېدلي او یا هم په سم ډول کار نکوي) ورکول کیږي، او په ټولیز ډول ئې د بدن د ښکلا لپاره کارول منع دي.

د Storied سټروئیډ درملو زیانونه:

له وخته مخکي د وېښتیانو توئیدل، سرګرځیدنه، زړه بدوالی، د اندامونو لړزیدل، ځیکر ټپونه کیدل، عضلاتو ته د رسېدونکي زیان کچه لوړیدل او د ونې (قد) د ټیټوالي لامل ګرځي.

your ads

د نوي ځوانۍ پر مهال ئې د استعمال زیانونه:

د خصیو شنډوالی، جنسي کمزورتیا، د سینو غټېدل، د ادرارو یا تشو بولو پر مهال دردونه همدارنګه د مغزي تومور لامل ګرځي.

نو کوښښ وکړی ددغه ډول درملو څخه ځان وساتی او هیڅ ډول درمل د معالج ډاکټر د مشورې څخه پرته له چا وانه اخلئ او نه یی هم استعمال کړی.

(د ښکلو عضلاتو لپاره اساسي کارونه منظم ورزش او مناسب خوراک دی.)

ژباړه: صالح محمد هوتک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب