د وینې لوړ فشار په طبیعی ډول کنټرول کړئ

د وینې لوړ فشار یو له ډیرو عامو ناروغیو څخه دی چې مختلف لاملونه لري. وینې لوړ فشار د زړه ناروغیو او عصبي رګونو له منځه تللو سبب ګرځي کوم چې انسان د مرګ لامل هم کیدی شي.

دلته هغه کورني درملو سره مو اشنا کوو چې په مرسته يي د وینې لوړ فشار کنټرولیدی شي:

۱- هوګه: یو له هغو خوړو څخه دی چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي چې اوس د پوډر او ګولۍ په شکل هم پیدا کیږي.

۲- هاوترون (Hawthron) نومې ځنګلي بوټۍ د وینې فشار نارمل ساتي.

۳- کبانو کې موجود غوړ خپل ورځنۍ خواړه یوه اړینه برخه وګرځوئ.

۴- هغه خواړه چې خپل ترکیب کې فولک اسید (Folic Acid) لري له زیات نه زیات استعمال کړئ.

۵- خپل خواړه په جدي توګه کنټرول کړئ. کوښښ وکړئ چې هره ورځ زیاته اندازه میوه او سبزیجات، غوړ نه لرونکي خواړه، لږ غوړ لرونکي لبنیات او وچې میوې استعمال کړئ.

۶- د قندي موادو لکه بوره او غوړ لرونکي خواړه استعمال کمه کړئ او که ممکنه وي نو ځان ترې وساتئ. څیړنو ثابته کړې چې له مالګې څخه زیات بوره د وینې فشار لوړوي.

۷- خپل ورځنۍ خواړه کې هغه غذایي توکې انتخاب کړئ کوم چې زیاته اندازه کلسیم، مګنیزیم او پوتاشیم لري.

۸- مختلفو طریقو سره کوښښ وکړئ خپل اعصاب ارام وساتئ. له ملګرو سره چکر وهل به مو اعصاب ډیر زیات ارام کړي.

۹- هڼدواڼې وچې او پخه شوي ځیړي په شریانونو کې د وینې جریان بهتره کولو سره د وینې لوړ فشار کنټرولوي.

۱۰- اوبه، شلغم، شات او سیلري (Celery) نومې سابه د وینې لوړ فشار کنټرولولو کې به مو ډیره زیاته مرسته وکړي.

۱۱- ژوند کولو طریقه بدلول د وینې لوړ فشار لپاره تر ټولو غوره درملنه ده. خپل وزن نارمل ساتل، مالګې استعمال کمول او صحي خواړه خوړل به مو د وینې لوړ فشار شکایت له منځه یوسي.

هیره دې نه وي چې ذهني فشار د وینې لوړ فشار ته ډیر زیات مضر دی. که غواړئ د وینې فشار مو لوړ نه شي نو له ذهني فشار څخه ځان وژغورۍ.

یادونه: پورتني خواړه او لارې چارې یوازې د وینې لوړ فشار کنټرولولو لپاره دی. هغه لوستونکي چې د وینې ټيټ فشار لري دغه طریقې او خواړه دې نه عملي کوي

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ