د وخت جهاد ته د زکات ورکول
د فتوی تفصیل:
پوښتنه : آیا د «فی سبیل الله» معنی یواځې جهاد ده، څنګه چې همدغه معنې زر د انسان ذهن ته راځي؟ او که له دغه معنې څخه ور اخوا د کلمې د لغوي معنې پر اساس نورې معناوې هم ورکوي او یا د خیر او ښیګڼې هیڅ کوم کار نشته مګر چې پدغې لفظ کې رانغښتې دۍ؟
مفتي: علامه ډاکټر یوسف عبد الله القرضاوي.
د فتوی نیټه: ۲۶/۹/۲۰۱۰
ځواب:
بسم الله و الحمد لله، والصلاة و السلام علی رسول الله، و بعد..
زما په آند د فی سبیل الله عامه معنې دلته مراد نده ځکه چې که چیرې مونږ له فی سبیل الله څخه د هغه عامه معنې واخلو نو د زکات مستحق ټولګي به له حسابه ووځي بلکه د هغه مشخص افراد خو به آن بې حسابه شي نو دغه کار به د آیت د ظاهر له مخې د شریعت د هغه حکم سره په په ټکر کې واقع شي چې د زکات مستحقین یې په مشخصو اتو ټولګیو پورې محدود کړي.
نو ځکه زه د فی سبیل الله په معنې کې د ډیرې پراخې طرفدار نه یم پداسې شکل چې د خیر هر کار او مصلحت پکې شامل شي. همدارنګه زه ددې طرفدار هم نه یم چې د هغه ډیره تنګه معنا ترې واخیستل شي داسې چې یواځې دې د مسلح جهاد معنې ترې واخیستل شي.
جهاد کیداې شي چې په قلم او ژبې سره وشي لکه څنګه په توره او وسلې سره کیږي. کیداې شي جهاد فکري، تربیتي، اجتماعي، اقتصادي او سیاسي وي لکه څنګه چې نظامي وي او دغه ټول ډولونه یې مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
مهمه داده چې هغه لومړنې شرط پوره کړاې شي چې باید د الله په لاره کې وي، د الله د دین د اقامې او دهغه د کلمې د سرلوړۍ لپاره چې کوم ډول جهاد هم وي نو هغه د الله په لاره کې ده.
امام طبری رحمه الله د «فی سبیل الله » د کلمې په تفسیر کې وایی: فی سبیل الله یعنې د الله د دین، لارې، او شریعت په ملاتړ چې په جنګ کې کومې پیسې لګیږي، همدغه د کفارو سره مقابله کول دي. د امام طبري رحمه الله د خبرې لومړې جز خو بې له شکه د منلو وړ دي مګر د الله ددښمنانو سره جګړه کول خو د ددین د ملاتړ صرف یوه لاره ده.
د الله د دین، لارې، او شریعت سره مرسته کول ځینې وخت په جنګ او جهاد سره کیږي، خو کله نا کله د دین سره د مرستې همدغه یواځینې لار ګڼل کیږي. مګر کله کیداې شي داسې وخت راشي لکه زمونږ اوسنې وخت چې فکري او نفسیاتي جګړه تر نظامي او عسکري جکړې مهمه او اغیزمنه ګڼل کیږي.
که چیری په پخوا زمانه کې جمهورو فقهاوو دغه برخه د مجاهدینو سره په مالی مرسته او هغوې ته د وسلو او نورو وسایلو په تیارولو کې محدوده کړیوه، نو مونږ ورته په اوسني وخت کې بل ډول مجاهدین ورعلاوه کوو. ډا ډول مجاهدین هغه څوک دي چې د خلکو عقلونه او زړونه د اسلام مبارک دین ته په دعوتولو او د هغوې ذهنونه په اسلامی تعلیماتو روښانولو سره، فتح کوي، دوۍ هغه کسان دي چې پخپلو کوښښونو، ژبو، او قلمونو سره د اسلامي عقیدې او شریعت څخه په کلکه دفاع کوي.
ددې ډول جهاد په معنې کې د پراخوالي لپاره مونږ لاندې دلایل لرو:
لومړې: په اسلام کې د جهاد معنې یواځې په وسله وال جنګ پورې نه محدودیږي، ځکه چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې: کوم ډول جهاد بهتره دی؟ نو ویې فرمایل: « چې د ظالم پادشاه په وړاندې د حق خبره کول» له احمد، نسایی، بیهقي، ضیاء المقدسي، څخه روایت شوی او منذری ویلی دي چې سند یی صحیح دی.
همدارنګه امام مسلم په خپل صحیح کې له ابن مسعود څخه روایت کړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « له ما څخه مخکې هیڅ پیغمبر ندې راغلې مګر د هغه په خپل امت کې داسې ملګري لري چې د هغه پر سنتو عمل کوي او دهغه حکم پر ځای کوي، وروسته به داسې خلک د هغوۍ ځای ونیسي چې څه به وایې په هغه به عمل نه کوي او داسې کارونه به کوي چې ورته امر نه وې شوي، نو که چیرې چا له هغوې سره په لاس جهاد وکړ مسلمان دې او که چا ورسره په ژبه جهاد وکړ هم مسلمان او که چا ورسره په زړه جهاد وکړ هم مسلمان دې مګر له دغو مرتبوڅخه وروسته د ایمان یوه ذره هم نه پاته کیږي.
پیغمبر علیه السلام همدارنګه فرمایي چې: « له مشرکینو سره د خپلو مالونو، ځانونو او ژبو په وسیله جهاد وکړۍ» ابوداوود، نسایی او حاکم له انس رضی الله عنه څخه روایت کړې او دغه حدیث یې صحیح بللی دی.
دویمه: دغه د جهاد او اسلامې فعالیتونو کوم ډولونه چې مونږ ذکر کړل که چیرې د متن له مخې د جهاد په معنې کې شامل نه وي، مګر د قیاس له مخې د جهاد په معنې کې دا خلیږي. نو په مجموع کې دواړه داسې کارونه دي چی موخه یې د اسلام مرسته او له هغه څخه دفاع کول دي او د دښمنانو سره مقاومت او په ځمکه کې د الله د دین لوړول دي.
دا د تعجب خبره نه ده چې مونږ هر هغه هغه کار چې د جهاد اهداف لاسته راوړي جهاد و بولو که څه هم چې هغه قول وي او که فعل، او دا ځکه چې د دواړو علت یو دی چې هغه د اسلام ددین سره مرسته کول دي نو پدې توګه به د «فی سبیل الله» کومه معنې چې مونږ غوره کړې ده په معنې کې د لږې پراختیا سره د جمهورو علماو نظر دی.
پدې کې شک نشته چې زمونږ په زمانه کې تر ټولو مهم اړخ چې د جهاد معنې پرې ښه تطبیقیږي داده چې: د اسلامي نړۍ هغه خاوره چې کفارو پرې قبضه کړیده او په هغه کې د الله د حکم پر ځاې یې خپل حکم تطبیق کړې د آزادولو لپاره مبارزه کول، برابره خبره ده چې دغه ښکیلاکګر یهود وي او که نصاری، بت پرستان وي او که کمونستان چې په هیڅ دین عقیده نلري، ځکه چې کفار ټول سره یو ملت دي.
د جهاد کومه معنا چې مونږ انتخاب کړه هغه یواځې په نظامی ډګر پورې محدود ندې بلکه د جهاد نورو ډولونو ته هم پراخیږي هغه ځکه چې کیداې شي مسلمانان ورته نن ورځ تر وسله وال جهاده ډیره اړتیا ولري، نو مونږ کولاې شو چې د جهاد ځینې ډولونه د بیلګې په توګه یادې کړو:
مخکې تردې چې زه د جهاد ځینې صورتونه او بیلګې درته وړاندې کړم، غواړم یو حقیقت څرګند کړم چې دلته ډیر ارزښت لري او هغه دا چې: د اسلام له پیله د اسلامی لښکرو د تجهیز او هغوې ته وسلې او مهمات برابرول او ځینې نور لوژستیکي مصارف ټول به د اسلامي دولت په بیت المال باندې وو چې د خراج او غنیمت له مالونو څخه به تنظیمیدل نه د زکات له مال څخه. د زکات له مالونو څخه به یواځې ځینې تکمیلي مصارف سرته رسیدل لکه په داو طلبو مجاهدینو خرڅ او مصرف کول او داسې نور.
په ننۍ زمانه کې ګورو چې د ټولو هیوادونو د پوځ مصارف او نوردفاعي لګښتونه تل له عامې بودجې څخه اخیستل کیږي، ځکه چې دفاعي لګښتونه ډیره بودجه غواړي او هغه یواځې له زکات څخه نه پوره کیږي او که چیرې دغه مصارف له زکات څخه واخیستل شي نو ورته کفایت نه کوي.
نو ځکه مونږ پدې نظر یو چې د زکات پیسې فرهنګي، تربیتي او رسنیز جهاد خواته سوق کول غوره کار دې خو پدې شرط چې سوچه او سم اسلامي جهاد وي او په هیڅ راز قومی او ژبني تعصباتو ککړ نه وي او د اسلام په نامه له غربي او شرقي عناصرو څخه تغذیه نشي چې موخه یې د یوه معین مذهب، نظام، هیواد، طبقه او یا شخص ته خدمت کول وي. ځکه چې ډیرې وخت داسې کیږي چې ځینې غربي او بې دینه مؤسسې له اسلام څخه د عنوان په توګه کار اخلي نو ځکه باید اسلام پخپله اساس او مصدر وي او همدا باید موخه او هدف وي او همدا باید لارښود او توجیه کوونکې وي تر څو چې دغه مؤسسې الله جل جلاله ته د منسوبیدو د شرف مستحق شي نو په دغو مؤسسو کې کارکول او یا د دوې لپاره کار کول د الله په لاره کې جهاد شمیرل کیږي.
کولاې شو چې ځینو کارونو ته چې په اوسني وخت کې اسلامی رسالت ورته اړتیا لري د بیلګې په ډول وړاندې کړو چې په حقیقت کې دغه کارونه ددې مستحق دی چې باید د الله په لاره کې جهاد و شمیرل شي.
– درست او واقعي اسلام ته د کفارو د رابللو په موخه په ټولو لویو وچو کې د ځینو مرکزونو جوړول جهاد دی.
– په اسلامي هیوادونو کې داسې مراکز جوړول چې ځوانان په ځان راټول کړي او هغوۍ د اسلام سمې لارې ته توجیه کړي او د هغوۍ عقیده له الحاد څخه، او فکر له انحراف څخه، او د هغوۍ له بد اخلاقۍ څخه ژغورل، د الله په لارکې جهاد دی.
– همدارنګه د یوې اسلامي مجلې او اخبار تاسیسول چې د بې لارې کوونکو اخبارونو او مجلو په مقابل کې و دریږي چې موخه یې د الله د کلمې اوچتول، د حق غږ پورته کول، او له اسلام څخه دفاع کول، او بې لارې کوونکو د شبهاتو ردول، او مسلمانانو ته په سوچه توګه له کموالي او زیاتوالي پرته د دغه دین ور زده کول، د الله په لار کې جهاد دی.
– د سوچه اسلامي کتابونو نشرول، چې خلکو ته سم اسلام او یا دهغه کوم اړخ وړاندې کړي، او د اسلام د پټو خزانو ښکاره کول، او دهغه د تعلیماتو ښکلا جوته کول، او د هغه د حقایقو څرګندول او دهغه د دښمنانو باطلې خبری په ډاګه کول او ددغه کتاب په لویه کچه خپرول، د الله په لار کې جهاد دی.
– همدارنګه د اسلام ددین د خدمت، او په ټولې نړې کې د هغه د رڼا د خپرولو، او د دښمنانو د توطیو د شنډولو، او د مخلصو بچیانو د ویښولو، او د عیسویت او کمونیزم او بد اخلاقۍ د خپراوي په وړاندې د ودریدو په موخه په پورتنیو مجالاتو کې د کار کولو لپاره د مخلصو، پیاوړو او امینو خلکو په همت، غیرت، او درست پلان سره روزل، د الله په لار کې جهاد دی.
– د اسلام د واقعي داعیانو سره مرسته کول، د کومو په خلاف چې په خارج کې د اسلام دښمنان توطیې جوړوي او ددې موخې لپاره په داخل کې له مرتد شویو عناصرو څخه ګټه پورته کوي او بیا هغوې ته ضربې ورکوي او په هغوې باندې ډول ډول عذابونه – لکه وژل، شکنجه کول، شړل او وږي کول- مسلط کوي نو له دغه ډول داعیانو سره په مقاومت او ټینګښت کې مرسته کول د الله په لاره کې جهاد دی.
نو مسلمان ته پکار دي چې په پورتینو مجالاتو کې خپل زکات او صدقات ورکړي، ځکه چې اوس د اسلام لپاره بې له دغو بچیانو بل څوک نشته او په ځانګړي توګه په دغه زمانه کې چې اسلام ډیر خلکو ته پردې شوی دی. والله تعالی اعلم