حضرت زينب رضي الله عنها

د رسول الله صلى الله عليه وسلم په لوڼو كې زينب مشره او تر بعثت لس كاله وړاندې زيږيدلې وه , حضرت زينب رضى الله عنها دخپل خاله زوی ابوالعاص ته واده شوې وه ,ابو العاص چې دبدر په جنګ كې بندي شو ژمنه ورڅخه واخستل شوه چې زينب به مدينې ته راولي او دژمني دتر سره كولو په موخه پريښودل شو هغه خپله ژمنه پوره كړه او زينب رضى الله عنها يې له خپل وروركنانه سره مدينې ته راواستوله په لار كې قريشو بريد ورباندې وكړاو هبار بن اسود په نيزه ووهله چې زينب رضى الله عنها په ځمكه ولويده چې دهمدې پيښي له امله يې حمل هم تاوان شو .

د ابو سفيان په منځګړيتوب دا جګړه پاي ته ورسيده او كنانه بالآخر زينب رضى الله عنها حضرت زيدرضى الله عنه ته چې په همدې موخه رسول الله صلى الله عليه وسلم را استولى ووپه لاره كي وسپارله اوهغه له ځانه سره مدينې ته بوتله .
ابو العاص بيا په يوه سريه كې ونيول شو ,كله چې يې مدينې ته راوست نو حضرت زينب رضى الله عنها ورته پناه وركړه ,بيا مكې ته ولاړ خپل حسابونه يې خلاص كړل ,اسلام يې ومانه او بيرته مدينې ته راغى او دزينب رضى الله عنها نكاح بيا ورسره نوي شوه .
حضرت زينب دهجرت په اتم كال وفات شوه حضرت سودې حضرت ام سلمې او حضرت ام ايمن رضى الله عنهن ورته غسل وركړ ,ددواړو نړيو سردار رسول الله صلى الله عليه وسلم يې دجنازې لمونځ اداكړ,او حضرت ابوالعاص رضى الله عنه قبر ته ورښكته كړه ,

حضرت زينب رضى الله عنها يو زوي علي او يوه لور امامه درلوده ,علي په ماشومتوب كي وفات شو خو په بل روايت په يرموك كي شهيد شو .له امامه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم خورا مينه درلوده آن تردې چې په لمانځه كي به يې په اوږو سپروله ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها تر وفات وروسته امامه حضرت علي رضى الله عنه ته په نكاح شوه , چې دحضرت علي رضى الله عنه له شهادته وروسته بيا امامه حضرت مغيره رضى الله عنه ته په نكاح شوه . په يوه روايت دامامه يو كوچنى ديحيي په نوم و خو بل روايت بيا وايي چې امامه اولادونه نه درلودل امامه دمغيره رضى الله عنه كره وفات شوه .
انا لله وانا اليه راجعون.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب